۲۴ ساعت

18 مارس
۲دیدگاه

خود فریبه انسان

تاریخ نشر دوشنبه  ۲۷ حوت ۱۳۹۷ – ۱۸ مارچ ۲۰۱۹ هالند

شاعر : محترم سمیع الدین افغاني

دنثر لیکونکی محترم قاضي صیب لودین 

خود فریبه انسان

یو دارآ سړی په لاره کې روان وه

ډیر مغروره ،کبرجن مین په ځان وه 

کوم درویش ورته نظر د لری خواه شو

 په غرور یې  لارې  تګ ته په سودا شو

ورته یې وویل : غرورنه ښایي انسان ته

نه شې ځمکه شق کوای نه ګوري ځان ته 

انسان نشې رسیدی دا لوړو غرو  ته

دی بې وسې نا علاج خپل  اندیښنو ته

 خدای پر ځمکه  غرور هیڅ نه دی پکار

 کبرجن دی لوی عاصي  د کردګار

دا مالداردغه  درویش ته ډیر په قهار شو

خپل اصلیت او د هستي نه په ګفتار شو

ویل: چې پيژنې زه څوک د کوم ټبر یم؟

خپل نصب د خپل هستي نه با خبر یم 

ته جاهل یې ته دې ګوره خپل وضعت ته

هډ و نه یمه خوشال ستا  نصیحت ته 

که مالدار سړی وه مست په خپل هستي

دا درویش وه هم قانع په خپل راستي 

درویش ویلې : دا چې څوک د کوم دیار یې

پیژنم دې چې مغرور یې لوی  مالدار ی

دولتمند ورته په قهر ویل:  څه وایې؟

ستا له ما نه څه ګیله ده چې ګویا یې 

 درویش وویل: ژوند عبث غوندې هستۍ ده

د انسان بنیاد یو  څاڅکې  ګندګې ده 

شي بهر پرې باندې غسل واجبیږي

که لباس باندي شي توی بیا مینځل کیږي 

په نا پاکو جامو لمونځ نه  روا کیږي

 نه لوستل  د پاک قران  نه دوعا کیږي 

دا بنیاد دي ستا دژوند دا دې هستي ده

مرګ کې بیا دستا د جسم نابودي ده 

ګور چینجان به دې په قبر حواله شي

بیا به جوړ ستا د وجود حالت ګنده شي 

ابتدا او انتها دې  دا حالت دی

بیا غرور انسان ته څله ضرورت دی 

دوه نا پاکو حالتو مینځ کې زنده یې

شه اګاه چې ته یې څوک دچا بنده یې

د عارف په کلام پوه دغه مالدار شو

د خپل کبر او غرور نه توبه ګار شو

وېل: د زړه خبر صفا ده د درویش

زړو ته لار لري د زړو خبر همیش

—————–

۱۸۳۲۰۱۹

م ۰ کال

 

۲ پاسخ به “خود فریبه انسان”

  1. admin گفت:

    درود به دوست محترم جناب آقای سمیع الدین افغاني ، تشکر از شما بسیار عالیست. باید به عرض برسانم که متاسفانه عکس ارسالی تان باز نشد و من ندیدم که چی بود . در آینده لطفآ عکسها را از مطلب جدا کرده ارسال نمایید. مهدی بشیر

  2. سمیع الدین افغانی گفت:

    مننه عزتمند ورور ښاغلی مهدی بشیر ستاسې د همیشنی پیرزوینې او همکارۍ نه ،خدای مو په خپل امان کې لره ستاسو صحت او سلامت تیا زمونږ یواځینۍ آرزو ده خدای مو په هر میدان کې سر لوړي او بریالۍ لره په ډیره مینه سمیع الدین افغاتي

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما