۲۴ ساعت

10 دسامبر
۱ دیدگاه

په لوګرکې سږکال نږدې دوه نیم زره

تاریخ نشر پنجشنبه   ۱۹  قوس ۱۳۹۴ –  دهم   دسامبر ۲۰۱۵ هالند

په لوګرکې سږکال نږدې دوه نیم زره زده کوونکي

د دولسم ټولګیوڅخه فارغ شول

شیرمحمد  (( امیني )) «ستانکزی

سږکال دلوګرولایت دمرکزپه ګډون دولسوالیو په کچه د ۷۰ لېسوڅخه  نږدې  دوه نیم زره، زده کوونکي  ددولسم ټولګیوڅخه فارغ شول. دپوهنې ریاست په خبرپاڼه کې  ویل شويدي، چې دغه زده کوونکي د دولسوکلونو د زده کړو له بشپړولو وروسته فارغ شول، چې شمیريې نږدې دونیم زرو ته رسیږي .خبرپاڼه زیاتوي؛چې له دې ډلې څخه ۳۹۶ تنه يې نجونې دي. 

دویلو وړده، چې په لوګرولایت کې دامهال په عمومي زده کړو کې۱۲۲لومړني، ۷۴ منځني او ۷۰ ثانوي ښوونځي شته دي، چې له دې جملې څخه ۷۵ یې د نجونو ښوونځي دي او دغه راز؛ د کرنې او کانونو د انستیتوتونو په ګډون د تخنیکي او مسلکي زده کړو ۶ ښوونځي هم په لوګرولایت کې شتون اوفعالیت لري.

 

شیرمحمد((امیني)) «ستانکزی

 

یک پاسخ به “په لوګرکې سږکال نږدې دوه نیم زره”

  1. admin گفت:

    تشکر از دوست عزیز آقای ستانکزی ، من فراغت این عزیزان را به خود شان و خانواده های محتر مشان تبریک عرض میکنم. امیدوارم که در کانکور دانشگاهها هم سهم بگیرند و موفق شوند و تحصیلات خود را ادامه دهند تا بخیر روزی مصدر خدمتی در کشور خود شوند . موفق باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما