۲۴ ساعت

15 می
۱ دیدگاه

د ویښ زلمو په لار

تاریخ نشر جمعه  ۲۵ ثور  ۱۳۹۴ –  ۱۵  می ۲۰۱۵ هالند

محترم پروفیسور عبدالله بختانې « خدمتگار »

محترم پروفیسور عبدالله بختانې « خدمتگار »

د ویښ زلمو په لار

پروفیسورعبدالله بختانې « خدمتگار »

د سعید افغاني د مولوی کیدو په کال ،  د « 1325 ه ش »  د دلو په « 25  مه » په ننگرهار کښی  د ویښزلمیانو ډله  جوړه شوه، اوڅو چه کال  پوره کیده په ټول هیواد کښی یی ملگری پیدا کړل .

 دا یو سیاسي ، اجتماعي او ادبي حرکت  و  چه له ظلم ، استبداد ،  رشوت خوری ، سود خوری ، مزخرفو دودونو اورواجونو سره یی مبارزه کوله او دعلم او پوهنی د تعمیم او پراختیا او زمونږ د گران تاریخي هیواد د ټو لو اوسیدونکو ترمنځ یی د ملي وحدت په ټینگښت  باندی  تینگار کاوه.

دی حرکت په متشکل  او منظم  ډول تر « 1331 ه ش»  کاله پوری  دوام  موندلی  دی . داخلي  او خارجي ارتجاعي  محافلو اوعناصرو  په دی جریان  سره مخالفت کاوه او دهغه د غړو د بدنامولو او بی لیاری کولو لپاره یی هڅه کوله.

 د وخت استبداد حکومت د چل، زور او نورو دسیسو په خوا کښی ، دا کوښښ هم کاوه چه په هیواد کښی د دینی  پوهنو طالبان ، عالمان او روحانیان  د ویښ زلمیانو  په غاره واچوی .

دوی سره ونښلوی او پخپله د خیر په غونډی  کښینی او په  دی هیواد کښی  پر اوسیدونکو خلق الله باندی استبدادی  حکومت  و چلوی  ځینو په نامه  روحانی عناصرو څه  ناڅه  دا دنده ترسره  کړه.  مگر په هیواد کښی زیات شمیر و طنپال ملایان ، مولویان او پیران د ویښ زلمیانو په خوا کښی ولاړ وو.   د بیلګی په ډول:

د کامی مرحوم  سید سرور « قاری » ، د قرآن کریم  حافظ  رسیدلی ملا ، لیکوال او شاعر ، اولسي، اجتماعي ، او روحاني  شخصیت چه  څو ځله د کامی  د ولسوالی د شریفو خلکو له خوا ،ننگرهار د ولایت د مشوری د وکیل په توګه انتخاب شوی و او د ننگرهار د دارالحفاظ موسس، مدیر او استادو ، همداررنگه د کندهار مشهور اجتماعي او روحاني  شخصیت  محمد یوسف  « مجددی » او ستر دینی عالم ، د مزارشریف  د  اسدیه مدرسی  د دار العلوم مدیر او استاد، لیکوال او مترجم  مرحوم  مولوی عبیدالله « صافی » ، مشهور ویښ زلمیان  او زمونږ فعال او تکړه  ملګری وو .

یا مشهور دینی عالم مرشد ، علمي ، روحاني ، اولسي او اجتماعي شخصیت ، د تگاو اخوند زاده مرحوم  مولوی حمیدالله صاحب  په وینا او عمل کښی  زموږ  د ډلی ډیر حمایت او ننگه کړی ده.       

یا مشهور دیني عالم  د سلطنتي  استبداد ضد، علمي ،سیاسي او اجتماعي شخصیت،  مولوی  قاضی محمد بهرام د کندهار چه د هغوی ځبرو، صحبتونو او مشورو دویښ زلمیانو د حرکت  په لاره  کښی ستر اغیزه  درلود.  زه اوس هم  دغو نوموړه  ښاغلو  و طنپالو ،  دینی عالمانو او روحا نیانو  ته  د احترام  سر ټیټوم او دهغو په درنو نومونو ویاړم.

د کابل د عربی دار العلوم، د ننگرهار د نجم المدارس ، د مزار شریف  د اسدیه مدرسی او نورو دینی مدرسو یو شمیر نور زلمي  شاګردان  هم  ویښ زلمیان  وو، چه په  دی  نهضت  کښی یی  جوش او خروش پیدا کړی و.

د ویښ زلمیانو د فعالیت په موده ، د مولوی محمد سعید افغاني ، د کار ، استادی او لیکوالی لومړنی و ختونه وو.

که  څه هم  دی د ډلی رسمی  ملگری نه و،  مگر مونږ  چه  گورو،  د ده  دهغه وخت  لیکني  دو یښ زلمیانو د مرام د محتوا له روحییی نه ډک وو. په هماغه سمت یی قدم ایښی، قلم چلولی او د ضرورت په وخت یی عملا ً مونږ سره مرسته کړی  ده. 

عبدالله  بختانې « خدمتگار »

خیرخانه مینه ــ کابل

 

یک پاسخ به “د ویښ زلمو په لار”

  1. admin گفت:

    تشکر از جناب محترم پروفیسورعبدالله بختانې « خدمتگار » نامخدا حافظه شان خیلی خوب است و خاطرات شان فراموش نشده است. موفق وسلامت باشید. روح مولانا استاد سعید افغانی شاد. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما