۲۴ ساعت

29 دسامبر
۲دیدگاه

څنګه زړه ؟

تاریخ نشر سه شنبه  هشتمم  جدی  ۱۳۹۴ – ۲۹ دسامبر ۲۰۱۵ هالند

څنګه زړه  ؟ 

دمولانا دکتور محمد سعید  سعید افغاني

  دلیکنې پر  بنیاد

شاعر : سمیع الدین افغاني

لګیدلی دی سور اور په داسې زړه کې

دسکروټو لمبو زور په داسې زړه  کې

 هسې  زور چې شي فولاد اوبه کولای

 هر محکم   ، قوی   بنیاد شي  سوزولی

 

د قوي عزم ، تکل  دا زړه  خاوند دی

 بد حالت کې مدد ګاردهردردمند دی 

 

   پدې   زړه   باندې  دا  اور کوم  اثر نکړي

یو ویښته  قدرې   احساس د خطر  نکړي

 

داسې   زړه    چې  تر  فولاده   لا  قوی دی

پاکو  هیلو  ، ارادو باندې خوندي دي

 

 په ټینګ  عزم   رسوي ځان   خپل ارمان ته

 چې  به ګران  وي رسیدل   یې هر بې ایمان ته

 

خوافسوس  چې په  کلو   د زړه  دا  هیلې

وې  په  بند   د  حاکمانو  د دي   سیمې

 

لکه توره د مصري  غلاف په  زړه  کې

دکلو وي    هک    د کور په   دیواله  کې

 

ددې تورې اوس   زمان  دی    بدل  شوی

زاړه  ګیټ د زوړ  غلاف   نه وتل شوی

 

   اوس   د ا توره  نور د زنګه    خوندي   شوې

 تیره  شوې ، زرین ګیت کې قیدي  شوې

 

نور   به  دا توره  په  هیڅ  چا  نه  چلیږي

صرف  غلیم ته جنګډګر کې پکاریږي

 

   په کوم   زړه  کې چې  ارمان  شته   عاطفه  ده

وړي  به  مخ  ته  کوم  چې پاتې  قافله  ده

 

داسې  زړه  باندې چېڅومره وخت تیریږي

ورځ  تر  ورځې   ارادې  یې لا پخیږي

 

په  پردو کېیېډیر  لوړ عالي افکار شته

ښه تدبیر   شته  تحول شته  ابتکار شته

 

پکې پروت  قوي  تکل   دی   لوی بدلون دی

 زموږ  د  پلار  ، نیکو   د هیلو سباوون  دی

 

اوس هغه وختونه تیر  شول  بل  زمان شو

هر خیر خواه به    بې  موجبه  په   زندان  شو

 

پوخ تغیر  داسې حالت ته  نور پکار دی

قوی عزم  ضرورت  د جهد او   زیار دی

 

چې  مظلوم  ته   د نجات    لاره پیدا کړو

هر افغان په خپل  کاله   موړ او بسیا کړو

——————-

سمیع الدین افغاني

۲۹۱۲ –  ۲۰۱۵

م ۰ کال

 

۲ پاسخ به “څنګه زړه ؟”

  1. admin گفت:

    درود به آقای سمیع الدین افغانی ، سروده زیبا و مملو از احساس است . روح شاد روان مولانا دکتور محمد سعید سعید افغانی شاد و جنتها نصیب شان و یادشاد گرامی باد. موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر

  2. جهان سپاس اقاې مهدی بشیر در امان خدا باشید

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما