د کرکټ ملي لوبډلوخپلوهیوادوالوته خوشحالي
تاریخ نشر شنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۵ – ۱۶ جولای ۲۰۱۶ – هالند
د کرکټ ملي لوبډلوخپلوهیوادوالوته خوشحالي راوړه
شیرمحمد امیني (ستانکزی)
دافغانستان دکرکټ ملي لوبډلودسکاتلیند، هانکانګ اوزیمبابوې هیوادونوپروړاندې دشل آوریزونړیوالو لوبوکې دوی ته ماته ورکړه او لومړۍ ګروپ ته يې لارپیداکړه.
چې په دې ګروپ کې جنوبي افریقا، انګلیستان، سرلینکا او ویست انډیزوهیوادونوسره مخامخ شول، چې دری یادشووهیوادونو ته یې لوبه وبایلله او دنړۍ معتبرې لوبډولو؛ ویست انډیز هیوادته د ۷ منډوپه توپیرسره سخته ماته ورکړه نو دې بریاسره په دننه هیواد کې لکونوافغان میړني میشته قومونوته خوښي اوخوشحالي په نصیب کړه، البته نه یوازې داخوشحالي د افغانانوپه برخه بلکې د ویست انډیزهیوادونوهغو سرسختو رقیبانوته هم په برخه کړه، کوم چې ددې هیواد لوبډلوڅخه يې ماته خوړلې وه.
دهیواد په زیاتروولایتونوکې دبریا وروسته ځوانانوخپله خوښي اوخوشحالي په ملي اټنونو، ملي لوبو او په جشنونو ولمانځل، چې دوی دښار سړکونو، جادو اوڅلورلاروته راوتلي ؤ، له ځانونوسره يې دافغانستان ملي بیرغ رپانده لیږدول او دافغانستان په ملي لوبډولوباندې دژوندي د وي زمونږمیړني اوغیرتي اتلان، تل بریا دې وی دافغان ملي لوبډلوپه برخه او په هیوادکې دتلپاتې سولې غوښتنه او شعارونه ورکول.
دغه خوښي اوزمونږ داتلولوبډولوبریا؛ ددې څرګندوي کوي، چې افغان ولس په هیوادمین او په وطن سرورکوونکي کسان دي، چې نور نه غواړي، په هیوادکې دجګړو کرغیړن ټغر وغوړیږي او کومه ناامنۍ چې دهیواد په ځینو سیموکې بریښي له ورایه دافغانانو دکړنو څرګندونه؛ نه بلکې دغه ناوړې کړنې دبهرنیو هیوادونو عمل دی، چې زمونږ په خاوره يې ترسره کوي، خو زمونږد دښمن ټغرهم انشاالله چې ژرترژره ددې پاکې خاورې څخه دټوليدو په حال کې ده، ځکه دافغان دخاورې دښمنانواوس میړنیو اوپرهیواد مین قومونواو ولسونوته يې سرونه ټیټ شوي او دولس یوالې او داتحاد بیلګه دهیواد دښمنانوته په ښکاره ډول څرګنده شوه، چې افغانان په خپلوکې که هرڅومره دیوبل بدلیدونکي او دښمن وي، خو پردیو لپاره یوسترقوت اوپروړاندې يې د زمري په شان غاښ ماتوونکی ځواب ویونکي دي اوهمدارنګه ملي غږاوتکبیرته سره ټول یوخوله دي، چې نه غواړي، خپل شخصي شته په ملي شتمنیو ښې وګڼي.
میړانتیا دخلکو ملي اراده ده . بس دیوې ملي لوبډلې بریا دهیواد په سولې اوامنیت باندې مستقیماٌ اغیزه کوي او دخلکو ملي احساسات دخپل هیواد پروړاندې دستروقربانیو شاهدان دي، چې زمونږ دغه اتل لوبډلې وکولی شول خلکولپاره خوښي اوهیواد ته دسولې پیغام راوړي،چې نن ټول هیوادوال د دوی دغه ستریون ته درناوی اوتل نوروبریاوو لپاره لاس په لپه پردعا دي او دغه بریا؛ افغانان دهیوادلپاره دسولې، ملي یوالې اوورورګلوۍ فضا په رامنځته کیدوکې نیک فال ګڼي، انشاالله، داسې خوشحالي چې داتلانو دګټلولپاره مو وکړه، نو یو ورځ به دهیواد په سراسر سیموکې دسولې اوبشپړامنیت دټینګښت لپاره ترسره شي. ددغې ورځې په هیله.
شیرمحمد امیني (ستانکزی)
تشکر از دوست عزیز شیرمحمد امینی (ستانکزی) گزارش عالیست . امیدوارم هموطنان ما همیشه خوشحال باشند و جوانان ما در مسابقات ورزشی پیروز شوند . موفق باشید. مهدی بشیر