خوب
تاریخ نشر دوشنبه ۱۵ سرطان ۱۳۹۴ – ششم جولای ۲۰۱۵ هالند
خوب
الحاج نجم الدین « سعیدی »
********
بيګا خوب کې په وطن مې وليد ځان .
آر يا يانو لوې مسکن او ګلستان .
د ميړانې اتلان پکې را ټول وه .
هم ملاله هم احمدهم ميرويس خان .
ټول را ټول وه په خپلو کې وه خپل .
خو شحالي وه سرو دونه ټول خندان .
د معارف لمنه ټو لو وه نيولې .
که واړه وه که زاړه وه که ځوانان .
د جنګو نو او نفاق لمنه ټوله .
نه ټو پک وه نه مرمې وه نه زندان .
چا د چالپاره څاء وې نه کيندلې .
هيچا نه رسوه يو بل ته تا وان .
نه هغه دا ړه ماران چې ماليدلي .
نه وه غله او نه هغه جنګ سالا ران .
هيچانه ويل چې دا د کوم تنظيم دي .
نه وه نوم په کې غريب او نه د خان .
کور اوکلي کې وروري وه او خپلوي .
د وحدت لپاره ټو لو ور کوه ځان .
سرمې پورته کړه دخوبه راوچت شوم .
تنها زه وم نه وطن وه او نه ياران .
ټول يو خيال وه د سعيد دخوب رويا وه .
ومه پروت زه د هجرت په لوې زندان .
بيګا خوب کې په وطن مې وليد ځان .
آر يا يانو لوې مسکن او ګلستان .
****************
نجم الدين ( سعيدي )

درود به جناب الحاج نجم الدین « سعیدی » ، سروده عالی و مملو از احساس است و مانند همه زیباست. موفق باشید. مهدی بشیر
برادر بزرګ وار وګرامې محمد مهدي بشير هميشه سر فراز ې وخوشې شما آرزو بنده است . نجم الدين سعيدي