۲۴ ساعت

27 فوریه
۹دیدگاه

سري اورڼي اوښکي

تاریخ نشر چهار شنبه ۲۷ فبروری  ۲۰۱۳ هالند

سري اورڼي اوښکي 

یعقوب (منګل)

26 / 2 / 2013

آلمان

یعقوب منگل

یعقوب منگل

یارمي مسافردي٬دزړه حال ووایم چاته

ډیره یم غمجنه٬ناسته یم ددیوال شاتــــه

  

یارمي مسافردي٬ماشومان راته ژړیـــږي

څه وکړم چاره څه ده٬زړه مي نه صبریږي

پلارپلارناري وهې٬ورته وایم رابشي سباته

یارمي مسافردي٬دزړه حال ووایم چاتــــــه

  

یارمي مسافردي٬دغریبۍ دخداي کوروران کـــــــــــــــــړي

ورځ په مزدورۍ کي٬شپه ترسهاره زماددیدن به آرمان کړي

لیونۍ شوم ورپسي٬ګرځم اوراګرځم هري خواته

یارمي مسافردي٬دزړه حال ووایم چاتـــــــــــــه

  

یارمي مسافردي٬همیشه ورته یادیـږم

په زړه ئ زمانوم دي٬نه ترینه هیریږم

په خط کي راته لیکي٬زماسترګوشهلاته

یارمي مسافردي٬دزړه حال ووایم چاته

  

یارمي مسافردي٬دزړه طوطي مي په قفس کي دي ساتلي

په سختوبدوشپوکي٬همیشه راته غږیـــــــــــــــــــــــــدلي

یارچه مي راشي٬بیابه یي خوشي کړم صحراته

یارمي مسافردي٬دزړه حال ووایم چاتــــــــــــه

  

یارمي مسافردي٬په زړه مي سري لمبې بلیږي

سوځم په غموکي٬ټول بدن مي لولپه کیــــــږي

دکباب په شان لوګۍ یي٬پورته کیږي هواته

یارمي مسافردي٬دزړه حال ووایم چاتـــــه

  

له سترګومي سري او٬رڼي اوښکي بهیږي

بیاسیلاب اوطوفان شي٬سمندرته ورګډیږي

ای په یارمینودزړګي سر٬نږدي وساتۍ خپلي خوا ته

یارمي مسافردي٬دزړه حال ووایم چاتــــــــــــــــــــــــه

 

یارمي مسافردي٬توره شپه به خداي رڼاکړي

الله خومهربان دي٬یاربه مي بیرته راته راکړي

سپیني لیچې به مي شي ډکي٬بیابه بنګړي راوړي ماته

یارمي مسافردي٬دزړه حال ووایم چــــــاتــــــــــــــــه

  

یارمي مسافردي٬یعقوب راته راوړي ښکلي پیغـــــام دي

(منګل) له لري راته خاندي٬وایي یاردراغي پرتاسلام دي

په زیري کي به خوله ورکړم٬دوعا به کړم لوي الله ته

یارمي مسافردي٬دزړه حال ووایم چاتـــــــــــــــــــــه

یعقوب( منګل)

 

۹ پاسخ به “سري اورڼي اوښکي”

  1. admin گفت:

    منګل عزیز ، زیبا و عالیست. موفق باشید. مهدی بشیر

  2. h.forough گفت:

    منگل عزیزــ مسافری سخته خواری ده ـــ دیار لپاره شب وروز تیره ومه
    بسیا مقبول خدا ما وشما را ازین مسافری ها بوطن برگرداند

  3. مهدی(بشیر)صاحب!دزړه له کومی مننه٬ژوندي اوبریالۍ اوسي

  4. شهلا ولیزاده گفت:

    آه،چه سوزناک و عالی! درود گرانقدرم!

  5. قیوم بشیر گفت:

    منگل صاحب دیره سوزناک او عالی ده ، دیره مننه ، جور و بریالی اوسی !

  6. 1ـ فروغ عزیز
    2ـ محترمه شهلاجان(ولیزاده)
    3ـ قیوم جان (بشیر)صاحب
    ازلطف ومرحمت هریکی شما یوه نړۍ مننه٬شما همه ګي سلامت وکامګارباشید.

  7. همایون عالمی گفت:

    په رښتیا چه له احساساتو نه ډک وو

    بریالی اوسی

  8. نذیر ظفر گفت:

    گران ورور شاغلی منگل صاحب دیر عالی او په زلره پوری د تا سو بر یالیتوب هیله کوم ؛ ژوندی اوسی

  9. ښاغلو عالمي صاحب اوظفرصاحب ستاسوله نیکواحساساتو څخه ډیره مننه.ستاسوروغتیا اوسرلوړي زمایواځنۍ هیله ده.

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما