روان حالات – قطر او طالبان
تاریخ نشرجمعه دوم آگست ۲۰۱۳ هالند
روان حالات – قطر او طالبان
دوکتور صلاح الدین سعیدی – سعید افغاني
۲ / ۸ / ۲۰۱۳
***
سلیم عقل، سیاسي پوخوالی، انساني سالم زړه او ټول شواهد دا حکم کوي چې په افغانستان کې سیاسي جوړه روغه بل ښه الترناتیف، قایمقام اوښه عوضي نه لري. هغه سیاسي توافق چې دهغه په نتیجه کې ملت اصلی تصمیم نیوکې شي او معذور یا مجبور افغاني عناصر د دښمن دخدمت له لاس نه بهر کړای شي.
اما آیا داهغه څه چې دسیاسی مصالحې او سیاسي روغې جوړې په نامه دا زیات او کم یوه لسیزه نارې او سورې وهل کیږي، واقعاً سیاسي روغه جوړه ده؟
جواب په کلکه منفي دی. تمام شواهد ښکار کوي چې دا سیاسي روغـه جوړه یو هڅه ده چې یوبل ته د تسلیمي او یو دبل نه مشروعیت اخیستلو او مشروعیت ورکولو او یو بل نه د نسخو دقبلولو هڅې او بلاخره یو بل په ځان کې دجذبولو هڅې دي. یوبل نه مې مراد ډلې او حلقې دي نه ملت. که ملت ته مراجعه او دملت نه دمشروعیت زمینې باندې کار وشي بیا درسته او پرځای خبر ده.
شواهد داسې ښکاره کوي چې په دې توګه په واقعیت کې عملاً ملت له سره له یاده ویستل کیږي اوملت په حاشیه کې واقع کول دي. ددې حالت ژوندې مثالونه د مختلفو خواوو او جوانبو هغه وړاندیزونه او پیش شرطونه دي چې په واقعیت کې د ریښتینې روغې جوړې او ريښتینی سیاسي سولې د خبرو دپیل مانع کیږي.
ددې حالت ژوندی مثال په قطر کې د طالبانو ددفتر دخلاصیدو په مراسمو کې هغه شرایط او اهداف اعلان شول چې دهغو مشروعیت باید دملت نه ترلاسه شي.
واقعیت دادی چې ريښتنې سیاسي روغې جوړې ته د رسیدو لارې، چې مقدماتي کارونه يې د اعتماد سازی پروسه ده، هغه وخت په درسته توګه پیل کیدای شي چې ټول او یا اکثره افغاني سیاسي ځواکونو دسولې او سیاسي روغې جوړې په مقدماتی قواعدو او اصولو توافق وکړي. داسې مقدماتي اصول او قواعد چې ټولو او یا اکثرو خواو ته د قبول وړ وي. هغه اصول او قواعد چې دهغه په پایله کې دوطن دمسایلو په هکله اصلی تصمیم نیونکی ملت شي. د افغانستان خلک اکثریت مسلمان دي او خپل انتخاب لري.
دپامه باید ونه باسو چې افغان افغان ته د غاړه ورکولو په لار کې سترې موانع شته او د سولې خبرو دپیل او اصلی مجری ته دغورځیدو او اچولو په لار کې ډېر داخلي او بهرني لاملونه او دهغه جملې څخه پاکستان او د کابل په افغانی اوسني حاکمیت کې معین حلقې شته چې د ریښتینې سیاسي جوړې روغې ته درسیدو مانع او خنډ دي. دا موانع په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه د اعتماد سازی پروسه له هماغه صفري نقطې نه شنډوي او په دې لار کې مشکلات رامنځ ته کوي. دا دسولې او سیاسي تعریف شوي روغې جوړې موانع د افغانستان خلک سالمې او ريښتینې سولې ته درسیدو موانع، ددې لامل کیږي چې افغاني، دسیمې او نړیوالې ټولنې د تراژیدي، ربړ او کړاو ادامه پیداکړي او بې ځایه قربانیو لړۍ لیا نوره هم پسې اوږده شي.
په دې برخه کې د پاکستان د اصلی پالیسي سازانو منفی او خرابونکی نقش په خاص ډول د پام وړ دی.
پاکستان ولې په افغانستان کې سوله نه مني او تل افغانستان کې یو لاس پوڅي حکومت ته دجوړیدو هڅې کوي او یا له سره د هیڅ قوي او په ځان متکي افغانستان نه شي منلای او نه شي لیدلای؟
ځواب ساده دی: پاکستان په غیر مشروع ډول په عمده ډول به پردي ځمکه ۶۵ کال پخوا به مصنوعي او غیر قانوني ډول ایجاد اوله هماغه تأسیس تردې دمه د افغانستان به مقابل کې په دې فتنه او دسیسه کوي، چې پوهیږي غیر مشروع دی.
روانو ۱۲ کلو به خاص ډول وښودله چې افغاني چارواکي حتی د سیاسیت په الفباء ندي خبر، چې په سیاسیت کې خیر او خیرات نه شته. منافع او مصالح، مجبوریتونه او امکانات دي چې حالاتو ته سمت ورکوي.
د پاکستان اویا حتی دعربي مستبد حاکمیتونو نه سوله غواړي. پاکستان به ولې په افغانستان سوله کې راولي اویا به ولې ورسره مرسته کوي او په دې توګه به خپل ناځونمردانه فرصتونه له لاسه ورکوي؟ دغه هیوادونه دهند په شمول په روابطو کې اصل او اساس خپل منافع او مصالح معیار ګڼي او معیار ساتلای دی.
پاکستان د افغانستان سره تاریخي مشکل لري، د پاکستان دجنرالانو جیبونه په جنګ او تشنج کې ډکیدای شي.
عربي مستبد حاکمیتونو به ولې په افغانستان کې سوله وغواړي او یا به افغاني روغې جوړې په لار کې مرسته کړې وای؟ دسولې په صورت کې به عربي جهادي ځواکونه بیرته ستانه شوي وای اویا به ستانه شي او د هغوی د حاکمیتونو په مقابل کې به يي جهادي کارزار کاوه او کړای وای. ددوی مرسته زمونږ د جنګ دادامې لپاره ددوې په ګټه وه او دوی غوښتل او غواړي داجنګ او ترهغه ادامه ومومي، ترڅو چې افغانان عربي حاکمیتونه د عربي جهادي ډولو له مشکله وژغوري.
ښکاري چې دکابل چارواکي ددې منطق د مسألې نه بې خبره، شله او په وار وار هڅې کوي چې دا عربي حتی مستبد حکام باید د افغانستان او سیمې د سولې لپاره مرسته وکړي. دا عربي حکام به ولې دا کار کوي؟ هوملتونه او دپاکستان خلک هم سوله غواړي. خوخبر داده چې هلته ملت رول نه لري، استالشمنت، جنرالان اواصلی پالیسي جوړونکي نه غواړي چې ځان ته خپله مشکل ایجاد کړي او خپل عایداتي منابع وچې کړي او خپل مطرح والی او اهمیت کم کړي.
هماغسې مو چې مستدل کړه دا عوامل او فاکتورونه سوله او سیاسی روغه جوړه په غلط او غیر عملی او غیر واقع بینانه مفاهیمو اوجهاتو ته سوق او جهت ورکوي. سوله او سیاسی روغه جوړه داصلی او ريښتیني چوکات نه ویستل کیږي او دیوې معاملي او غیر مشروع جهاتو ته دسوق او سازمان ورکولو هڅې روانې وې او دي.
داسې شرایط او اعلامې چې: یا به امارت اسلامی منئ اویا له سره سوله نه کوم.
یا به وسله په مځکه ږدې او زما په لاس جوړ شوای اساسي قانون به منې او زما د پردو به اوږو بار او ترستوني په فساد ککړ، حاکمیت به منئ که نه سوله نه کوم.
دا اوداسې نور موانع او د سیاسي روغې جوړې غلط تعبیر او مفهوم ، ددې لاملونه دي چې تراژیدي ادامه لري او ډېر خطرناک ابعاد کسبوي او داحالت یا په نادانی او ناپوهې او یا هم غیر واقعی او عدم درک په غونډی ناست ځواکونه او یا هم په عمدي ډول د افغان ملت او دبې ګناه انسانانو د قربانی لړۍ اوږدوي.
د دې حالت په پایله کې داخلي او بهرنی دښمنان به هماغه کوي چې تراوسه يی کول. په دې صورت کې پاکستان هماغه وکوي چې تصورکیده او دهغوی یعنی جنرالانو ګټه او سیاسي تجارت په کې خوندي دی.
افغاني جانب ته په کار ده چې ځان پوه کړي. پاکستان به بل ونه کړي. پاکستاني استابلشمنت او ای اسی ای به هماغه کوي چې تر اوسه يې کړي. پاکستاني اصلی حاکمیت اوس اوس د وخت په ضایع کولو د ۲۰۱۴ کال پای ته انتظارباسي.
له بلی خوا افغانی ځواکونه که مسلح اوغیر مسلح په داخل او یا بهر کې دي د ټولو مجبوریتونو سره سره چې پاکستان کې به يي لري، خپل استقلال او هویت هم لري. اما پاکستان د ټولو فتنو سره سره داسې ښکاره کوي او هڅې کوي چې وضع تر کنترول لاندې ده. دطالبانو پرسر يي قیمت لګولی او غواړي ددې وضعې نه په ناوړه ګټه اخیستو امتیاز واخلي؟
په دې لړ کې د جناب حامد کرزی حاکمیت او اداره ستر شجاعت او تاریخی شجاعانه خبر وکړه او دپاکستان ترفشارونو لاندې لا تراوسه په ګونډو نه دی. جناب ح. کرزي د«ډیورند لاین» په هکله خپل تاریخي موضِع به میړانه اداء کړه او د«ډیورند لاین» يي د پاکستان د تمامو هڅو، فشارونو، دسیسو او ظلمونو سره سره دسرحد «باردر» په توګه، رد کړ. په دې توګه هغه څه چې افغانی جانب ځان ورنه تیروه ، ویلو ته يي اړ کړای شو او په دې توګه هغه د چا خبره: مار دې لنډی کړ مړ دې نه کړ. هو پاکستاني مار نورهم لنډی شو. پاکستان په ښکاره ځواب واخیست چې خپل هدف ته به آسانه ونه رسي او د حامد کرزي له خوا نا امیده شو.
اوس نو څه کوي؟ خپل دومخه سیاسیت ته به په شدت او په ډېر دقت دوام ورکوي او هڅې به کوي د نورو فتنوسره سره په آینده(راتلونکو ټاکنو او نوروکلیدي مقاماتو) کې داسې افراد په افغانی سیاسي ستیج کې مخه ته او ځای پر ځای کړي او راولي چې دپاکستان داهدافو لپاره مناسب وي. پاکستان دطالب دحرکت د مجبوریتونو نه په ګټه پورته کولو اوهغه ځواکونه چې په افغانستان کې د تفاهم خبرې کوي او دپاکستان ته دامتیاز ورکولو خبر ورسره مطرح نه ده یا له منځه وړي اویا هم موانع ورته ایجادوي. پاکستان به هغه طالب ځواکونو ته پاسپورت او امکانات د رشد ورکړي چې پاکستاني غیر مشروع اهدافو سره حد اقل په تناقض کې نه وي اویا هم پاکستاني اهداف ورته کوم مانع او اهمیت ونه لري. پاکستان به پوره احتیاط سره لکه په تیرو څو لسیزو او په خاص ډول تیرو ۱۲ کلو کې، نړیوالې ټولنې ته په ظاهر کې هم وښایی چې همکاري کوي، خو په واقعیت کې هماغه سیاسیت دوه مخه سیاسیت ته ادامه ورکوي.
له بلی خوا نړیواله ټولنه دپاکستان دمکاری سره سره ددې هیواد په دوه مخي سیاسیت په پوهیدو او واقفیدو په پایله کې تصمیم ونیوه چې طالبانو ته په بهر (قطر) کې داسې یو آدرس جوړ شي چې د پاکستان له تأثیره بهر وي.
اما د تعجب خبر خو داده چې دا اساسی ټکی ژړ له یاده ووت او دادی د قطر دفتر د پاکستان په هدایت، سازش، مشورو او په قطر کې د انور پاشا (د ای اسی ای پخواني مشر) دمشاور د پُست، په حضور د طالبانو دفتر تنظیمیږي. هغه طالب مشران د پاکستان په پاسپورتونو هلته سفر کوي، چې عملاً داصلي ممکنو اومعقولو افغانی او منطقوی ریښتینې سیاسي روغې جوړې سره له سره سمون له لري. ددې کار او په قطر کې د طالب دحرکت دسفارت!؟ د پرانیستو نه وروسته انکشافاتو باندې تاسې خبر یاست.
سوال داسې مطرح دی که داسې وي چې د قطر دفتر دپاکستان تر هدایت او کنترول لاندې وي او هلته هغه طالب ځواکونه لیږل کیږي چې یا دمجبوریت اویا هم د مصلحت له کبله دپاکستان ترتأثیر لاندې وي او پاسپورت ورته پاکستاني مقامات ورکوي، نو بیا قطر ولې؟ ولې اسلام آباد کې همدا خبرې ونه شي؟ هلته چې پاکستان وکړای شي خپل اهداف مستقیم اعلام کړي او نړیواله ټولنه به په اصل خبره او پاکستان ته به دخپلو جزیې ورکولو په ښکاره توګه واقف شي.
ريښتیا خو داده چې د افغانستان په هکله د پاکستان د لوړ پوړوچارواکو مستقیمې اوبلاخره ښکاره طرحې او وړاندیزونه چې مخکې يې پرې په افغانستان سترې سرمایه ګذاری کړي د پام وړدی: دپاکستان لخوا افغانستان ته د فدرالي نظام جوړونه، یو شمیر ولایتونه او سیمې دغه او یا هغه سیاسي نظامی اویاسیاسي حرکت ته ورکول، په افغانستان کې پراخو قومی تربنګیو ته لاس وهنه او په دې توګه عملاً د افغانستان د تجزیی زمینې برابرونه، په افغانستان دبرق د تولید او نور اقتصادی پروژو او حتې د منځنۍ آسیا نه د مشهور پایپ لاین اوګاز پروژو په مقابل کې د ایران سره په هماهنګی مخالفت کول او لسهاوو پټې او ښکاره دسیسې له هغه جملې څخه افغانستان کې د پر ځان قوی او په ځان متکی اردو او امنیتی ځواکونه منځ ته راتللو په مقابل کې موانع او نړۍ که ګواښ ورکونه، افغانستان ته دهوایی ځواکونو او درنه سلاح به مقابل کې موانع ایجادونه، هغه برنامې ، دښمنانه او خاینانه اعمال دي چې د پاکستان داوږدو مجاهداتو او اهدافو عملی کول په افغانستان کې څرګندوي او افغانستان سره ښکاره او څرګنده دښمني ده.
یوه بله خبر هغه داچې که دطالب حرکت د جناب حامد کرزی د حکومت سره دغنایمو په تقسیم کې توافق وکړي او په همدې اوسنۍ مفهوم هم سیاسی روغې جوړه وکړي، شواهد ښکاره کوي چې د پاکستان حاکمیت به د تیرو ۳۵ کلو کاملو امکاناتو په لرلو چې د جهادي مشرانو او کشرانو حضور پاکستان کې د ای اسی ای تر نظر لاندې وه، بیا هم داسې ځواکونه پیدا کړي چې افغانستان کې خپل شوم اهداف او خرابکاریو ته ادامه ورکړي.
هو په داسې حال کې افغانی حاکمیت بیا هم منتظر پاتې شي چې پاکستان به سوله افغانستان ته په خیرات وکړي او ترحم به وکړي یو خطاء اونادرست توقع او هسې خوشې خیال دی. په سیاسیت کې خیر او خیرات نه شته منافع، مصالح ، مجبوریتونه او امکانات دي.
نو پکار ده چې باید بیدار شو، ځان بیدار کړو. حقایقو او منطق د خبرو باندی ځان پوه کړو، طبعی متحدین دسلیقوي تفاوتونو سره سره یو کړو، په هغه ستراتیژیو فکر وکړو اوفعال کړو چې پاکستان دې ته مجبور شي چې دافغانستان او دخپلو خلکو د دښمنی نه لاس واخلي او یا دهغوی امکانات په افغانستان کې محدود کړای شي. پاکستان باید په ځان اخته شي او امکانات يی ضعیف کړای شي. په اوسني پاکستان کې داسې تدابیرو باندې کار وشي چې هغوی عملا پوه شي چې دا روان پاکستاني سیاسیت به پاکستان هم تباه کړي.
په افغانستان کې داخلی پاکستاني او ایرانی امکانات محدود او تجرید کړای شي.
نړیواله ټولنه باید کوټلي تصامیمو ته آماده او تنویری کار ورسره وکړای شي.
ټول افغانان اوپه خاص ډول دخیر عناصر باید سره دکوز او بر تاریخی افغانستان سره لاس ورکړي او د دښمن امکانات محدود کړای شي. مونږ په حقه یو او حق باید بری ترلاسه کړي.
بیدار شو او په دې ځان پوه کړو چې د عصر ډېر طلايي او نه تکراریدونکی فرصتونه له لاسه ولاړل او نور نو مونږ وخت د ضایع کولو لپاره نه لرو او باید همدا اوس لاس په کار شو. پای
دیدگاه بگذارید