۲۴ ساعت

09 دسامبر
۲دیدگاه

لوګر کې څه باندې ۹۰ پراختیا یې پروژې

تاریخ نشر چهار شنبه   ۱۸  قوس ۱۳۹۴ –  نهم   دسامبر ۲۰۱۵ هالند

لوګر کې څه باندې ۹۰ پراختیا یې پروژې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې

په لوګرولایت کې دکلیواوپراختیا وزارت دملي پیوستون ۹۴ پراختیايي پروژې دلیندي په ۱۷ مه بشپرې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. ددغوپروژو دپرانیستوپه موخه دولایت په مقام کې غونډه جوړه شوې  وه، چې لوګر والي ، دکلیواو پراختیا وزیر ، د چاپیریال ساتني دملي ادراي مرستیال ، د مشرانو جرګي دوهم مرستیال ډ، د ولایتي شورا رئیس او غړو يې؛ سربیره دولایت د ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو هم ګډون کړی ؤ.

دکلیو، بیارغونې اوپراختیا وزارت دملی پیوستون پروګرام دمعلوماتوله مخې:

په لوګرکې۹۴ بیلابیلې پروژې د ۱۳۶ میلیونو او ۹۶۱ زره افغانیو په لګښت د برکي برک، څخه، خروار، خوښی، محمد آغی او ازرې په ولسوالیو کې د روان کال دوږي د میاشتې دلومړۍ نيټې څخه تر اوسه بشپړې شوې او د خلکو د استفادې وړ و ګرځېدې.

په دې پروژو کې؛۲۶۷۷متره دځمکوخړوبولوکانالونه،۲۲۳۳ متره محافظتي دیوالونه،۱۰۶ پلچکونه، ۵۰۱۰ متره استنادي دیوالونه،۱۶۸۴۶ مترهدپلې لارو پخول، ۷.۱ کیلومترهسرک ، پنځه دځمکوخړوبولو حوضونه، ۱۶بابه ټولنيزمرکزونه، ۲۳۵ متره د ټولنیزو مرکزونو داحاطې دېوالونه،۱۰   دڅښاک داوبو حوضونو جوړول،۴۹.۹۴ کیلو واټه دبرښنا توليد،۶۶.۵  کیلومتره دڅښلوداوبو پاپ لینغځول،۷۶۱ متده کارېزکيندل او ۱۷۶حلقی دڅښلو داوبوڅاګانو کیندنه اودلاسی بمبو نصبول شامل دی.چې له دغو یادوو شو پروژو څخه ۱۳۶۹۵ کورنۍ ګټه اخلي.

ددغوپروژو دپرانستلوپرمهال لوګروالي  خوښي څرګنده کړه.  والي؛  لوګرولایت ته د ۰،۳۸ سلنه په ملي بودجه کې برخه ورکول دارزونې پراساس خورا کمه اودلوګرولایت  داړتیاوو په پوره کولواواوسني وضعیت ته په کتو؛په اقلیت کې يې وشمیرل. دکلیواوپراخیتا وزیر څخه يې غوښتنه وکړه چې لوګر ولایت ته باید زیاته پاملرنه وکړي.

د کلیو او پراختیا وزیر وویل: زمونږ موخه له دي پروژو څخه دادي ترڅوولسونه او دولت سره یوځای اونږدې  کړو، مونږ په ټولیزډول د خلکو د باور لپاره ۳۵ زره شوراګاني جوړي کړي دي. نوموړي وویل: لوګر د کابل دروازه ده اولازمه وه، چې دلته باید ډیرپراخیتايي کارونه شوی وای. دراني ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کې د ۳،۲ میلونه ډالرو په ارزښت دلوګرپه ولایت کې  پروژې پلې کړي، چې زیاتره به یې استنادي دیوالونه، څاه ګاني او پلونه وي.همدارنګه د مشرانو جرګې دوهم مرستیال او د ولایتي شورا رئیس هم د دغه پروژو په پرانستو خوښي څرګنده کړه، د کلیو او پراختیا وزیر او د لوګر له والي څخه یې مننه وکړه چې د ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره لېوال اونه ستړي کیدونکي هلې ځلې ترسره کړي دي.

دیوبل خبرله مخې:

دکلیواوپراختیا وزیر اودلوګروالي  له لورې؛ دمحمدآغې ولسوالۍ  دکتب خیلوپه سیمه کې د۱۶۲۲ مټروپه اوږدوالې دمحافظوي دیوال دبنسټ  ډبره او دمرکزپل علم  اړوند دکلنګاردمټانیو دسیمې د(پل )دبنسټ ډبره هم کیښودل شوه، چې اوږدوالې  يي ۴۰ مټره دی،په پاخه اواساسي ډول  دکلیواوپراختیا وزارت د NRAP) ) پروګرام  لخوا د ۱۲۶۶۶۳۸۰ افغانیو په لګښت جوړشي. همدارنګه دمرکزاړوند دپاخواب شانې په سیمه کې د WATSAN)) پروګرام د۳۰ حلقودڅښلو اوبودڅاګانوپرانیسته هم ترسره شوه.

شیرمحمد امیني ((ستانکزی))

 

 

۲ پاسخ به “لوګر کې څه باندې ۹۰ پراختیا یې پروژې”

  1. admin گفت:

    تشکر جناب ستانکزی صاحب ، امیدوارم که در دیگر ولایات کشور ما چنین پروژه های های را روی دست بگیرند . موفق باشید. مهدی بشیر

  2. shir mohammad stanikzai گفت:

    تشکر جناب مهدی صاحب؛ خداکندکه وطن عزیزما افغانستان به سوی پیشرفت وترقی سوق ګردد، تا مردم رنجیده از بدبختی ها وناامنی های که امروز رونما است نجات یافت.

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما