ملالۍ په میوندکي
تاریخ نشر چهارشنبه ۲۳ جنوری ۲۰۱۳ هالند
ملالۍ په میوندکي
یعقوب منګل
22 / 1 / 2013
آلمان
داچه ړنګه بنګه٬مسته په خیال راروانه ده
دا دغروره ډکه٬سپیڅلي ښکلي افغانـــه ده
نه سرخي اونه سفیده وهي پرمخ اونه سینګار
دا داصله پیداشوي٬ښاپیرۍ اوګلرُخانـــــــه ده
دانګریزانوسره ئ دجنګ په ډګرکي ملاتړلـــي
بیرغ په لاس داپه میوندکي( ملالۍ) قهرمانه ده
دبکتاش په مینه کي ئ پخپلووینوشعرونه دي لیکلي
دادکعب لورپه بلخ کي شهیده( رابعه) جانـــــــــه ده
په شعراوشاعري کي لوړمقام لري په وطن کي
داله هنره ډکه سیده (مخفي) له بدخشانــــــه ده
دوحشي صفته ځناوروخلکوله لاسه په کابل کي
خپل پت ئ دي ساتلي داشهیده ( ناهید ) جانه ده*
داچه ښځه ښه ژونداوښادي ده دارښتیاده
ددي له برکته هره کورنۍ همیشه ودانه ده
داچه په یولاس زانګواوپه بل لاس جهان زنګوي
داخبره اوس دټول جهان خلکوته روښانـــــه ده
کوچۍ ځي کډه ئ تړلي ده باریږي روانیــــږي
داوښ مارئ په لاس٬خوله ئ ډکه له خندانه ده
توري کیږدۍ ګوره چه ولاړي دي په غرو اورغوکي
په کي ناسته غرڅنۍ ده٬چه راغلي له صحرانه ده
داچه واي جنت ئ دي همیشه دپښولانـــــــــــدي
دادیعقوب( منګل) زړه ته نږدي خپله مورجانه ده
یعقوب منګل
شپاړسم بلاک ٬شپږم منزل دریم مکروریان کابل*
سه شنبه د1371هجري لمریزکال دسلواغي دمیشتي 20 نیټه
آه چقدر عالیست و پُر محتوا جناب منگل عزیز،کامگار باشید!
جناب آقای منگل عزیز سلام. بی نهایت زیبا سرودید . مؤفق و کامگار باشید. مهدی بشیر
عالى سروده ايد جناب منگل احساس تان قابل تقدير است .
دانګریزانوسره ئ دجنګ په ډګرکی ملاتړلـــی
بیرغ په لاس داپه میوندکی( ملالۍ) قهرمانه ده
Bisyar Ziba , Bibinaid Ke Sadayee Yak Khwahar Tawanist Fatha Ba wojud Beyaawarad , Amma Amruz Bad Bakht Hayee And Ke Zanan Ra Ba Khana Ha Zindanee Maikunand
Mouafaq Bashaid Mangal Sahib
خواهرګرامي شهلاجان(ولیزاده)٬وبرادران محترم هریک بشیرصاحب٬
شریف حکیم صاحب ومحترم همایون ازتشویق تان یک جهان تشکر
صحت وسلامتي شمایان آرزوي بنده است.بااحترام
یعقوب منګل
گران ورور محترم منگل صاحب ، دیره ښکلی سروده ده ، تاسوته مننه کوم ، جور او بریالی اوسی!