دکیڼي سترګي اشاره کړه
تاریخ نشر جمعه ۲۹ مارچ ۲۰۱۳ هالند
دکیڼي سترګي اشاره کړه
یعقوب منګل
29 / 3 / 2013
آلمان
***
دټیکرې پیڅه کړه پورته٬توري سترګي راښکاره کړه
موسکۍ شه په خنداشه٬سرکۍ شُنډي راښکاره کـــړه
دمیني اومحبت رازهمیشه٬پټ ساته په زړه کي
پام کړه خلک خبرنشې٬دکیڼي سترګي اشاره کړه
چه ماذدیګرشي زړه مي غواړي دیدنـونــــــــــه
سورمنګۍ په سرراواخله٬دګودرغاړه اجاره کړه
ای دښکلاچیښتني٬دومره ظلم اوستم مکړه په ما
آخربه لیونۍ شم درپسې٬لږرحم اولږه ګُذاره کړه
څیري ګریوان٬دمجنون په شان ګرځم په صحراکي
لیلا ده رانه ورکه٬ خاونده ته مي چاره کــــــــړه
یعقوب له غمه ډیروؤکړیدلي٬دخپل زوي په جداي کي
زُلیخادغلامانوپه بازارکي٬دیوسف دسترګوننداره کړه
که چیري درنه ورک شوم٬دعاشقانوپه محفل کــــي
ساقي شه جام په لاس٬د(منګل) په نوم راته ناره کړه
یعقوب منګل
منگل عزیز ، مثل همیشه سروده زیبا و عالیست . موفق باشید. مهدی بشیر
مهدي بشیرصاحب! یک جهان ممنون ازحسن نظرشما.
دلانگیز و مصفا……
شهلاجاني ډیره مننه٬ستاسوروغتیااوخوشحالي زماهیله ده.بریالۍ اوسي.
گران ورور منگل صاحب دیره ښکلی سروده ده ، جور او بریالی اوسی!
دیر گران ملگری او تکره شاعر شاغلی منگل صاحب دیر عالی دی دتاسو بریالیتوب هیله کوم ژوندی او آرام اوسی
قیوم بشیرصاحب٬ډیره زیاته مننه ستاسوخوږ نظر ښکلي دي.
روغتیااوبریالیتوب موغواړم.
نذیرظفرصاحب٬ستاسودعالي نظرڅخه یوه نړۍ مننه٬ستاسودښه ژونداوسوکالي په هیله.