۲۴ ساعت

21 ژانویه
۱ دیدگاه

هجدهمین سال نشراتی )
تاریخ نشر : چهارشنبه  مؤرخ  ۱ دلو  ( بهمن ) ۱۴۰۴ خورشیدی ۲۱  جنوری ۲۰۲۶ میلادی   ملبورن  استرالیا
—————————————————————————————————————————-

نور محمد غفوری

ټکنالوژی، سیاست او د عدالت پوښتنه

ایا د نوې زمانې په راتګ سره ټولنیز فکرونه زاړه شوی؟

ځینې کسان ځای ځای داسې نظر وړاندې کوی چې د نویې زمانې په راتګ سره چې نړۍ د نانوتکنالوژۍ (Nanotechnology) او روباټونو پر لور روانه او له حکومتونو سره د مستقیمو معاملو رول زیاتیږی، نور د شعارونو او ټولنو دوران تېر او دا د تاریخ کندو ته سپارل شوی دی . په دې مختصره لیکنه کې په نوې زمانه کې د ټکنالوژۍ او ټولنیزو فکرونو د اړیکو په اړه یو ځغلند نظر اچوو.  

بلې، نړۍ د بې‌ساری تخنیکی بدلونونو له پړاو څخه په چټکۍ تېریږی. مصنوعی ځیرکتیا، نانوتکنولوژی، روباټیک او ډیجیټلی شبکې نه یوازې د تولید، کار او اقتصاد بڼه بدله کړې، بلکې د سیاست، دولت او ټولنیزو اړیکو بنسټونه یې هم تر اغیز او پوښتنې لاندې راوستی دی. په داسې حال کې، دا پوښتنه راولاړیږی چې ایا د عدالت، ټولنیزې برابرۍ او دیموکراتیک مشارکت هغه فکری چوکاټونه چې د شلمې پېړۍ محصول ګڼل کېږی، لا هم د نن او سبا له پاره ارزښت لری که نه؟

تاریخی تجربه ښیی چې ټکنالوژیک پرمختګ هېڅکله د ټولنیزو ستونزو پای نه دی اعلان کړی، بلکې ډېر ځله یې نابرابری، د قدرت تمرکز او اخلاقی ننګونې لا ژورې کړې دی. د معلوماتی اقتصاد په عصر کې، شتمنی او واک تر پخوا ډېر په محدودو لاسونو کې راټولېږی، او دا وضعیت د دولت د رول، ټولنیز عدالت او د بازار د کنټرول بحثونه لا پسې مهم ګرځوی. له همدې امله، په هغو هېوادونو کې چې تر ټولو پرمختللې ټکنالوژی لری، د رفاهی دولت، سوسیال دیموکراسۍ او ټولنیز مسئولیت بحثونه نه دی ختم شوی، بلکه په نوې بڼه راژوندی شوی دی.

دا رښتیا ده چې د ګوندونو او دودیزو تشکیلاتو نفوذ په ډېرو ټولنو کې کم شوی، خو دا د ټولنیز فکر د زوال معنا نه لری. برعکس، دا بدلون د موضوع‌محوره اکټیویسم (Issue-based Activism) او د نوو، انعطاف‌منو ټولنیزو او مدنی جوړښتونو اړتیا څرګندوی: شبکوی حرکتونه، مدنی ائتلافونه، موضوع‌محوره اکټیویسم، او ډیجیټلی مشارکتونه. ستونزه په ایډیالوژۍ کې نه ده، بلکې په هغې بڼې کې ده چې له زمانې سره نه ده عیاره شوې.

په نړیوال سیاست کې د دولت‌محورې معاملې زیاتېدل هم د دې مانا نه لری چې ټولنې او مدنی ځواکونه بې‌اهمیته شوی دی. تاریخ ښیی چې هغه دولتونه چې له داخلی ټولنیز فشار، فکری بدیلونو او حساب‌ورکوونې پرته عمل کوی، ژر یا وروسته د مشروعیت له بحران سره مخ کېږی. دوامدار ثبات تل له دننه راولاړیږی، نه یوازې د بهرنیو معاملو له لارې.

له همدې امله، د نوې زمانې اصلی ننګونه دا نه ده چې «پخوانی فکرونه پرېښودل شی»، بلکې دا ده چې څنګه د عدالت، ازادۍ، انسانی کرامت او ټولنیز مسئولیت مفاهیم د ټکنالوژیک عصر له واقعیتونو سره بیا تعریف شی. راتلونکی نه یوازې د روباټونو او الگوریتمونو دی، بلکې د انسان، اخلاقو او ټولنې د نوې پوهاوی غوښتنه هم کوی. هغه ټولنه به بریالۍ وی چې هم له ټکنالوژۍ ګټه واخلی او هم د انسان ارزښتونه خوندی وساتی.

۲۰ جنوری ۲۰۲۶

 

 

یک پاسخ به “”

  1. admin گفت:

    ښاغلی غفوری صیب ، ستاسو د ښکلی تحلیل لپاره مننه. نیکمرغه و بریالی اوسی .
    په درناوی
    قیوم بشیر هروی

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما