۲۴ ساعت

05 آوریل
بدون دیدگاه

په لغمان ولايت کې

تاریخ نشر جمعه ۵ اپریل ۲۰۱۳ هالند

په لغمان ولايت کې د سرې مياشتې روغتيايي کلينیک جوړ شو

*******

له ۲۵ بې سرپرسته کورنيو سره مرسته وشوه

   د ۱۳۹۲ کال د ورې د مياشتې په ۱۴مه نېټه د لغمان ولايت مرکز مهترلام ښار کې يو روغتیايي کلينک جوړ او د پټۍ په پرېکولو سره پرانستل شو .

هغه غونډه چې په همدې مناسبت د لغمان د سرې مياشتې د کلینیک په انګړ کې جوړه شوې وه پکې د لغمان ولايت مرستيال جمعيت الله حميدي، د افغاني سرې مياشتې سکرتر جنرال محمد نعيم ديندار، د سرې مياشتې د املاکو او تعميراتو رييس استاد دين محمد نظري،  د سرې مياشتې د ختيځې حوزې رييس محمد اقبال سعيد، د ننګرهار سرې مياشتې د نماينده ګۍ رييس ننګيالی یوسفزی او د لغمان دعلماو د شورا مشر او د عدلی رییس مولوی عبیدالله الکوزي او نور ګڼ شمیر رییسانو، قومی مشرانو او علمای کرامو ګډون کړی وو، غونډه د کلام الله مجيد په څو مبارکو ایاتونو پيل شوه.

z

وروسته د لغمان دسرې مياشتې رييس الحاج ډاکټر عبدالغفار رسولي مېلمنو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ وویل چې دا کلینیک  د اتو مياشتو په موده کې څه دپاسه  (۵۰۰۰۰۰۰) پنځه مېليونه افغانيو  د سرو مياشتو او سرو صليبونو نړېوال فدراسيون په مالي لګښت جوړ او ګټې اخستنې ته چمتو شو، بيا د ختيځې حوزې د سرې مياشتې رييس په ختځه حوزه کې د سرې مياشتې په فعاليتونو رڼا واچوله او بیا د لغمان دعامې روغتيا رييس لطيف قیومي وويل تردې وړاندې  د دې سيمي خلک د ډيرو روغتيايي ستونزو سره مخ وو چې د دې کلينيک په جوړولو سره به د دوى ستونزي او مشکلات تر ډيره بريده حل شي.

بيا د لغمان ولايت مرستيال جمعيت الله حميدي د سرې مياشتې د فعاليتونو څخه د مننې په ترڅ کې د سرې مياشتې د روغتيايي کلينيک په اهميت پوره رڼا واچوله ورپسې دافغاني سرې مياشتې سکرتر جنرال محمد نعيم ديندار د افغاني سرې مياشتې فعاليتونه په بشړ ډول څرګند کړل او د غونډې برخوالو سره يې ژمنه وکړه چې په لغمان کې به خپل خدمتونه پراخ کړي، په اخرکې د لغمان د علماو دشورا مشر او د لغمان د عدلي او قضایی ارګانونو رييس مولوی عبيدالله الکوزي د اسلام له نظره د بیوزله خلکو سره مرسته مهمه او د بډایو خلکو مسؤليت وګڼه او غونډه د دعايې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

چمتو کوونکی : عزيز الرحمن ذکي

د لغمان سرې مياشتې د ځوانو رضاکارانو روزنيز کلوپ مدير

*****

 له ۲۵ بې سرپرسته کورنيو سره مرسته وشوه

25

د ۱۳۹۲ کال د حمل (وري) د مياشتې په ۷مه نېټه چې د 2013 کال د مارچ د مياشتې له 27 مې نېټې سره سمون خوري په اروپا کې د افغانستان لپاره د سولې د اتحاديې له خوا د لغمان مرکز مهترلام ښار پورې اړوند له ۲۵ کونډو کورنيو سره  دخياطي د 25 پايي ماشينونو او 25 تختې ټوکر مرسته وشوه، نوموړې مرستې په اروپاکې د افغانستان لپاره د سولې د اتحاديې له خوا برابرې شوې وي چې په هرې کورنۍ د خياطي يوه پايه ماشين او يوه تخته ټوکر ووېشل شول، د يادونې وړ ده چې پدې مراسمو کې د اتحاديې مشر ډاکټر خوشحال مکمل د اتحاديې غړې نجيبه، ډګروال محمد داود مکمل، د علي خېلو د قريې رييس الحاج ملک لال اغا او يو شمېر نور مسؤلين موجود و په پيل کې  په اروپا کې د افغانستان لپاره د سولې د اتحاديې مشر ډاکټر خوشحال مکمل خبرې وکړې هغه وويل  دغه مرستې ددې لپاره دي چې بې سرپرسته کورنۍ په خپلو پښو ودرېږي، خياطي خپل کسب وګرزوي او لدې لارې خپلو معصومو کوچنيانو ته يوه مړۍ ډوډۍ پيداکړي، ډاکټر مکمل زياته کړه چې په اروپاکې د افغانستان لپاره د سولې اتحاديه په پام کې لري د بې سرپرسته کورنیو سره د مرستو لړۍ ته دوام ورکړي ورپسې ، د علي خيلو د قريې قومې مشرالحاج ملک لالاغا په اروپاکې د سولې  له اتحاديې څخه مننه وکړه او دا ډول مرستې يې ډېرې اړينې او پرځای وبللې هغه وويل: زمونږ په ګران هېواد کې زياتې بې سرپرسته کورنۍ وجود لري چې هېڅ ډول عايد او کاروبار نلرې نو که موسیسات، دولت او مدني ټولنې په همدې ډول خپلو مرستو ته دوام ورکړي دا ډول کورنۍ به له فقر او بې وزلې څخه وژغورل شي .

راپور: عزيز الرحمن ذکي

 
بدون دیدگاه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما