څومره به اوږديږي نور ؟
تاریخ نشر پنجشنبه ۲۵ عقرب ۱۳۹۶ – ۱۶ نوامبر ۲۰۱۷– هالند
محترم نجم الدين ( سعيدي )
*******
څومره به دا ژوند پسې اوږديږي نور
کله به آخر ته ژوند رسيږي نور
***
ډيره شوه اوږده انجام ئې نه وينم
څومره به در دونه پرې زياتيږي نور
***
اوه واړه اندام مې فر يادونه کړي
ورځ په ورځ امراضو رنګ بد ليږي نور
***
زوړ شولم امراضو مينه کم نشوه
يو مرض د بل په سر باريږي نور
***
سعيده څله فکر د انجام کوې ؟
هر څه چې تعين دې در رسيږي نور
***********
نجم الدين ( سعيدي ) ٢٠١٧ / ١٠/ ٢٦
تشکر از جناب محترم الحاج نجم الدین ( سعیدی ) ، باز هم مانند همیشه سروده عالیست. موفق باشید. مهدی بشیر
مننه مهدي بشيره وروره الله دي عزتمند او هميشه خوشحاله لره كاميابي در ته غوارم .