۲۴ ساعت

12 دسامبر
۱ دیدگاه

تعامل که انزوا؟

( هجدهمین سال نشراتی )
تاریخ نشر : جمعه مؤرخ ۲۱ قوس  (آذر) ۱۴۰۴ خورشیدی – ۱۲  دسامبر ۲۰۲۵ میلادی   ملبورن  استرالیا

تعامل که انزوا؟

 نور محمد غفوری

په نړیوالو اړیکو کې د هېوادونو برخلیک د هغوی د سیاست، چلند او د نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د څرنګوالی له مخې ټاکل کېږی. افغانستان چې د څلورو لسیزو جګړو، سیاسی بې‌ثباتۍ او بهرنیو لاسوهنو له امله ډېر زیانمن شوی، نن په داسې پړاو کې ولاړ دی چې تر هر وخت زیات له انزوا څخه وتلو او له نړۍ سره د فعال تعامل کولو ته اړتیا لری. په داسې حساسو شیبو کې یوازې د کورنیو هڅو پر مټ ثبات، اقتصادی رغونه او د خلکو هوساینه ترلاسه کول ډېر ستونزمن کار دی. د اوږدو جګړو، بندیزونو او بې‌اعتمادیو له تېرو تجربو وروسته، اوس هغه وخت رارسېدلی چې هم افغانی اداره د تعامل لپاره عملی او روښانه ګامونه پورته کړی، او هم بهرنی هېوادونه د انزوا او فشار پر ځای د مثبت، مسئولانه او واقعی تعامل لوری غوره کړی. نړیوال ملاتړ، پرانیستې لارې، متقابل تفاهم او د اعتماد فضا هغه اړتیاوې دی چې کولی شی افغانستان د ثبات، پرمختګ او د خلکو د هوساینې پر لور بوزی.

انزوا د هر هېواد سیاسی، اقتصادی او ټولنیز بنسټونه کمزوری کوی او د پرمختګ لارې یې بندوی. هغه هېواد چې د نړیوال نظام له بهیره ګوښه پاتې شی، د اقتصادی فرصتونو، پانګونې، بشری مرستو، علمی تجربو او ټکنالوژۍ له مهمو سرچینو محرومېږی. دا وضعیت د خلکو پر ورځنی ژوند ژور او منفی اغېز کوی او حاکمیت له سختو داخلی او بهرنیو فشارونو سره مخامخوی.

افغانستان هم په اوسنی وضعیت کې د محدودیتونو، بندیزونو او سیاسی انزوا له کبله له جدی ستونزو سره لاس او ګرېوان دی: اقتصاد کمزوری شوی، بشری وضعیت نازک او د خلکو ژوند له بې‌کارۍ، بې‌وزلۍ او نه‌هیلی ډک دی. دغه شرایط نه یوازې د نظام د ثبات لپاره خطر پېښوی، بلکې د ټول ملت راتلونکی په تیارو کې ننباسی. انزوا په حقیقت کې ستونزې نه حلوی، بلکې لا یې پسې ډېروی او هېواد له نړیوال قافلې وروسته پاتې کوی.

تعامل د هر هېواد لپاره هغه ستره دروازه ده چې له لارې یې اقتصادی فرصتونه رامنځته کېږی، نړیوالې مرستې فعالیږی، د پانګونې لپاره زمینه پراخېږی او د پرمختګ لاره اسانه کېږی. هغه هېواد چې له نړیوالې ټولنې سره پرانیستې او رغنده اړیکې ولری، کولی شی بشری، تخنیکی او اقتصادی ملاتړ جذب کړی، نړیوال باور پیاوړی کړی او د ښوونې، روغتیا، ترانسپورټ او زیربناوو په برخو کې د پام وړ پرمختګونه وکړی.

تعامل نه یوازې د نظام د ثبات لپاره اساسی اړتیا ده، بلکې د خلکو د هوساینې، د اقتصاد د بیا فعالېدو، د کار بازار د پراختیا، د تعلیم او روغتیا د معیاری کېدو او د نړیوالو معیارونو د پلی کېدو لپاره هم محوری اهمیت لری. د تعامل له لارې افغانستان کولی شی د ودې په لوری محکم ګامونه واخلی، خپل نړیوال مقام ټینګ کړی او د مشروعیت، ثبات او پرمختګ پر لور په اعتماد او چټکتیا حرکت وکړی. تعامل په اصل کې د ستونزو د حل، د فرصتونو د پراختیا او د راتلونکی د لارې د روښانه کولو یوازینۍ اغېزمنه لاره ده.

 نن نړۍ داسې سره نښلول شوې چې هېڅ هېواد نشی کولی په یوازې ځان خپلې اقتصادی، امنیتی او ټولنیزې ستونزې حل کړی؛  افغانستان ته هم د بشری مرستو، اقتصادی همکاریو، سیاسی مشروعیت، امنیتی همغږۍ او د نړیوالو تجربو د شریکولو په ګډون د نړۍ ملاتړ خورا اړین دی. خو دا ملاتړ هغه وخت اغېزمن تمامېږی چې د هېواد په دننه کې مثبت، اعتماد جوړونکی او واقعی ګامونه پورته شی او نړیواله ټولنه هم په خپلو تګلارو کې انعطاف وښیی.

اوسمهال دوامداره محدودیتونه، بندیزونه او دیپلوماتیکه واټن نیونه نه یوازې د افغانستان ستونزې نه کموی، بلکې لا یې ژوروی. د بشری وضعیت خرابېدل، اقتصادی رکود او د خلکو د ژوند د شرایطو نازک کېدل د دې فشارونو مستقیمې پایلې دی. له همدې کبله، نړیواله ټولنه باید د افغانستان په اړه یو متوازن، عملی او د حل لارې موندلو پر بنسټ داسې تګلاره خپله کړی چې ورپکې لاندې اصول بنسټیز ځای ولری:

·        پر اقتصادی سکتور غیرضروری قیودات لرې شی، تر څو سوداګری او پانګونه بېرته فعاله شی؛

·        بانکی محدودیتونه لرې یا نرم شی، ترڅو د افغانستان مالی سیستم عادی فعالیت وکړی؛

·        د بشری مرستو لېږدول اسانه، شفاف او غیرسیاسی شی؛

·        د سیاسی تعامل دروازې د خبرو او تفاهم له لارې پرانیستل شی، نه د فشارونو او انزوا له لارې.

نړیواله ټولنه کولی شی د رغنده تعامل په مټ د افغانستان د خلکو ژوند ښه کړی، د سیمې ثبات ته وده ورکړی، د بې‌اعتمادۍ فاصلې کمې کړی او د یو با ثباته راتلونکی لپاره زمینه برابره کړی. په ګډو هڅو، مثبتو ګامونو او واقع‌بینانه تعامل سره افغانستان او نړۍ دواړه ګټه ترلاسه کولای شی.

 افغانستان هم باید د اعتماد جوړونې لپاره ګامونه پورته کړیتعامل یوازې بهرنی اړخ نه لری؛ داخلی اصلاحات یې بنسټ دی. د بشری حقونو رعایت، د تعلیم ملاتړ، د اقتصادی قوانینو معیاری کول او د اداری فساد مخنیوی هغه ګامونه دی چې نړیوال اعتماد زیاتوی او تعامل ته زمینه برابروی. که دواړه خواوې د تفاهم، همکاریو او متقابل احترام لاره غوره کړی، نه یوازې افغانستان باثباته کېږی، بلکې سیمه او نړۍ به هم ترې ګټه واخلی.

 نور محمد غفوری

۱۰ دسامبر ۲۰۲۵

 

28 نوامبر
۱ دیدگاه

نقش منیجر های خوب در رشد و انکشاف

 تاریخ نشر شنبه  هفتم  قوس ۱۳۹۴ – ۲۸ نوامبر ۲۰۱۵ هالند

نقش منیجر های خوب در رشد و انکشاف ملی

نور محمد غفوري – استاد ٔپوهنتون

رشد و انکشاف کشور و بهزیستی قاطبه مردم بدون داشتن کادرهای مجرب و ورزیدهء ملی امر غیر ممکن است. تعلیم و تربیه مهمترین فکتور برای پیشرفت و انکشاف اجتماعی، سیاسی و اقتصادی جامعه محسوب میگردد که هیچ عامل دیگر برای ارتقأ ملت و رفاه اجتماعی از آن پیشی گرفته نمیتواند. اگر کشور دارای وفرت همه منابع و عوامل تولید باشد، اما کادر های ورزیده برای مزج و ترکیب مناسب آن و بکاربرد اقتصادی آن را نداشته باشد، ترقی کشور با مشکلات و موانع جدی مواجه میشود.

ادامه نوشته…

07 نوامبر
۱ دیدگاه

په یووالی کې قوه ده

تاریخ نشر شنبه ۱۶ عقرب ۱۳۹۴ –  هفتم  نوامبر ۲۰۱۵ هالند

پشتو

په یووالی کې قوه ده

نورمحمد غفوري

ژوندی حــــــرکــــت  وکــــړه چــی بـــدلــــه زمـانـــه ده

او پـــاتـه ځـنې نــــه شــې دا روانــــــه قـافــلـــه ده

ادامه نوشته…

26 سپتامبر
بدون دیدگاه

تبریکی های عزیزان

۲۶ سپتامبر ۲۰۱۳ ششمین سالروز سایت ۲۴ ساعت

محترم ویس احمد (حکمت)

محترم ویس احمد (حکمت)

تبریکی های عزیزان

جناب آقای بشیر!

ششمین سالروز تولد سایت زیبا و وزین 24 ساعت بر شما و همه گان مبارک باد. دستاورد های فرهنگی و ادبی تان از طریق سایت زیبای 24 ساعت قابل ستایش است، از بارگاه ایزد منان سرفرازی و موفقیت تان را خواهانم.

با عرض حرمت

ویس احمد حکمت

موسس و مدیرمسوول مجله رفاه نوجوانان

هرات-افغانستان

تشکر حکمت عزیز ، منهم  سالروز 24 ساعت به خودت و دوستان تبریک عرض میکنم. به امید صحت وسلامتی ات

مهدی بشیر

*****

محترم نورمحمد غفوری

محترم نورمحمد غفوری

بعد از تقدیم سلام  و احترام، ششمین سالگرد ویبسایت 24 ساعت را برای تان تبریک گفته، موفقیت های بیشتری را برای تان آرزو مینمایم. صحت و خوشبختی شخص شما آرزوی من است.

خدا نگهدار تان باد

نورمحمد غفوری

****

تشکر جناب غفوری عزیز از پیام زیبا تان . منهم سالروز 24 ساعت را به شما و دوستان تبریک میگویم و موفقیت شما را آرزو میکنم.

با احترام

مهدی بشیر

11 مارس
بدون دیدگاه

تدویر سیمینار

  تاریخ نشر دوشنبه  ۱۱ مارچ  ۲۰۱۳ هالند

نورمحمد غفوری

نورمحمد غفوری

تدویر سیمینار

در بارۀ «نظام انتخاباتی افغانستان و ضرورت تغیر آن»

 نورمحمد غفوری

نظام انتخاباتی رکن اساسی و محوری نظام های دموکراسی بوده که سایر ارزشهای دموکراتیک در کشور به ماحول آن دور میخورد. انتخابات در کشورهای دموکراتیک تعداد کثیری از نخبه گان سیاسی و کتله های وسیع مردم را به تحرک میآورد.

ادامه نوشته…

16 سپتامبر
بدون دیدگاه

د افغانانو ملی حرکت په ولسی جرګه کې!

د نشرنیټه : یکشنبه ۲۶وږی  ۱۳۹۱  ـ  ۱۶ سپتامبر ۲۰۱۲ هالند

نورمحمد غفوری

نورمحمد غفوری

نورمحمد غفوری

د افغانانو ملی حرکت په ولسی جرګه کې!

********

د سنبلې د میاشتې په شلمه نېټه د افغانانو د ملی حرکت (۵۵) تنه استازی پارلمان ته ورغلل او خپلې غوښتنې یې د یوې اعلاميې په ترڅ کې د پارلمان اداری هیئت او ګڼ شمیر وکیلانو ته وړاندې کړی.

د افغانانو د ملی حرکت په استازو کې د هیواد له ګوټ ګوټ څخه د مختلفو سیاسی جبهو، ګوندونو، ټولنیزو سازمانون، قومی شوراګانو استازو، د علومو د اکادمۍ غړو، د پوهنتونو استادانو،  مخورو سپین ږیرو او د مدنی ټولنې غړو ګډون درلود. د پارلمان د کنفرانسونو په ستر تالار کې د افغانانو د ملی حرکت استازو ته د ولسی جرګې د غړو په استازیتوب د کندهار وکیل ښاغلی محمد نعیم لالی حمید زئی په داسې حال کې ښه راغلاست وویل چې د ولسی جرګې لمړی مرستیال ښاغلی حاجی عبدالظاهرقدیر، د ولسی جرګې د اداری هیئت نورو غړو او د مختلفو ولایتونو ګڼ شمیر وکیلانو حضور لاره.

ادامه نوشته…

14 سپتامبر
بدون دیدگاه

حرکت ملی

تاریخ نشر جمعه ۲۴سنبله  ۱۳۹۱  – ۱۴ سپتامبر ۲۰۱۲ هالند

نور محمد غفوری

نورمحمد غفوری

نورمحمد غفوری

حرکت ملی

*****

درین اواخر در بین نمایندگان جبهات متشکله از نهاد ها، احزاب سیاسی، سازمانهای مدنی، شوراهای قومی و شخصیت های بانفوذ و مستقل ملی برای ایجاد حرکت ملی نشست های براه افتیده اند.

در این سلسله بتاریخ شانزدهم سنبله سال ۱۳۹۱ که مصادف با ششم سپتمبر سال ۲۰۱۲ میلادی میباشد، نشستی تحت ریاست شخصیت دانشمند ملی جناب عتیق الله امر خیل ساعت سه بعد از ظهر ، در خوشحال خان مینه شهر کابل دایر گردید.

ادامه نوشته…

01 سپتامبر
بدون دیدگاه

د زړه احساس

د نشرنیټه : شنبه ۱۱وږی ۱۳۹۱  ـ  ۱ سپتامبر ۲۰۱۲ هالند

  نورمحمد غفوری

۴ – ۱۱ – ۱۹۹۵

ماربورگ – جرمنی

نورمحمد غفوری

نورمحمد غفوری

د زړه احساس

*******

د هجـــران سـخـتـې شـــیبـې نګار مې نـشته

د وخـــتـونـــو ازمـویـلی یــار مې نـشـتـه

د عـــیشـو پـــه نـېشـو مـسـت کـله ویښیږی؟

د رنـځـو نـېـشـه یــاران د بـار مې نـشـته

ادامه نوشته…

21 آگوست
بدون دیدگاه

ویـــــر

دنشر نیټه : ۲۱ آگست ۲۰۱۲ میلادی هالند

ویـــــر

نورمحمد غفوری

نورمحمد غفوری

نورمحمد غفوری

په وطن کې یې جوړ کړی لوی غوبل دی

واک زموږ له واک وتلی، واک د بل دی!

د خزان سیلۍ بې رحمه ژوبلول کا

ريژوی یې هر ګلاب او که سنبل دی

ادامه نوشته…

17 آگوست
بدون دیدگاه

فلک ته

دنشر نیټه : ۱۷ آگست ۲۰۱۲ میلادی هالند

فلک ته

******

نورمحمد غفوری

نورمحمد غفوری

نورمحمد غفوری

نن د بیا شوندې زما په وینو سرې کړې

اې فلکه ته په ما دا څه کانې کړې؟

که زما د تودې وینې سرخي نه وي

رنګینه به د په څه شی اننګې کړې؟

ادامه نوشته…