دښمن زموږ د سر سړي نه پرېږدي
تاریخ نشر چهار شنبه ۲۱ نوامبر ۲۰۱۲هالند
دښمن زموږ د سر سړي نه پرېږدي
صیام پسرلی
لغمان
دښمن زموږ د سر سړي نه پریږدي
دلته د سر سړي ژوندي نه پرېږدي
پیغلې یې کور کې ایښوده نه غواړي
چې ګودر نشته نو منګي نه پریــږدي
له کلي ووتو صــــحرا تـــــــــه لاړو
خو هلته هم څوک ليوني نه پرېږدي
زموږ د دین اود کلتور دښـــــــــمنان
زموږ په سر باندې پټګي نه پریږدي
خپلو بچو ته انــــــټرنیـــټ غواړي تــل
زموږ لپاره دوی ښوونځي نه پریږدي
دلته بـــدرنــــــــــــــــګه د خزان لاروي
د سرو ګلونو ((پســــرلي)) نه پریږدي
صیام پسرلی
سرود مقبول است. مؤفق باشید پسرلی جان
با تأسف همه معنیش را جذب نکردم اما لسان پشتو را دوست دارم و از این زیبایی تقدیر میکنم.مؤفق باشید!
واقعاً ښکلي د ویلي دی.