۲۴ ساعت

24 فوریه
۱ دیدگاه

عجبو رواجونو

تاریخ  نشر جمعه ششم  حوت  ۱۳۹۵ –  ۲۴  فبروری  ۲۰۱۷  –  هالند

عجبو رواجونو

محترم مصطفی پسرلی

دا د عجبو رواجونو په تصویر کې ورک شوم

زه د پردیو رواياتو په تفسير کې ورک شوم

دا ستا یادونه مې مل شوي پرې زړګی صبروم

ستا د وصال په طمعه داسې يو بهير کې ورک شوم

زه يې د اوښکو په څیر سترګو نه ګوزار غوندې کړم

د ژوندانه په خوند پوه نه شومه شوګیر کې ورک شوم

د غلامۍ د ژوند خندا زه بې ننګۍ ګڼمه

زه د غلام د غلامۍ په تور ځنځير کې ورک شوم

راز مې په سترګو کې ځلیږی ، حال ويلی نشم

زه مې په خپل لیدلي خوب او خپل تعبیرکې ورک شوم

ما به څپو د درویابونو سره لوبې کړلې

اوس د پردو د سوچ او فکر په تدبير کې ورک شوم

تیرو چړو د پسرلي ګوګل پرهر پرهر کړ

زه د دردنو د جهان پدې جاګير کې ورک شوم

مصطفی پسرلی
20/02/2017

غزل

 

یک پاسخ به “عجبو رواجونو”

  1. admin گفت:

    تشکر از جناب محترم مصطفی پسرلی ، بازهم سروده عالیست. موفق باشید . مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما