پسرلی هــغـه ! چـې غـوریاځـه وکړي ګلونه !
تاریخ نشر: چهار شنبه اول حمل ( فروردین) 1403 خورشیدی – 20 مارس ۲۰۲۴ میلادی – ملبورن – استرالیا
پسرلی هــغـه ! چـې غـوریاځـه وکړي ګلونه !
د ظـفـر خـان اهتمام لیکه
پسرلی د نوروز له ورځې څخه پیل کیږي د لرغوني دود له مخې د لمریزلیږد یزکال لومړۍ ورځ ته د نوروز ورځ وایي د پخوانیو اثارو « اوستا او پهلوي » له مخې په لرغونو زمانو کې یو کال دوه فصله ؤ یانې ( ۷ ) میاشتې اوړی او ( ۵ ) میاشتې ژمی ؤ چې د هر فصل په پیل کې جشن نیول کیده چې دواړه جشنونه د نوي کال پیل یا نوروز ګڼل کیدل. مګر د نوی کال پیل د پسرلي د لومړۍ ورځې څخه په پینځمه هـ ، ق پیـړۍ کې شروع شوی دی او د نوروز میله د نوی کال په لومړی ورځ د سلطان جلال شاه سلجوقي له وخت څخه په ( ۴۶۷ هـ ، ق ) کال کې رواج شوی ده او د کال د څلور ګونو فصلونو ویش د اسلام د سپیڅلي دین د ظهور په پیړیو کې منځ ته راغلی دې له دې کبله، چې د نوروزد جشن پیدایښت د حضرت علی کرام الله وجهه د رسمی خلافت له دوران سره سمون خوري نو ځکه په مذهبي بڼه په په شیه مسلمانانو کې په پرتمینو مراسمو نمانځل کیږي ، او زمونږ د ګران هیواد په هره سیمه کې هم د سیمه ایز دودسره سم لمانځل کیږي ماشومان،ځینې سپـین سرې ښځې اونوروکسان خوحتا دهر کال د نوروزدبیل په شپه د« بي بي نوروزي اوبابای نوروزي» مِجازي رول اوکړه د پام وړبولي او داسې انګیري لکه د کوچنیانو لپاره په دې تخیلي مـثـنـوي کــې:
بي بي نوروزۍ او بابا نوروزی
د بــي بـــي نـــوروزۍ داســې حــکــایـــت ده
ولــــســـونـــو کـــې راپـــــاتــــې روایـــت ده
کــمــپــیــرک پــه اخــره شــپــه د زاړه کــال
د نــــوروزد راتــلـو وي ورســــره خـــیــــال
دا نـــوروز لـکــه ښـایــســتـه او ښکلی ځوان
رســـوي داسې څـېــره کـې دی خــپــل ځــان
چــې خـبـره ئــې لـه راتـلـو شـي کـمـپـیــرک
ځـان سـیـنـګـار کـړي لـکـه نـــاوې بـېـدرک
بــیــا د نــاز پـه ټـال کـې کـېني او ځنګېږي
د نــوروز لــیــدو،راتــلــو تــه هــوســېــږي
زمــزمـه کـــوي لـــه ځـــان ســـره یــوڅــه
لانــدې وي جــاري ویــالــه ســـتـره اوبــه
لــه ډېـــر خــــونــد د شـرهـــاري او ټـالــۍ
څـو شــېبې ئـــې دلــتـه یــوســي پــــرېښانۍ
د ســــپـرلـي وږمـه خـوره نـسـیـم چـلېــږي
دا شـېـبـه کـې ځي نـوروز ورنه تـېــرېـږي
د دې حــــــال چـې پـه لـیـدو شـي بـلــبـلان
پـه خـوږو نغمــو ئــې کـړي پـه سـر فـغـان
پــه نــغمو کـې ورته وائــــي دغــــه شـــان
نــوروز تـېــر شـو ورسـره ځـولــۍ ګــلان
چې خــبره نـوروزۍ شــي دې حــال باندې
لــــه هـــیبتــه شي ګــــــذار له ټــاله لانـــدې
کـــه راولــوېــږي اوبــــو کــې دا مــحـــال
بـــارانــي و بــرکــــتــي بـــه وي دا کــــال
نـــــوروزۍ بــي بــي که وچه کې ګُـذار شي
وچــکـالي او قـحــطـي نا ســم روزګـار شي
چـــــې خــیــالـي څـېــرې کــوي د خیال بیان
لرغـونـتـیـا کـې ئـــې ارزښــت ده نــمــایــان
پــه نــازک بـــاب ده نــازکــه خـیـال څـرګـند
“اهــتـــمــام” ته ترې راځي د نــوروز خونـد
پدې ورځ هر څوک ماهي ، سبزی چلو ، سا به ، سمنک ، اووه ډوله میوې او نورخوراکي توکي ( څیزونه )دملی دود اودنوي کال دښه شګون په خاطر تیاروي نه کوم بیګانه اوغېرې مذهیي تقلید اوبدعت په خاطر ،ملي لوبې کوي ،په ملي يا سيمه ائزجشن کې خپل څاروی نندارې او جنګولو ته بيا يي او دې جشنو ته ښکلا ورکوي د هیواد په ختیځو سیمو کې هم دا میلې ځانګړي ډولونه لري چی یوه یي د کوچنیانو او تنکـیو ځوانانو میله ده . دې میلې ته « نوروز یا نور زعلي » وایي دا میله د څو ډوله ونو او ګلانو د پاڼو د غوټیـو په لید لو سره پیل کیږي په دې ګرمو سیمو کې ځینې میوه دارې ونې او ګلان ژر او ځینې بیا ډیر وروسته غوټۍ کوي د دې له پاره چې میله او بنډار په سهی او ټاکلي وخت کې ونیول شي د څومهمو ونو او ګلانو د پاڼود غوټيو لکه ( اينځر- الوچې ـ توت ـ ګلاب او رابیـل ) په لید لو سره کوچني او زلمیان خپله میله پیل کوي او که داسې ونه کړي نو په ونو کې ړوفتۍ (غرنۍ ونه ) او په بوټو کې نېستي ګلی تر نوروبوټـو ژرغوټۍ او ګل کوي خو د پښتو متل ورته ویلي چې « په یوه ګل نه پسرلی کیږي » او په نېستي ګلی هم داسې غږ کوی :
ای نــیــــســـتـــــــي ګـــلــــه ! درواغـــجـــــــنــــه
پسرلی هغـه ! چی غــــوریـاځه وکــړي ګــلونـــه
نېستي ګلی یو تریخ وا ښه ده چې نرۍ پره ـ پره پاڼې او ژیړ چکه ګل لري د پټـیوپه پولو ،څنډواوساراوو حوت کې را شین کیږي او تر هر بوټي ژر ګل کوي دا چې پدې وخت کې دژمي پای وي غریبو خلکو د تیرژمي توښه خلاصه کړي وي نو شا ید پدې سبب خلک دا ګل ، نېستي ګلی ګڼي، په نورو سیمواوژبو کې په لاندې نوموهم یادېږي: ګل بویه ،علف شیر،کاسنیج ،قاصدک،قب قانک اوبنګ دیوانه ، علمي نوم یې Taraxacum دی په انګریزۍ کې ورتهDandelions وایي .په فارسي ژبه یې قاصدک بولي، زیړګلی ،زیړی ګل ، زیړکی ، زیړ ګلک ،شیدو پۍ ، ترخه شودو پۍ ،شیدوګل ،پیشوګل ، چارګل ، بغبغنی ، خټکی ګل ،بوړبوړکی ګلی، ډینډی ګل ، مالوچي ګل ، دپیریانو ځاله ، ګنجی ګل زیری،دخروپسکۍ ،لڼه پنچا ،ترخه تریجه ،تریځه،کنډوله ګل ، کاکو ګل ،خرغوله ،نيم طلاق،زخچه ،د سپي ګل،ګولک او خارکی . ددغه ګل بوټی دډېرو ناروغیواوسرطان لپاره ګټوردی (یادویب پاڼې څخه)۔
داصلي خبرې دوام- په هر صورت ، میله او جشن داسې وي چې د کلی زلمیان او کوچنیان سره را ټولیږي او د نوموړو ، ونو او ګلانو څخه د هر یو د غوټیـو څو څانګې ګیډ ۍ کوي او له ځان سره یې د هر کور دروازې ته په ډله وړي هرې کورنۍ ته د نوروز مبارکي وایي او پدې ترڅ کې د میلې له پاره د خوړو خام مواد هم را ټولوي او په ګډه سره د کور په دروازه کې پدې ولسی نظم دُعا او غوښتنه کوي :
ښـــــې میـــرمنــــې ښــــې
تــــــــه را واچــــوه دانـــې
چـــې یـــې وګـــورو مــزې
دا خـــوږې دی کــه تــرخــې
خــــــــدای بـــــه داســـــې
زوی کـــــــی درکــــــــــي
چې په کوچـو یې غــوَړوې
د پــلار مـخـې ته یې لــیږې .
پدې وخت کې د کور مشره میرمن دغوټیو څانګې ترې اخلي مچ او بویوي یې له کورُ نه غوړي ، وریځی اوړه یا نور خوراکی شیان راخلی او د څانګو له ګیډۍ سره یې یو ځای هلکانو ته ورکوي پدې توګه ديوکلي ټولو کورونو ته ځي دکلیوالوتر منځ مینه سپېڅلتيا او صميميت دکال په دې لومړي پيل کې لا ټیـنګيـږي. هلکان دغه راټول شوی خام مواد ، د کلی په دیره یا د کومې کونډې ښځې په کور کې په ګډ ه سره پخوي ، د خپلو کورونو څخه دیګی ، لوښي اوڅمڅۍ راوړي ، تنورونه اچوي او دیګونه با روي چې خواړه پاخه شول ، کوچنیان او زلمیان دغې میلمستیاته د کلی ځینو نارینه او ښځینه کسانو ته هم دعوت او بلنه ورکوي او خپله د ډیرې خوښۍ او مینې په ولولوکې میلمه پالنه کوي او خواړه په ګـډه خوري . د غرمنۍ له خوړلو څخه وروسته نجنې او هلکان له داریا او ټمبل سره سندرې اودوړوکېسۍ وایي او د خوښۍ شیبې لاپسې رنګینې کوي ،بیا ځوانان او غـټان ډاګونو او شنو دښتو ته ورځي او د خوسي ، تیږې اچولو،موڅې،دسرې یا تودې تیږې ،آډ ک ، خیزونو ( پدې ټولو لوبو کې همزولي وړونکي هلکان بايلونکوته ور په شا کیږي اوتر ټاکلی فاتې يې وړي ) چې دا کړه پخپله د جسماني ودې سبب ګرځي اوهم د والیبال لوبی د ژمي له تیریدو څخه وروسته د لومړی ځل له پاره د سیالۍ په ډول پرانیزي او بیا دغه لوبې هره ورځ جاري وي ، همدارنګه د نوروز د ورځې څخه وروسته د سیمو اکثرآ خلک تر څلویښتو ورځو پورې هره پنجشنبه د زيارتونو په میلو کې برخه اخلي ، په زیارتونو کي لنګرې خيراتونه ، مېلې او د ساز او ټنګ – ټکور پروګرامونه وي له نورو ولایا تو هم دې میلوته خلک راځي . د جمعی په ورځود مهترلام بابا اوبي بي صيب په زيارت کې د ښځو د میلې او زیارت ځانګړې ورځ وی پدې موسم اوګرمه سیمه کې چې د ښتې په رنګا رنګ طبعی ګلانو ښایسته وي په رودونو کې رڼې اوبه بهیـږي فضأ او باغونه د بیلا بیلو مرغانو زوږ نیولې وي د هر چا زړه په وجّد او مستۍ راولي او دژوند له شیبو څخه خوند اخلي لکه په دې شعري انځورکـې :
پسرلی په نندارو کې رنګین شوی هره خــــوا ده
خوښي او خوشالي نه لور په لوري تـماشــــــا ده
وږمې دې سبــائـي ئې اوروي د ژونــــد ربـــــاب
ښایست او خــوشالي ترې څرګندیږي بې حـــساب
دښتې دي که غـرونه شــین شــــال ئې کړ په سر
غاټول او غوریـــاځه ښکــــاریږي لـــــر او بـــر
وږمې په سبـــائــــي کې چــلـــیـږي پــه هـنــــــر
هـــر څـه رامالــومیــږي بــل شـــانــته په نــــظر
زړه وړونکې تماشې دي ښا ئېسته غـر او سارا ده
پسرلی پـه نـندارو کې رنګین شوې هره خوا ده
څــپې شیندي د عطرو سـم او غـــر لــــکه سېلاب
ښائېــست او خوشالي ترې څــرګند یږي بې حساب
زاڼـو او هېلیو جوړ هـــوا کې کــتارونــــه کړل
پورته توتـــکیو په نغمـــو کې آوازونه کــــــړل
زرکو او سېسو پاس په غره کـــې آوازونه کړل
وائي د سپرلي نغمې مست ئې ځکه زړونه کړل
په زوږ کې پېچېد لې دا د شنه آسمان فضـــــا ده
پسرلی په نندارو کې رنګین شـوې هره خـوا ده
ګـډاوې په شنېلیو بـوراګـان کـړي پــه شتـــــاب
ښائېست او خوشالي ترې څرګندیږي بې حساب
مـســتي کــوي سیـندونه ، رود ونه ســپین روان
رســۍ دې لـمر وړانګــې د ګــلو غــېږ ته ځان
غـوټـۍ لـه هـوسـونـو راڅـیـرې کـړ ګــرېــوان
پر دې ئې څیرې کړي خندا کوي ګــــــــــــلان
شبنـم باندې تازه چـــــلېږي څومره ښه هوا ده
پسرلی په نندارو کې رنګین شوې هره خوا ده
صفت ئې ” اهتــمـــام ” کولی نه شي له هر باب
ښائېست او خوشالي ترې څرګندیږي بې حـساب
اګرچې تیرو جګړو د دې میلو خوند کم کړی ؤ هیله ده چې د سولې او آمن په راتلو سره به نوی سپرلی نور هم رنګین او له خوښیو ډک شــــــــــــــــــي په همدې هیله ورته داسې ښه راغلاست اوهرکلی وایو:
ای ښـــــکلیه سپـــرلیه ! له غــنچـــو سره راځــــــه
دمــیـنــې ویـجــاړ کــلـي تـه وږمــو ســره راځــ¬ـــه
د بـــــزم بـــازار تود کـــړه لــکه رزم دلــته تـــــل
سېل جـوړ کــړه د بـــلـبــلـــو لــه نغمو سره راځه
په ښکلود باګرام هــم ګـــذر ژر و کړه د سولـــې
څـــپـــې د امـــن شیـــنده خــوشالو سره راځـــــه
د مینې د حــرّم تلوسې ســوزي شـــادمـــان دیـــو
وږمه بـاغ د حـــرم کړه ښاپـــېرو ســره راځــــه
دې وهــم په تــالو کې چې ســندرې ناڅي اوس
د کوډو،بیم لـمبه کړه خــوځــېــدو ســره راځــه
زمان په مخ راکړي تــل څــپـېـړې دخــنــجـــر
د مینــې له منـــترشــړق د کمـــڅو سره راځــه
په او ښـــکو د شبنم و کړه د زړونو ” اهتمام “
چې و ویــنځي کینـې له پا کو زړو سره راځـــه
موږخو به نېستي ګليزي غواګانو ته ورکول چې شیدې یې ډېرولې،خو اوس غذا اوډېره ښه دوا دواړه ترې جوړېږي او ډېری ښې صحي اوطبي ګټې لري
نوټ:موږبایدخپل کولتور او راپاتې دود،دستورچېله مذهب سره هم ټکر کې نه وي هېر نه کړو! په درنښت