۲۴ ساعت

03 ژوئن
۲دیدگاه

د قيامت او د حشر ځمکه ؟

تاریخ نشر دو شنبه  ۱۳  جوزا ۱۳۹۸ – ۳ جون  ۲۰۱۹ هالند

د قيامت او د حشر ځمکه ؟

ليکونکی : محترم نجم الد ين ( سعيدي )
*************
د قران عظیم الشان دحکم پر بنیاد او درسول الله صلی الله علیه والسلام دمبارکو احادیثو  پربنیاد د قيامت او حشر ځمکه همدا ځمکه ده کوم چی مونږ پکی  ژوند کوو . 

الف : قرآنی  احکام :

*****************
1ـ دالاعراف سوره 25 آیات لکه چی فرمایی :
« قال فيها تحيون و فيها تمو تون و منها تخرجون » (…… په همدی ځمکه کی به ژوند کوی ، په همدی ځمکه کی به مری او د همدی ځمکی څخه به بيرته ژوندي کيږی په قيامت کی . ) لدغه مبارک آیات نه په وضاحت معلومیږی  چی د قيامت او د حشر ځمکه همدا ځمکه چی پرور دگار انسان پکی خلق کړی .
2ـ د ( الکهف ) سوره ( 47 ) آيات .
« يوم نسير الجبال وتری الارض بارزة وحشر نهم نغا در منهم احدا »
(…. د قيامت په ورځ به ټول غرونه او رغونه ټول او ټول دا انسان هم سره محوه او ځمکه به په يو سره همواره او صاف ميدان و گر ځولی شي د حشر ميدان لپاره . )
بنأ همدا همدغه ځمکه به همواره شي او د حشر ميدان به د سوال او جواب لپاره آماده شي .
3 ـ د ( الزمر ) سوره ( 69 ) آيات .
« واشرقت الارض بنور ربها و وضع الکتب وجای …»
( او روښانه به شي ځمکه په نور د رب دغه ( ځمکه لپاره د فيصلی د بندگانو ) او کيښوده به شي کتاب ( عملنا می لپاره د حساب ………)
4 ـ ( الانشقاق ) سوره ( 3— 4 ) ايات :
« واذا الارض مدت ، والقت ما فيها وتحلت » 
( او کله چی ځمکه و غوړ وله شي او د باندی و غور ځوي هغه  څه چی دننه په زړه کی دي يا په داخل کی دي . ) مفسرین ددغه مبارک آیات په تفسیر کی لیکی : کله چی حشر شي نو په امر او حکم د پر ور دگار ځمکه خپلی خزانی او مړي او نور اجزا چی په دننه کی لري د خپل زړه څخه د حساب لپاره را کاږي . 
دا ورځ هغه ورځ ده چی د بندگانو د حساب او کتاب پکی شروع او هرڅوک به خپله د اعمالو نتيجه يا خپله عمل نامه تر لاسه کړي . 
5 ـ د ( الزلزال ) سوره ( ۱ ) آیات :
« اذا زلزلت الارض زلزالها » 
(…کله چی و خو ځوله شي ځمکه په خو ځيدلو خپلو سره او پدی اثربه ټوله همواره برابره تر څو د حشر ميدان لپاره صافه پاکه او يو برابر وگرځي …… )
6ـ د ( الزلزال ) سوره ( 2 ) ايات :
« واخرجت الارض اثقا لها »
(… پدی وخت کی به ځمکه هر هغه څه چی په خپل زړه يا مينځ کی لري د زړه څخه به را وباسي او انسانان به دوباره را ژوندي او دحشرپه ميدان کی به د خپل پر ور دگار و در بار ته ور حاضر شي .)
د دی مبارکو آيا تونو د بيان او وضاحت څخه دا په داکه څرگنده او واضح شوه چی قيامت همدلته او حشر هم همدلته ( په همدی ځمکه کی شروع او سرته رسيږي .)
ب : نبوی احادیث :
***************
1ـ دامام بخاری په (1777 ) لمبر حدیث کی د سهل بن سعد څخه روايت دی چی :
پيغمبر د خدای فرمائي:« په قيامت کی به همدا ځمکه همواره او تکه سپينه کيږي او ټول انسانان ئی د زړه څخه را وځي ژوندي او د پر ور د گار و در بار ته د سوال او جواب لپاره .)
2 – امام بخاری (1864 ) لمبر حدیث که حضرت ابو هریره څخه روايت دی چی .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائي کله چی انسان خښ شي نو ټول د مينځه ځي او محوه کيږي په جز د يو هډو کی چی هغه ته عجب الذنب ( دنبالچه ) وائي چی دا هډوکی نه خاوری کيږي
او تر قيامته پاتی کيږي چی بيا په قيامت کی انسان د دی هډوکی څخه په حکم د پر ور دگار ژوندی او دځمکی څخه بيرته را پاڅيږي  او خپل پر ور دگار ودر بار ته ودريږي د خپل عمل نامی د اخستو لو لپاره . دا پدی معنی ده چی د قيامت او حشر ځمکه همدا ځمکه ده ځکه دا هډوکي په همدی ځمکه کی او د همدی ځمکی را پورته کيږي .
بنآ متوجه اوسه ای انسانه چی ورځ د حشر او سوال جواب شته او را تلونکی چی هلته به د يوی زری اعمالو  پوښتنه کيږي لکه چی فرمائي .« فمن يعمل مثقال ذرة خيرايره ، ومن يعمل مثقال ذرة شرايره » ( الزلزال ) سوره (7 — 8 ) ايات . 
پس هغه څوک چی عمل کوي په اندازه د يوی زری د خير او نيکي پدی دنيا ء کی نو وبه ويني ثواب دهغه .
او هر هغه څوک چی عمل کوي په اندازه ديوی زری د شر اوبدي نو وبه ويني سزا دهغه عمل چی ده انجام کړی . نو پدی اساس متوجه اوسو پدی لنډ سفر کی چی په مخکی ئی لرو او پکی روان يو ښه عمل او نيک عمل وکړو د خدای او رسول په ليار روان شو انسان او جامعی ته د خدمت مصدر و گرځو د بدو اعماو څخه ډډه وکړو .
پر ور دگاره توان او قدرت د نيک عمل زمونږ په وجود او او لادو په وجود کی را پيدا تر څو ستا د بندگي شکرانه اجرا او انسان ته د خدمت مصدر وگرځو . آمين 
( وآخر دعوانا ان الحمد لله رب العالمين
********************************
ليکونکی :- نجم الد ين ( سعيدي )
( 2018 — 8 — 23 )
 

۲ پاسخ به “د قيامت او د حشر ځمکه ؟”

  1. admin گفت:

    درود به جناب محترم الحاج نجم الدین سعیدی ، به آرزوی طاعات وعبادات تان.فرارسیدن عید سعید فطر را بشما ، خانواده محترم و هموطنان عزیز تبریک میگویم . عید خوشی را سپری کنید. مهدی بشیر

  2. نجم الدين سعيدي گفت:

    مننه مهدي بشيره وروره عزتمند اوسی کوچنی اختر در ته مبارک وايم ښه اختر د ټول فاميل سره .

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما