گزارش ورزشی
د سرې مياشتې د ځانګړې اونۍ د را رسېدو په مناسبت د کرکټ لوبه تر سره شوه
د لغمان دسرې مياشتې د کرکټ د ټيم کېپتان اجمل وفا د لمړي مقام په ګټلو سره لوی کپ ترلاسه کوي.
دا چې په لغمان او جلال اباد کې د ځوانو رضاکارانو لپاره د کرکټ ټيمونه فعال شوي نو روزانه د خپل تمرين ترڅنګ يې په ګڼو ولايتي سياليو کې برخه اخستې ده.
دا چې د سرې مياشتې ځانګړې اوونۍ په را راسېدو ده نو پر همدې مناسبت د ننګرهار او لغمان د سرې مياشتې د ځوانو رضاکارانو د کرکټ لوبډلو دوستانه سيالي تر سره کړه.
لمړۍ توپ وهنه د لغمان د سرې مياشتې ځوانو رضاکارانو روزنيز کلوپ پیل کړه چې د ۱۴ ټاکلي او رونو په پوره کولو يې د پنځه لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۴ منډې جوړې کړې او د ننګرهار د سرې مياشتې ټيم ته يې ۱۹۵ – هدف ټاکلی وو، ورپسې د ننګرهار د ځوانو رضاکارانو روزنيز کلوپ د کرکټ لوبډلې توپ وهنه پيل کړه چې د۱۲۷ منډو په جوړولو سره يې په ټاکلي او رونو کې ټول لوبغاړي وسوځېدل.
لوبه د لغمان د سرې مياشتې د ځوانو رضاکارانو د روزنيز کلوپ په ګټه پای ته ورسېده، چې د لمړي مقام په ګټلو سره يې لمړی کپ د لغمان او دوهم د ننګرهار د سرې مياشتې د ځوانو رضاکارانو د روزنيز کلوپ لوبډلې ته ورکړل شو، د يادونې وړ ده چې پدې لوبه کې د کرکټ ډېرئ مينه والو ګډون کړی
په شنه جامه کې د لغمان د سرې مياشتې د ځوانو رضاکارانو د روزنيز کلوپ د کرکټ لوبډله او په سره جامه کې د ننګرهار دسرې مياشتې د ځوانو رضاکارانو د روزنيز کلوپ لوبډله.
عزيز الرحمن ذکي
د لغمان د ځوانو رضاکارانو د روزنيز کلوپ مدير
دیدگاه بگذارید