۲۴ ساعت

29 آوریل
۱ دیدگاه

زه شاعر نه يم خو دا لیکم

تاریخ نشر جمعه دهم ثور  ۱۳۹۵ – ۲۹  اپریل  ۲۰۱۶ هالند

زه شاعر نه يم خو دا لیکم
داكتر فاروق اعظم ته!
  چې د قام د درد او غم ځینې خبر شي
 پوه لارښود شي د ټولنې ښه رهبرشي
د حالاتو پیچ او خم  ناکام وختو کې
خدمتګارپه صداقت د قام نوکر شي
په چوپړ کې  دخپل قام  او ولسونو
استواره، پا بر جا په شان د غر شي
بد حالت کې د ولس په غم،غمجن  وي
د دښمن مکر، فریب ته لکه سپر شي
قربانې ته شي حاضر د خیر په لار کې
په چوپړ کې دخپل قام  د خیرمصدر شي
چې د قام او د ولس په درد دردمند وي
دهیواد دهر خیر خواه د زړګي سر شي
شته اخلاص او علمیت یې په وینا کې
د فاروق اعظم لار ښود ته که نظر شي
———————–
 ص  سعیدي
۲۸ – ۴ – ۲۰۱۶
م ۰ کال

 

یک پاسخ به “زه شاعر نه يم خو دا لیکم”

  1. admin گفت:

    شکر جناب آقای سعیدی ، سروده زیباست . موفق باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما