۲۴ ساعت

07 سپتامبر
۱ دیدگاه

د فکر خونه یا (Think Tank) څه ته وایی؟

( هجدهمین سال نشراتی )
تاریخ نشر : دوشنبه مؤرخ  ۱۶ سنبله ( شهریور) ۱۴۰۵ خورشیدی  – ۷ سپتامبر۲۰۲۶ میلادی   ملبورن  استرالیا
—————————————————————————————————————————————————

د فکر خونه یا (Think Tank) څه ته وایی؟

نور محمد غفوری

د سیاسی، ټولنیزو، علمی او اقتصادی ډلو او بنسټونو ترمنځ، په ځانګړی ډول د ځوان نسل په منځ کې، د فکر خونو

 (Think Tanks)  جوړول او تنظیمول په یوه مخ پر ودې دود بدل شوی دی. خو له بده مرغه، یو شمېر تازه‌کار او نوی راټوکېدلی کسان لا هم د دغو بنسټونو له تاریخی ماهیت، د فعالیت له طریقو او د اغېزمنتیا له ساحو سره لازمه بلدتیا نه لری. هیله ده چې لاندې لنډ معلومات د دې برخې د کارکوونکو او د عملی چارو د سمبالوونکو لپاره ګټور او لارښود وګرځی.

د فکر خونو تاریخی شالید

د بشری تاریخ په اوږدو کې، آن له میلاد څخه وړاندې، د متخصصو او متفکرو ډلو د راټولېدو، د بېلابېلو مسایلو د تحلیل او د ستونزو لپاره د حل‌لارو او وړاندیزونو د وړاندې کولو بېلګې موجودې وې. دغو ډلو به د سیاسی او نظامی مشرانو لپاره د مهمو موضوعاتو په اړه مشورې او نظریات وړاندې کول.

د لرغونی یونان نامتو فیلسوفانو، لکه افلاطون او ارسطو، د علمی او فکری فعالیتونو د لا ښه تنظیم او پرمختګ لپاره اکاډمۍ او علمی محفلونه رامنځته کړل چې د بېلابېلو موضوعاتو په څېړنه او ارزونه یې تمرکز درلود او خپلې پایلې یې له واکمنانو او تصمیم‌نیونکو سره شریکولې.

په منځنیو پېړیو او د رنسانس په دوره کې هم د اروپا شاهی دربارونو له مشاورانو، متفکرانو او پوهانو څخه مشورې غوښتې او د مهمو پرېکړو پر مهال یې د هغوی له نظریاتو څخه ګټه اخیسته. خو د فکر خونه (Think Tank) د یوه مشخص مفهوم او رسمی بنسټ په توګه په شلمه پېړۍ کې رامنځته او په تدریجی ډول یې وده او تکامل وکړ.

د فکر خونه څه شی ده؟

د «د فکر خونې» (Think Tank) اصطلاح هغې ډلې، سازمان یا بنسټ ته ویل کېږی چې غړی یې په تخصصی او مسلکی توګه د بېلابېلو سیاسی، ټولنیزو، اقتصادی، فرهنګی او علمی موضوعاتو پر څېړنه، تحلیل او علمی ارزونه بوخت وی.

د فکر خونو اساسی موخه د نویو او ابتکاری نظریاتو، عملی حل‌لارو او مسلکی وړاندیزونو تولیدول دی، څو د بېلابېلو برخو له تصمیم‌نیونکو، سیاست‌والو او سیاست‌جوړوونکو سره مرسته وکړی.

هر دولت، سیاسی سازمان، لوی شرکت او یا غیرانتفاعی بنسټ کولای شی، د اړتیا او موخې له مخې، د بېلابېلو نومونو لاندې د فکر خونه رامنځته کړی. د فکر خونې کېدای شی له دولتونو، غیرانتفاعی سازمانونو، شرکتونو او یا نورو بنسټونو سره تړاو ولری او یا په خپلواکه توګه فعالیت وکړی.

سره له دې چې د دغو بنسټونو دندې، څېړنیزې ساحې او نومونه له یو بل سره توپیر لری، خو د ټولو اساسی دنده دا ده چې د تصمیم‌نیونکو لپاره دقیق تحلیلونه، هراړخیزې څېړنې او تخصصی مشورې وړاندې کړی.

له همدې امله باید په پام کې ونیول شی چې د یوې واقعی، پیاوړې او اغېزناکې فکر خونې د جوړولو لپاره لیکوالانو، مدیرانو، پوهانو، متخصصانو، څېړونکو، شنونکو او با تجربې او پخو کادرونو ته اړتیا ده؛ څو موجودې ستونزې او ننګونې، فرصتونه او راتلونکی احتمالات په علمی او مسلکی توګه وڅېړی او د هغو لپاره ابتکاری، عملی او ارزښتناک وړاندیزونه وړاندې کړی.

همدارنګه باید په پام کې ولرو چې د نوې ټکنالوژۍ، ډیجیټلی وسایلو او معلوماتی سیستمونو ظهور د فکر خونو پر فعالیتونو او د هغوی پر کاری طریقو د پام وړ اغېز کړی او د دوی د کار په بڼه کې یې مهم بدلونونه راوستی دی.

د فکر خونو فعالیت او ننګونې

د فکر خونو فعالیتونه معمولاً د تخصصی بشری ځواک او مسلکی کادرونو شتون ته اړتیا لری. له همدې امله، دغه بنسټونه د مالی ملاتړ د جلبولو، د تمویل یا فاند د ترلاسه کولو او د خپلو تولیداتو او څېړنیزو محصولاتو د وړاندې کولو او بازار موندنې په برخه کې له جدی سیالۍ سره مخامخ وی. سربېره پر دې، ډېری د فکر خونې له بېلابېلو سیاسی فشارونو او محدودیتونو سره هم مخ کېږی.

د فکر خونو تاریخ ښیی چې دغو بنسټونو د شلمې او یوویشتمې پېړۍ په اوږدو کې د پالیسۍ جوړونې او تصمیم‌نیونې په برخه کې ورځ تر بلې زیاتېدونکی رول خپل کړی دی. د فکر خونې د شلمې پېړۍ په پیل کې له عادی مشورتی بنسټونو څخه په تدریجی ډول په داسې مهمو فکری او څېړنیزو بنسټونو بدلې شوې چې د نړۍ په کچه د اوسنیو او راتلونکو سیاستونو په تحلیل او د پالیسۍ په وړاندې کولو کې مهم رول لری.

نن ورځ دغه بنسټونه په نړیواله او کورنۍ کچه د سیاست‌جوړونې په بهیر کې د پام وړ ونډه لری.

د فکر خونو نوم او اصلی محتوا

د فکر خونې ته کېدای شی د بېلابېلو نومونو له مخې اشاره وشی، خو د یوه څېړنیز او فکری سازمان په توګه یې اساسی محتوا هماغه پاتې کېږی:  د څېړنې، علمی تحلیل او تخصصی ارزونې له لارې د تصمیم‌نیونې او سیاست‌جوړونې د بهیر پیاوړتیا.

دغه بنسټونه معمولاً پر کورنیو او نړیوالو سیاستونو او تصمیم‌نیونو د پام وړ اغېز لری او د دوی څېړنې او تحلیلونه د سیاست‌جوړوونکو، رسنیو، پوهانو او نورو اړوندو بنسټونو له خوا کارول کېږی.

لکه څنګه چې وویل شول، د فکر خونه یوه څېړنیزه ډله یا سازمان دی چې په بېلابېلو برخو، لکه سیاست، اقتصاد، امنیت، ټولنیزو علومو، ټکنالوژۍ، چاپېریال ساتنې او فرهنګ کې د نظریاتو تولید، د پالیسیو تحلیل او د عملی وړاندیزونو وړاندې کولو ته کار کوی.

دغه بنسټونه معمولاً له څېړونکو، متخصصانو، پوهانو او د بېلابېلو علمی او مسلکی برخو له کارپوهانو څخه جوړېږی چې د اوسنیو او راتلونکو موضوعاتو او ستونزو ژوره څېړنه او تحلیل کوی، څو د تصمیم‌نیونکو او سیاست‌جوړوونکو لپاره پر شواهدو او دقیقو څېړنو ولاړې حل‌لارې وړاندې کړی.

د فکر خونو دنده د علمی څېړنې او د سیاست‌جوړونې د عملی بهیر ترمنځ د یوه فکری او علمی پُل په توګه، دغو بنسټونو ته دا زمینه برابره کړې چې د نړۍ د مهمو سیاستونو او پرېکړو په جوړولو کې د پام وړ رول ولوبوی.

د فکر خونې د جوړولو اړتیاوې

د یوې فکر خونې جوړول، که هر نوم ورته غوره شی، دقیقې طرحې، مناسبې سرچینې، روښانه موخې او منظم مدیریت ته اړتیا لری.

د فکر خونې د جوړولو لومړنی ګام د هغې د روښانه ماموریت او لیدلوری ټاکل دی. باید په څرګنده توګه معلومه شی چې دغه فکر خونه به په کومو برخو کې فعالیت کوی؛ د بېلګې په توګه، سیاست، اقتصاد، چاپېریال، امنیت، یا د تفاهم او ملی اجماع د رامنځته کولو په برخه کې.

همدارنګه باید څرګنده شی چې دغه فکر خونه په لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله پړاوونو کې کومو پایلو او کوم ډول اغېزمنتیا ته رسېدل غواړی.

له دې وروسته، د متخصصې او مسلکی ډلې جوړول، د مالی سرچینو برابرول، د مناسب اداری او حقوقی جوړښت رامنځته کول، د مسلکی او باصلاحیته کسانو جذب، د بېلابېلو کاری کمېټو لپاره د لازمې ملاتړ شبکې جوړول، د بازار موندنې او څېړنیزو وسایلو برابرول، له علمی او څېړنیزو بنسټونو، پوهنتونونو او اکاډمیو سره د اړیکو او همکاریو رامنځته کول، د مناسب دفتر برابرول، علمی او څېړنیزو سرچینو ته لاسرسی او نور اړین موارد، د یوې پیاوړې فکر خونې د جوړولو له مهمو اړتیاوو څخه دی.

پایله

د پورته مراحلو په پام کې نیولو، د مناسبې کاری تګلارې په جوړولو او د یوه پیاوړی بنسټ په رامنځته کولو سره، د فکر خونه کولای شی د بېلابېلو موضوعاتو په څېړنه او تحلیل، د ستونزو په تشخیص او د تصمیم‌نیونې لپاره د عملی او اغېزناکو حل‌لارو په وړاندې کولو کې مهم او مؤثر رول ولوبوی.

په حقیقت کې، یوه پیاوړې فکر خونه یوازې د نظریاتو د تولید ځای نه ده؛ بلکې هغه علمی او فکری بنسټ دی چې څېړنه له عمل، فکر له سیاست، او پوهه له تصمیم‌نیونې سره نښلوی.

غفوری

۰۶/۰۹/۲۰۲۶

 

یک پاسخ به “د فکر خونه یا (Think Tank) څه ته وایی؟”

  1. admin گفت:

    ښاغلی غفوری صیب، ستاسې د ښکلی مقالې څخه مننه. بریالی اوسئ.
    په درناوی
    قیوم بشیر هروی

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما