رخسار
تاریخ نشر چهار شنبه ۲۳ حمل ۱۳۹۶ – ۱۲ اپریل ۲۰۱۷ – هالند
رخسار
محترم الحاج نجم الدين ( سعيدي )
*********
ټو له دنيا کي مي خپل يار وينم .
د ګل څيرو کي ئې رخسار وينم .
زه د باغونو په ګلو چي ګر ځم .
هه خوږه مينه د دلدار وينم .
دا چي ګلونه اوغوټي شميرم .
پکي اشنا دغاړي هار وينم .
سره اننګي ئې په ګلو کي ګورم .
نا ز او ادا ئي په رفتا ر وينم .
دمخ رڼا نه ئې سپوږ مي شرميږ ي .
پکي سور رنګ ګل د انا ر وينم .
سعيده هو مره مى چى سترگي كار کړي .
ټو ل کا يناتو کي نگار وينم .
***
نجم الدين ( سعيدي )
درود به جناب محترم محترم الحاج نجم الدین ( سعیدی ) سروده عالیست موفق باشید . مهدی بشیر
سپاس برادر گرامي مهدي بشير عزتمند وهميشه صحتمند باشي .