۲۴ ساعت

14 آگوست
۱ دیدگاه

د پوهنې په چارو کې مرسته

تاریخ نشر  یکشنبه   ۲۴  اسد ۱۳۹۵ – ۱۴  آگست  ۲۰۱۶ – هالند

د پوهنې په چارو کې مرسته د هیواد د پرمختګ اصلی محور دی

شیرمحمدامیني «ستانکزی»

لوګرولایت د علم په ډګرکې یوځلانده ولایت دی چې ځایي اوسیدونکو او سیمه ئیزو سوداګرو ورته ځانګړې پام اړولې دی. تیرکال په لوګرولایت کې ولسي وګړو پرزیاته اندازه خپلې شخصي ځمکې دښوونځیو د ودانولولپاره وقف کړې چې دغه لړۍ سږکال هم دوام لري.

ادامه نوشته…

17 ژانویه
۱ دیدگاه

په لوګرکې د۳۷۵۶ تنوزده کوونکو څخه

تاریخ نشر یکشنبه ۲۷ جدی  ۱۳۹۴ – ۱۷ جنوری  ۲۰۱۶ هالند

په لوګرکې د۳۷۵۶ تنوزده کوونکوڅخه دکانکورآزموینه واخیستل شوه

شیرمحمد«امیني» (ستانکزی)

په لوګرکې د ۳۷۵۶ داوطلبو زده کوونکوڅخه د کانکور ازموینه دلوګرپه عالي محمدي دارالعلوم کې   دمرغومې په ۲۶ مه او ۲۷ مه واخیستل شوه.

ادامه نوشته…

11 ژانویه
۱ دیدگاه

دکرکټ دبریا جشن

تاریخ نشر دوشنبه ۲۱ جدی  ۱۳۹۴ – ۱۱ جنوری  ۲۰۱۶ هالند

دلوګر سلګونو تنو اوسیدونکو دکرکټ دبریا جشن ولمانځل

شیرمحمد امیني ( ستانکزی )

دافغانستان دکرکټ ملي لوبډلې د زیمبابوی هیواد پروړاندې؛ چې د شارجې په ښار کې د۵۰ آوریزواو ۲۰ آوریزو سیالیوپه ګټلوسره دبریالیتوب جام ترلاسه کړل، نن دپل علم ښاراوسیدونکودغه ستربریالیتوب دسپورټ په ډګرکې په آټنونواوخوښیو ولمانځل.

ادامه نوشته…

29 دسامبر
۱ دیدگاه

ژورنالیستان باید د وینې تویولو پرځای

تاریخ نشر سه شنبه  هشتمم  جدی  ۱۳۹۴ – ۲۹ دسامبر ۲۰۱۵ هالند

ژورنالیستان باید د وینې تویولو پرځای د خولې تویولو خبر په لیډ کې راولي

خبریال: شیرمحمد (امیني) «ستانکزی»

دغه ټکی؛ لوګروالي دپل علم په ښارکې د ناورتعلیمي پروګرام دپیل پرمهال وکړه. دناورښوونیز پروګرام دپیلیدو په غونډه کې، چې دمرغومې په اومه جوړه شوی وه، د لوګر والي سربیره؛ د ناور تعلیمي پروګرام مسؤل ، د اطلاعاتواوکلتور رئیس محمدشفیق پوپلاو ګڼ شمیرځوانانو ګډون کړيؤ.

ادامه نوشته…

17 دسامبر
۱ دیدگاه

د۱۵۱۱۶۲۰ افغانیو په لګښت؛ دلوګر په

تاریخ نشر پنجشنبه  ۲۶ قږس ۱۳۹۴ – ۱۷ دسامبر ۲۰۱۵ هالند

د۱۵۱۱۶۲۰ افغانیو په لګښت؛ دلوګرپه ولایت کې

دیوټولنیزمرکز دپروژې کاربشپړاوګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دپل علم اړوند دالیاس خان بابا په سیمه کې، دکلیواوپراخیتا وزارت دملي پیوستون پروګرام لخوا دیوټولنیز مرکز ترجوړیدو وروسته نن دلیندۍ په ۲۶ مه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

ادامه نوشته…

10 دسامبر
۱ دیدگاه

په لوګرکې سږکال نږدې دوه نیم زره

تاریخ نشر پنجشنبه   ۱۹  قوس ۱۳۹۴ –  دهم   دسامبر ۲۰۱۵ هالند

په لوګرکې سږکال نږدې دوه نیم زره زده کوونکي

د دولسم ټولګیوڅخه فارغ شول

شیرمحمد  (( امیني )) «ستانکزی

سږکال دلوګرولایت دمرکزپه ګډون دولسوالیو په کچه د ۷۰ لېسوڅخه  نږدې  دوه نیم زره، زده کوونکي  ددولسم ټولګیوڅخه فارغ شول. دپوهنې ریاست په خبرپاڼه کې  ویل شويدي، چې دغه زده کوونکي د دولسوکلونو د زده کړو له بشپړولو وروسته فارغ شول، چې شمیريې نږدې دونیم زرو ته رسیږي .خبرپاڼه زیاتوي؛چې له دې ډلې څخه ۳۹۶ تنه يې نجونې دي. 

ادامه نوشته…

09 دسامبر
۲دیدگاه

لوګر کې څه باندې ۹۰ پراختیا یې پروژې

تاریخ نشر چهار شنبه   ۱۸  قوس ۱۳۹۴ –  نهم   دسامبر ۲۰۱۵ هالند

لوګر کې څه باندې ۹۰ پراختیا یې پروژې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې

په لوګرولایت کې دکلیواوپراختیا وزارت دملي پیوستون ۹۴ پراختیايي پروژې دلیندي په ۱۷ مه بشپرې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. ددغوپروژو دپرانیستوپه موخه دولایت په مقام کې غونډه جوړه شوې  وه، چې لوګر والي ، دکلیواو پراختیا وزیر ، د چاپیریال ساتني دملي ادراي مرستیال ، د مشرانو جرګي دوهم مرستیال ډ، د ولایتي شورا رئیس او غړو يې؛ سربیره دولایت د ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو هم ګډون کړی ؤ.

ادامه نوشته…

07 دسامبر
۱ دیدگاه

یوتن ماشوم؛ دتښتونکوله منګلوڅخه خلاص

تاریخ نشر دوشنبه   ۱۶  قوس ۱۳۹۴ – هفتم  دسامبر ۲۰۱۵ هالند

یوتن ماشوم؛ دتښتونکوله منګلوڅخه خلاص شو

شیرمحمدامینی ((ستانکزی))

په لوګرولایت یوتن تښتونکی ماشوم، چې عمر يې ۱۴ کالوپه شاوخوا کې دی،  دتښتونکوله منګلوڅخه خلاص اوخپلې کورنۍ ته تسلیم شو.  دغه ماشوم رحیم الله دعبدالحکیم زوی او دبلخ ولایت اوسیدونکی ده، چې دامهال دکابل دبګرامیو ولسوالۍ کې میشته او هلته   دامام ابوحنیفه په مدرسه کې دیني زدکړي کوي.

ادامه نوشته…

29 نوامبر
۱ دیدگاه

دنومیالي اواتلانوپه ویرکې

تاریخ نشر یکشنبه  هشتم  قوس ۱۳۹۴ – ۲۹ نوامبر ۲۰۱۵ هالند

دنومیالي اواتلانوپه ویرکې

شیرمحمد امیني((ستانکزی))

له نن څخه یولس کاله مخکې دهیوادسترعالم، سیاست پوه، ادیب اوڅیړونکی ژبپوه علامه پوهاندعبدالشکوررشاد ددې فانی نړۍ څخه د ابدي په خوب بیده شو.  روح یې آسمان ته والوت اوژوندیې پاتی خلکوته وسپارل.

ادامه نوشته…

25 نوامبر
۱ دیدگاه

د زده کړو مخنيوى د ناپوهۍ د دروازو

تاریخ نشر چهار شنبه جهارم  قوس ۱۳۹۴ – ۲۵ نوامبر ۲۰۱۵ هالند

د زده کړو مخنيوى د ناپوهۍ د دروازو پرانيستل دي

شیرمحمد ((امیني)) ستانکزی

د علم زده کړه پر نارينه او ښځينه دواړو فرض ده. همدا زده کړه او پوهه ده، چې انسانان د جهالت او ناپوهۍ له تورو تيارو څخه ژغوري او د پرمختګ پر لورې بيايي.

ادامه نوشته…