۲۴ ساعت

15 نوامبر
۱ دیدگاه

د ګران افغانستان

تاریخ نشر شنبه ۱۵ نوامبر ۲۰۱۴ هالند

محترم سمیع الدین افغانی

محترم سمیع الدین افغانی

د ګران افغانستان

سميع الدين افغاني

١٥١١٢٠١٤

م ٠ کال

دښکلو منظرو وطن دا زړه د اسيا دی

هر بوټی يې کيميا دی

د ګران افغانستان

******

د سولې د جرګو وطن ميراث مو دبابا دی

هر بوټی يې کيميا دی

د ګران افغانستان

******

د سولې د ورورۍ لاسونه ور کړو يوتر بله

اباد کړو وطن خپله

ننګرهـــاره تر زابله

هرات نه تر کابله

لغمان تر سرې پله

بيا رسو تـر منزله

د سولې د جرګو اوهم غږۍ وطن زما دی

هر بوټی يې کيميا دی

د ګران افغانستان

******

وياړلي تاريخونه کندهار کې لا ژوندي دي

دا وياړ مو دهستي دي

وګړي يې زمـــري دي

با عـــزمه ميړني دی

دښمن د هر پردي دي

ميرويس نيکه لمسي دي

پامير په جګه غاړه مفتخر بام د اسيا دي

هر بوټی يې کيميا دی

د ګران افغانستان

******

هر خوا په هره سيمه دا وطن جنت نشان دی

کندوز کـــه بــدخشان دي

هلمند کـــه ورزګــان دی

پنجشير که نورستان دی

بادغيس دی که بغلان دی

په موږ باندې ډير ګران دی

سيندونه يې ښه ښکاري دغه شين چمن زما دی

هر بوټی يې کيميا دی

د ګران افغانستان

******

د بلخ ام البلاد د زوړ او ځوان دغه وينا ده

دا ملک مو دبابا ده

ميراث  زما او ستا ده

زموږ د زړه دنيا ده

څه ښکلې يې هوا ده

خوږلنه يې فضاده

زموږ د ګران وطن هر يو منظر رڼا رڼا دی

هر بوټی يې کيميا دی

د ګران افغانستان

******

زموږ د هرې سيمې  هيوادوالو دا دوعا ده

کنر کـــه پکتيـــا ده

بادغيس که کاپيسا ده

فارياب که پکتيکا ده

غزني ده کــه فراه ده

پيشرفت يې مدعا ده

يووالی ، ورورګلوي په افغاني احساس بنا دی

  هر بوټی يې کيميا دی

د ګران افغانستان

——————-

سميع الدين افغاني

١٥١١٢٠١٤

م ٠ کال

 

یک پاسخ به “د ګران افغانستان”

  1. admin گفت:

    درود به سمیع جان افغانی ، سروده زیبا و مملو از احساس است. خوشم آمد . موفق باشید . مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما