۲۴ ساعت

15 جولای
۲دیدگاه

سوځي

تاریخ نشر چهار شنبه ۲۴ سرطان ۱۳۹۴ – ۱۵جولای  ۲۰۱۵ هالند

الحاج نجم الدین « سعیدی »

الحاج نجم الدین « سعیدی »

  سوځي

الحاج نجم الدین « سعیدی »

 زما وطن  د  اور  لمبو  کې  سوځي .

 د رقيبانو شوم  قصو کې  سوځي .
  ***
  چا ئې خښ  شوې خزانې تالا کړې ‎‎.
د اشغالګرو  په  پلمو کې   سوځي .
  ***
 دا ټول لګيادي چې تقسيم  ئې کاندي‎ .
د  ګاونډ يانو د سيسو کې  سوځي .
  ***
  د نفاق تخم  ئې  هر محل  کې کري .‎‎
 هم اوس  دژبې  تفرقو کې  سوځي .‎
  ***
د  رغيدو  ئې  کوم  علاج   نه  وينم .
   دسعيدزړه دهجرت شپوکې سوځي .
  ***
  نجم الدين   (   سعيدي    )
 

۲ پاسخ به “سوځي”

  1. admin گفت:

    تشکر جنا ب آقای سعیدی عزیز ، سروده تان مانند همیشه عالیست. موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر

  2. الحاج نجم الدین « سعیدی » گفت:

    با ابراز تشکر از لطف شما هميشه موفق باشيد . نجم الدين سعيدي

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما