۲۴ ساعت

02 جولای
۲دیدگاه

د « نړیدلې جونګړې»

تاریخ نشر شنبه  ۱۲ سرطان  ۱۳۹۵ – دوم  جولای  ۲۰۱۶ – هالند

ترسرلیک نوې شعري ټولګه دچاپه راووتله۰

د «نړیدلې جونګړې» تر سرلیک  زمونږ د هیواد تکړه شاعر اولیکوال ښاغلي سمیع الدین افغاني څلورمه شعري ټولګه  د چاپه راووتله۰

په دغه شعري ټولګه کې شاعر د «خپلې خبرې» تر سرلیک یوه ښکلې سریزه راښکلې ده چې د هیواد د حالاتو اود خپلې نوې شعري ټولګې په اړه یې  لوستونکو  سره د زړه خواله او د حالاتو ریښتینی انځور شریک کړی دی۰

همدارنګه په دغه شعري ټولګه کې د هیواد ښه شاعر ښاغلي مصطفی ارین هم د افغاني صیب د شعر او شاعرۍ په اړه خپل لیدلوری او نظر څرګند کړی دی ۰

دغه شعري ټولګه چې ۲۸۸ مخونه لري په ښکلي ثقافت او ډیزان په کابل کې د دانش کتاب جوړولو موسسې په مټ او زیار د چاپه راووتله ۰

ښاغلي سمیع الدین افغاني ته د «نړیدلې جونګړې» تر سرلیک د څلورمې شعري ټولګې د چاپ مبارکي وایو او هغه ته د شعر او ادب په برخه کې د نورو لاسته راوړنو تر څنګ روغتیا، سوکاله ژوند او د لا بریاوو هیله کوو۰

و من الله التوفیق

(  دحق دلارې  فرهنګي ټولنه )

د ۲۰۱۶ م ۰ کال

 د جون میاشت

یادونه : مینه وال کولی شي دغه نوې شعري ټولګه په کابل کې د دانش کتاب پلورنځۍ څخه په لاندې پته ترلاسه کړي .

چاپنځی : اسد دانش مطبعه – کابل / ۰۷۰۰۴۴۹۲۹۸

 

۲ پاسخ به “د « نړیدلې جونګړې»”

  1. admin گفت:

    جناب آقای سمیع الدین افغانی چاپ مجموعه چهارم شعری تانرا از ضمیم قلب تبریک عرض میکنم و برایتان موفقیت های بیشتر آرزو مینمایم. موفق باشید. مهدی بشیر

  2. jahan spas akay mhdi bashir shoma zanda wa salamat bashed

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما