کاشکي
تاریخ نشر یکشنبه ۱۵سنبله ۱۳۹۴ – ششم سپتامبر ۲۰۱۵ هالند
دوستان محترم و گرامی لطفا نظریات خویش را در قسمت دیدگاه های صفحه ۲۴ ساعت بنویسید تا مطالب شما همیش محفوظ بماند .
با عرض حرمت
مهدی بشیر
********
کاشکي
**********
کاشکي په وطن کې مې خوښې وي ما ليدلي واي .
نه دا بيګانه مې په وطن کې لو بيدلي واي .
****
فقر او غريبې واي خو د خپل وطن په کلې کې .
نه پردو قصرو ، او نه هجرت کې کړيدلې واي .
****
خير که ډوډې نه وه ، دغره کاڼې مې په نس تړل .
نه چې ورور د ورور وينې خوړلې خو ښيدلې واي .
****
ډير ، وسخت حالت دې په وطن کې د کلو کلو .
څو پورې پرديو په لمسون خپلو کې جنګيدلې واي .
****
سعيده نور روان دې ځې تسخير د سيارو په لور .
دوي غواړي مونږ غرونو مغارو کې او سيدلې واي .
****
***************
نجم الدين ( سعيدي )
جناب محترم سعیدی عزیز ، کور از خدا چی میخواهد ؟ دوچشم بیناه ، ما هم به همین آرزو هستیم. تشکر از شما . عالیست. موفق باشید.
مهدی بشیر
مهدې بشيره وروره الله دې ستا دوعا قبوله کړې . کاش چې په وطن کې د ستا په دوعا وضع آرامه شې او زه دې تر څنګه په نشر د نغمو ، شعرونو او غزلونو د وطن په پاکه فضاکې د هنر او فر هنګ مينه والو سره د قلم په کار آزادانه شروع وکړم دا آرمان دې پر ور د ګار قبول او منظور کړې خداې خو لو ذات دې زه اميد واريم دنياء په اميد خوړه شوې او اميد نه بايد دلاسه ورکړو . آمين نجم الدين سعيدي
دیر عالی او شایسته شعر دی او ستا بریالیتوب له لوی خدای نه غوارم . پروین فایق شریفی
ګرانې خور پر وين فايق شريفې الله دې په خپل امن او امان کې لره له تانه يو جهان مننه د دنيا خوښې درته غواړم پر ور د ګار دې عزت در کړې ستا حسن نظر دې . نجم الدين ( سعيدي )