مرگ د داکتر محمد سعيد«سعيدافغاني» له نظره
تاریخ نشر شنبه ۱۵ سرطان ۱۳۹۸ – ششم جولای ۲۰۱۹ هالند
مرگ د داکتر محمد سعيد « سعيدافغاني » له نظره .
ټولونکی او ترتیبونکی : نجم الدین « سعیدی »
****************************** ***
له ابن عمر رضي اللَّه عنهماڅخه روایت دی چی رسول الله صلی اله علیه وسلم زما اوږه ونیوله « بِمَنْكِبِي »او ویی فرمایل « كُنْ في الدُّنْيا كأَنَّكَ غريبٌ، أَوْ عَابِرُ سبيلٍ.»
(په دنیا کی داسی اوسه لکه ته چی مسافر یی اویا په لاره تیریدونکی یی )
او همدغسی ابنُ عمرَ رضي اللَّه به فرمایل «إِذَا أَمْسَيْتَ فَلا تَنْتَظِرِ الصَّباحَ، وإِذَا أَصْبَحْتَ فَلا تَنْتَظِرِ المَساءَ، وخُذْ مِنْ صِحَّتِكَ لمَرَضِكَ، ومِنْ حياتِك لِمَوتِكَ»( رواه البخاري.)
کله دی چی ما ښام وکړه نو دسهار انتظار مه کوه او کله چی دسهار کړونو ماښام اتظار مه کوه او صحت څخه دی دمرض لپاره برخه واخله ( یعنی دصحت په حال کی دومره عبادت وکړه چی بیا دمرض په حال کی دعبادت دکموالی تشه ډکه کړای شی ) او له ژونده دی دمرګ لپاره ګټه واخله ( یعنی دژوندانه شپی اورځی دهغو کارونو په تر سر کوله غنیمت وګڼه کوم چی تر مرګ ورسته ګټه درته رسوی ) !!
یعنی په دنیوی ژوندانه باور مه کوه بلکی یوازی دضرورت په اندازه دومره تعلق ورسره ساته څومره چی مسافر دپردی وطن سره ساتی .
مرگ د هر انسان لار ده او په هر انسان به يوه ورځ آخري ورځي ته رسېږي.
گرانو لوستونکو!
په یاد ولری چی په مرگ سره د آخرت سفر شروع کېږي ، ولی په تاسف سره باید ووایم چی مونږ انسانانو په دُنيا کي دومره غفلت کوو چی کله ناکله داسی مرحلی ته رسیږو چی حتی دغه واقعی حقیقت مو له یاده وځی .
مرگ داسي حقيقت دی چي د هر اورېدونکي په غوږ کي يې دا اعلان شوی چي مرگ به راځي .
خدايبښلی مولانا دکتور محمد سعيد سعيد افغاني د مولوي عبدالمجيد صافي ځوی د لغمان ولايت عمرزايو دخير ابات دکلي اوسیدونکی دمرګ په هکله لیکی :
« د جسم او روح جدائي ته مرگ وائي په دی معنی چی جسم مري او روح د خپل اصل يا پيدا کونکي در بارته ځي . »
همدغسی واائي « چی ! مرگ د نوي ژوند اغاز يا شروع ده .»«اوياهم د دنياء د در دونو او رنځونو انجام ته مرگ وائي. »
خدای بښلی سعید افغانی دمرګ دتعریف په هکله فرمایی « مرگ يو الاهي امر دی او هيڅوک تری د خلاصون ليار نلري لکه چی قرآن عظیم الشان پدی هکله فرمایی :« کل نفس ذايقه الموت وانما توفون …»( ال عمران ) ( 185) اویا « کل نفس ذايقه الموت ونبلوکم ….» ( نساء ) ( 35) اویا « کل نفس ذايقه الموت ثم الينا ترجعون » ( عنکبوت ) ( 57 )
ددغه مبارک آیاتو کلی هدف دادی چی :
– په مجموع کی چی هر ساکښ به د مرگ مزه څکي او د خپل پيدا کونکي په لور به د سوال او جواب يا دخپل اعمالو د عمل نتيجه اخستو لپاره پر ور د گار در بارته ودريږي .
همدغسی قرآن عظیم الشان فرمائي : « ان الذی خلق الموت والحيوة ليبلوکم ايکم احسن عملا و هوا العزيز اغفور » ( الملک ) ( 2 ) ( هغه پر ور دگار چی پيدا کړی دی مرگ او ژوند لپاره ددی چی وازموئي تاسو د عمل له مخی . )
سعید افغانی په خپله مشهور کتاب د نجات ليار کی دمرګ په هکله اضافه کوی :
– اکثرا خلق د مرگ څخه بيريږي مگر زه اکثرا د ژوند څخه بيريزم .
– ځکه ؟
– بيريږم چی خطا نشم !
– بيريږم چی بي ځايه قدم کی ندم !
– بيريږم چی د چا د بی مو جبه تکليف موجب ونه گرځم !
– بيريږم چی د ژوند رسالت را څخه خطا نشي !
– بيريږم چی دبی عدالتی او بی اتفاقی موجب او سبب ونه گرځم ! چی په دی صورت کی به د کوم څه لپاره چی پرور دگار خلق کړی وم هغه می ونه کړی شوه . او د پورته اعمالو په کولو به د اخروي عذاب چی در د ونکی او سخت وي گرفتارشم .
– نو ځکه د مرگ څخه می ويره نشته ځکه هغه حکم دی . ويره می د ژوند څخه ده چی وبه نکړی شم کوم هغه شی چی لازمه او واجبه ده انجام کړم .
سعید افغانی لیکی :
– هو مرگ او ژوند د الله پاک داد دی نه څوک ژوند ور کولی شي اونه هم مرگ څوک در څخه بچولی شي او نه هم څوک د مرگ څخه فرار کولی شي. ځکه ! الله تعالی صریح او زیبا حکم دی چی فرمایی : « کل من عليها فا ن ) ( الرحمن سوره ) ( 26 ) ( ټول هغه څوک چی پدی ځمکه کی دي فاني کيدونکي دي په جز د لوی ذات پر ور د گاره څخه . »
ټولونکی او ترتیبونکی : نجم الدین « سعیدی »
روح زنده یاد داکتر محمد سعيد « سعيدافغاني » شاد . مقاله زیباست ، تشکر از محترم نجم الدین « سعیدی » مهدی بشیر
مننه مهدي بشيره وروره عزتمند اوسی الله دی هميشه کامياب او خوشحاله لره .