۲۴ ساعت

14 دسامبر
۱ دیدگاه

ملی مرکه او انتقالی عدالت: مفهومی، حقوقی او عملی اړیکې

( هجدهمین سال نشراتی )
تاریخ نشر : یکشنبه مؤرخ ۲۳ قوس  (آذر) ۱۴۰۴ خورشیدی – ۱۴  دسامبر ۲۰۲۵ میلادی   ملبورن  استرالیا

ملی مرکه او انتقالی عدالت:

مفهومی، حقوقی او عملی اړیکې

نور محمد غفوری

لنډیز  

د روان ۲۰۲۵م کال د دسمبر د میاشتې په شپږمه نېټه د آلمان د فرانکفورت په ښار کې د (ملی مرکې یا ګفتمان ملی) تر نامه لاندې د افغانی سیاستوالو او ټولنیزو فعالینو یوه درنه غونډه جوړه شوه. په دې لیکنه کې غواړم د همدې موضوع په اړوند خپل نظر په لنډ دول څرګند کړم او ووایم چې د ملی مرکې بریا او دلچسپی به په دې کې وی چې د هغو په بهیر کې د (انتقالی عدالت) موضوع هم موازی مطرح شی. ملی مرکه او انتقالی عدالت د جګړه ځپلو او کړکېچ لرونکو ټولنو په بیارغونه کې دوه مکمِل، خو متفاوت بهیرونه دی. ملی مرکه د سیاسی مذاکرو، مشارکت او سیاسی جوړجاړی له لارې د سوله‌ییز قدرت وېش رامنځته کوی، او انتقالی عدالت د بشری حقونو د سرغړونو څېړلو، د قربانیانو د حقونو اعادې او د معافیت د مخنیوی لړۍ مدیریت کوی. دا مقاله د دغو دواړو بهیرونو مفهوم، هدفونه، اصول او د یو بل سره اړیکې په تحلیلی او علمی بڼه ارزوی او څرګندوی چې د تلپاتې سولې لپاره د ملی مرکې سیاسی نقشه او د انتقالی عدالت حقوقی-اخلاقی بنسټ دواړه اړین دی.

۱. سریزه

هغه هېوادونه چې اوږدمهاله جګړه، سیاسی بې‌ثباتی او بشری سرغړونې یې تېرې کړې وی، د سولې د ټینګښت لپاره دوه بنسټیز خورا مهم بهیرونه لټوی:

  • د سیاسی ډلو ترمنځ ملی مرکه، او
  • د عدالت او حساب ورکونې د تأمین له‌پاره انتقالی عدالت.

که څه هم دا دواړه په ظاهره بېلابېل بهیرونه او پړاوونه دی، خو په عمل کې یو او بل تکمیلوی: ملی مرکه سیاسی تفاهم رامنځته کوی، او انتقالی عدالت د سولې اخلاقی، حقوقی او ټولنیز بنسټ پیاوړی کوی.

په دې ځای کې د دې دوو پروسو اړیکې، ګډې موخې او مهم توپیرونه په علمی بڼه څېړل کیږی.

۲. د ملی مرکې مفهوم او موخې

۲.۱ د ملی مرکې تعریف

ملی مرکه د هېوادوالو ترمنځ هغه ټول‌شموله، متداول، رسمی او منسجم مذاکراتی بهیر دی چې د هېواد د سیاسی ژوند د مهمو او اغېزمنو ګډونوالو ترمنځ د سولې، ثبات، او ګډ سیاسی جوړجاړی د رامنځته کولو لپاره ترسره کېږی. په دې بهیر کې نه یوازې حکومت او سیاسی ډلې شاملې وی، بلکې قومی مشران، مدنی ټولنې، دینی عالمان، ښځې، ځوانان او حتی وسله‌وال مخالفین هم برخه اخیستلای شی؛ څو د اوږدمهالو شخړو د حل لپاره یو ګډ سیاسی تفاهم ته ورسېږی. ملی مرکه د دې فرصت برابروی چې بېلابېلې سیاسی او ټولنیزې خواوې خپلې اندېښنې، غوښتنې او نظریات په یو رسمی چوکاټ کې تبادله کړی، متقابل اعتماد جوړ کړی، د سیاسی قدرت او ملی عاید د عادلانه وېش په اړه هوکړې ته ورسېږی، او د داسې نظام بنسټ کېږدی چې هم مشروعیت ولری او هم د خلکو ملاتړ ورسره وی. په لنډ ډول، ملی مرکه د سولې او سیاسی مشارکت هغه ستر بهیر دی چې د ملت د یووالی، سیاسی ثبات او راتلونکی ګډ نظم لپاره اساسی بنسټ برابروی.

 ۲.۲ د ملی مرکې موخې

کله چې موږ د ملی مرکې په اړه خبرې کوو، په نظر کې لرو چې یوازې د کومو کوچنیو محلی نه، بلکې د لویو ملی ستونځو د حل له پاه فعالیت کوو. د ملی مرکې غوره موخې په لاندې ډول یادولای شو:

۱) د جګړې یا کړکېچ پای ته رسول

ملی مرکه هڅه کوی چې د جګړې یا کړکیچ د حل له پاره د هغو ټول اصلی او ثانوی لاملونه د خبرو له لارې حل کړی او د تاوتریخوالی علتونه په دوامدار ډول پای ته ورسوی. دا د سوله‌ییزو میکانیزمونو د پیاوړتیا، د متقابل اعتماد د پیدایښت او ټینګار او د دښمنۍ د کمولو لپاره بنسټیز ګام دی.

۲) د قدرت نوې وېش او د ګډ حکومت جوړول

ملی مرکه د سیاسی واک د انحصار د له منځه وړلو او د ټولو مهمو سیاسی او ټولنیزو لوریو ترمنځ د قدرت د عادلانه وېش لپاره مناسب او د ټولو خواوو له پاره منلی چوکاټ رامنځته کوی. د دې پایله معمولاً یو ګډ، مشارکتی او د ټولو لپاره د منلو وړ حکومت وی.

۳) د سیاسی مشارکت پراخوالی

د ملی مرکې موخه دا ده چې د ټولنې بېلابېل قشرونه – ښځې، ځوانان، قومی او مذهبی اقلیتونه، مدنی ټولنې، او حتا د جګړې اړخونه – په سیاسی تصمیم‌ګیرۍ کې ګډون ولری. دا پراخ شمولیت د نظام د مشروعیت او دوام لپاره مهم دی.

۴) د مشروع او ټول‌شموله نظام رامنځته کول

ملی مرکه هڅه کوی چې د قانون پر بنسټ یو پراخ ملاتړ لرونکی نظام جوړ شی؛ داسې نظام چې ټول لوری ور پکې ځانونه شریک ، خوندی او د عزت او حرمت وړ احساس کړی. د ټول‌شمولیت اصل د اوږدمهاله ثبات لپاره ضروری دی.

۵) د ملی عوایدو عادلانه وېش او اقتصادی عدالت ټینګول

څرنګه چې اقتصادی بې‌عدالتی او د شتمنیو نابرابر وېش د جګړې او بې‌باورۍ یو مهم لامل دی؛ ملی مرکه باید د ملی عوایدو د شفاف، متوازن او عادلانه وېش اصل په خپلو موخو کې شامل کړی. دا د ټولو سیمو، قومونو او ټولنیزو قشرونو د اقتصادی حقونو خوندی کول دی چې د مشروع نظام، ټولنیز ثبات او عدالت لپاره حیاتی ارزښت لری.

۶) د اعتماد جوړونې اقدامات

په جګړه ځپلو ټولنو کې د باور کچه ډېره ټیټه وی. ملی مرکه د اوربند، د بندیانو ازادۍ، د خلکو د خوندیتوب تضمین، ګډې ژمنې او نورو ورته اقداماتو له لارې د باور فضا رامنځته کوی؛ چې د سیاسی جوړجاړی د دوام لپاره بنسټیز شرط دی. زموږ په هېواد کې هم د ټولنیزو باورونو د جوړولو له پاره ورته اقداماتو ته اړتیا ده. 

۲.۳ د ملی مرکې ځانګړنې

 ۱) رسمیت

طبیعی ده چې د ملی مرکې د جنبش د را پنځولو او غښتلتیا له پاره ډیرو محلی، کوچنیو او لویو غونډو او د ملت د مختلفو کړیو ترمنځ ناستو او د نظرونو تبادلې ته اړتیا شته تر څو په ملت کې د ملی مرکې د جوړولو روحیه غښتلې شی.  ملی مرکه یو غیر رسمی بحث نه دی، بلکې یو رسمی او دولتی- سیاسی چوکاټ لری. دا بهیر معمولاً د دولت، مهمو سیاسی ځواکونو او نړیوالو تضمین کوونکو له خوا رسمًا پېژندل کېږی، چې له امله یې پرېکړې د تطبیق وړ او د سیاسی وزن لرونکی وی.

۲) د سیاسی استازو حضور

په ملی مرکه کې د ټولنې د بېلابېلو اړخونو سیاسی، قومی، مدنی او وسله‌وال استازی ګډون کوی. د دوی شتون د دې ضمانت ورکوی چې د هېواد مهم ځواکونه په مستقیم ډول د خبرو برخه شی او د دوی غوښتنې، اندېښنې او وړاندیزونه د مذاکراتو په مېز کې مطرح شی.

۳) د اجماع جوړونې پروسه

ملی مرکه یوازې د دوو مقابل لوریو ترمنځ ساده خبرې نه دی؛ بلکې یوه داسې پروسه ده چې هدف یې د هېواد د مهمو سیاسی او ټولنیزو لوریو ترمنځ پراخ اتفاق رامنځته کول دی. اجماع جوړونه د شخړې د حل لپاره د ګډو اصولو، ګډو ژمنو او د منلو وړ حل‌لارو په پیدا کولو تمرکز کوی.

۴) لنډمهاله، نتیجه‌محوره او حقوقی پایله لرونکې

که څه هم ملی مرکه خپله دایمی نهاد نه دی، خو د وخت له مخې محدود، د هدف له مخې مشخص او د پایلو له مخې حقوقی وزن لری. د ملی مرکې وروستۍ پرېکړې عموماً په لیکلی تړون، سیاسی نقشه یا حقوقی سند بدلېږی چې د راتلونکی حکومت او ټول نظام لپاره د عمل چوکاټ ټاکی. همدا مشخصې او تطبیق‌کېدونکې پایلې د ملی مرکې اهمیت زیاتوی.

۳.  د انتقالی عدالت مفهوم او موخې

۳.۱ د انتقالی عدالت تعریف

انتقالی عدالت هغه حقوقی، سیاسی او ټولنیز میکانیزمونه دی چې د جګړې، استبدادی نظام یا پراخو بشری سرغړونو له پای ته رسېدو وروسته د عدالت د ټینګښت لپاره کارېږی. هدف یې دا دی چې د قربانیانو حقونه خوندی شی، د تېرو ظلمونو رښتینی تصویر خلکو ته وړاندې شی، د ناقضینو معافیت پای ته ورسېږی، او ټولنه له تېرو دردونو څخه یو عادلانه او مشروع راتلونکی ته انتقال شی. په دې معنا، انتقالی عدالت د جګړې او سولې ترمنځ د پله رول لوبوی او د قانون د واکمنۍ د بیا ټینګښت لپاره ضروری بنسټونه برابروی.

 ۳.۲ د انتقالی عدالت موخې

۱)  حقیقت‌ موندنه او د تېرو جرمونو ثبت

په انتقالی عدالت کې لومړنی ګام د دې تضمینول دی چې د تېرو ظلمونو او بشری سرغړونو په اړه واقعی، مستند او بې‌طرفه حقایق راټول او ثبت شی. حقیقت‌یابی د قربانیانو غږ اوری، د شخړې د ریښو په درک کې مرسته کوی او د راتلونکیو شخړو د مخنیوی لپاره د عبرت د یوه مهم درس نقش لری.

۲) د قربانیانو درملنه، غبرګون او جبران

انتقالی عدالت د قربانیانو د احترام، درناوی او ملاتړ اصل ته ژمن دی. جبران ممکن مادی (مرستې، تاوان، جایداد بېرته ورکول)، غیرمادی (بخښنې غوښتل، دولتی اعتراف)، یا روانی- ټولنیزه (درملنه، مشورې، ټولنیز ملاتړ) بڼه ولری. موخه دا ده چې قربانیان د عدالت احساس پیدا کړی او د ټپونو د رغېدو لوری وټاکل شی.

۳)  د مجرمینو سره محاسبه (قضایی یا غیرقضایی)

د قانون د واکمنۍ د ټینګښت لپاره اړینه ده چې له قوانینو او د بشری سرغړونو مرتکبین د خپل عمل مسئول وپېژندل شی. انتقالی عدالت کولای شی قضایی محاکمې (محلی یا نړیوالې)، ځانګړی محکمې، یا بدیل میکانیزمونه لکه د سرغړونو منل او بښنې سره تړلی او مشروط میکانیزمونه وکاروی. هدف یې د معافیت د کلتور پای ته رسول او د قانون د حاکمیت بیا را ژوندی کول او احیا ده.

۴) د راتلونکو سرغړونو مخنیوی

د انتقالی عدالت یو مهم هدف دا دی چې د هغو بنسټیزو ستونزو اصلاح وشی چې د سرغړونو لامل شوې وې. دا کېدای شی د امنیتی سکتور اصلاحات، د عدلی ارګانونو پیاوړتیا، د اساسی قانون تعدیل، او د بشری حقونو د خوندیتوب جوړښتونه  او داسې نور پکښې شامل وی. د دې اصلاحاتو له لارې ډاډ رامنځته کېږی چې تېر ظلمونه بیا تکرار نه شی.

۵)  د اعتماد بیا رغونه او ټولنیزه پخلاینه

جګړې او استبداد ټولنه وېشی، قومی او سیاسی بې‌باوری رامنځته کوی او د خلکو ترمنځ د مشترک ژوند بنسټونه کمزوری کوی. انتقالی عدالت د اعتراف، بخښنې، جبران او حقیقت څرګندونې له لارې د بې‌باورۍ فضا کموی او د ټولنې د یوځای کېدو، سولې او ملی پخلاینې لپاره اخلاقی او سیاسی بنسټونه جوړوی. ددې ټولو موخو د ترسره کولو له پاره افغانی ټولنه له پخوا څخه هم ښه اخلاقی او عنعنوی میکانیسمونه لری چې د ملی مرکې له پاره ښه مخکنی شرایط جوړوی.

 ۳.۳ د انتقالی عدالت مهمې وسیلې

 ۱) د  حقیقت‌موندلو کمیسیونونه   

د حقیقت‌ موندلو کمیسیونونه د تېرو سرغړونو د رښتینی تصویر د رامنځته کولو لپاره جوړېږی. دا کمیسیونونه د قربانیانو، شاهدانو او اسنادو د معلوماتو راټولول او تحلیل کوی، د تیرو جرمونو مستند ثبت برابروی، او د ټولنې لپاره د عبرت او پخلاینې فرصت رامنځته کوی. حقیقت‌یابی یوازې د معلوماتو راټولونه نه، بلکې د قربانیانو د غږ اورېدو، د ټولنیزې درملنې او د راتلونکې لپاره د کړنو سپارښتنې د وړاندې کولو پروسه هم ده.

۲) ځانګړې محکمې   

ځانګړی محاکم د هغو کسانو د محاکمې او محاسبې کولو له پاره جوړېږی چې په جدی بشری سرغړونو کې لاس لری. دا محاکم ممکن محلی، نړیوال، یا ګډ (Hybrid) وی، چې د عدلی سیستم د پیاوړتیا او د عدالت د عملی کېدو لپاره لازم ضمانتونه برابروی. د محاکمو موخه دا ده چې د قانون واکمنی ټینګه شی او د معافیت کلتور محدود یا له منځه یوړل شی.

۳) د قربانیانو د تاوانونو د جبران پروګرامونه  

دا پروګرامونه د هغو کسانو لپاره طرحه کېږی چې په تېرو شخړو کې یې د تاوان، زیان یا ظلم تجربه کړې وی. جبران ممکن مالی وی (تاوان، پېسې، شتمنۍ بېرته ورکول)، یا غیر مالی وی (د ټولنیز درناوی پروګرامونه، تعلیمی مرستې، روانی–ټولنیز ملاتړ). د قربانیانو جبران د عدالت احساس رامنځته کوی او د ټولنې پخلاینې ته وده ورکوی.

۴) امنیتی او ادارې اصلاحات

د راتلونکې د بیا تاوتریخوالی د مخنیوی لپاره اړینه ده چې امنیتی، قضایی او ادارې جوړښتونه اصلاح شی. دا اصلاحات کېدای شی د پولیسو، پوځ، محاکمو، دولتی ادارو د پیاوړتیا، شفافیت او د بشری حقونو د رعایت تضمین شامل وی. د دې اصلاحاتو موخه دا ده چې راتلونکی سرغړونې محدودې، قانون واکمن او د ټولنې اعتماد ټینګ شی.

۵) په حافظه کې ساتل  

د حافظې ساتل (یا په یاد کې ساتل) د تیرو ظلمونو د یادولو،  د قربانیانو د عزت د خوندی کولو، او د ټولنې د زده‌کړې له پاره اړین دی. دا کېدای شی د یادګارونو جوړول، د تاریخ ثبتول، ښوونې او فرهنګی فعالیتونه شامل وی. د حافظې ساتل د ټولنیزې پېژندنې، عبرت اخیستنې او د راتلونکې لپاره د سولې د ملاتړ په برخه کې مهم رول لوبوی.

 ۴. د ملی مرکې او انتقالی عدالت اړیکې

۴.۱ د بشپړې سولې دوه اړخیزې ستنې (ستنونه)

په هر هېواد کې چې اوږده جګړه، سیاسی کړکېچ یا استبداد تجربه شوی وی، د سولې د ټینګښت لپاره یوازې یو اړخ (ملی مرکه) یا (انتقالی عدالت) کفایت نه کوی. بشپړه او تلپاتې سوله دوه اړخونه لری:

۱)  ملی مرکه – د سولې سیاسی بنسټ

ملی مرکه د جګړې او ستونځو د فزیکی پای ته رسېدو او د سیاسی جوړجاړی لپاره اړینه ده. دا بهیر د ټولو مهمو سیاسی، قومی، مدنی او وسله‌والو لوریو ترمنځ د باور او تفاهم فضا رامنځته کوی. د ملی مرکې له لارې د قدرت عادلانه وېش، ګډ حکومت، مشارکت او د سیاسی تصمیم‌ګیرۍ جوړښتونه ټاکل کېږی. په عملی بڼه، ملی مرکه د جګړې د بندولو، د وسلو د تسلیمۍ، او د مختلفو ډلو ترمنځ د اوربند د پرېکړو د تضمین لپاره بنسټیز سیاسی چوکاټ برابروی.

۲) انتقالی عدالت – د سولې حقوقی او اخلاقی بنسټ

که ملی مرکه جګړه او فزیکی تاوتریخوالی ختموی، انتقالی عدالت د هغه ظلمونو، بې‌عدالتیو او سرغړونو د  پای ته رسولو لپاره کار کوی چې د جګړې بنسټیز عوامل یې رامنځته کړی. انتقالی عدالت د قربانیانو حقونه خوندی کوی، حقیقت څرګندوی، له مجرمینو سره محاسبه کوی، او د راتلونکو سرغړونو د مخنیوی لپاره میکانیزمونه جوړوی. دا بهیر نه یوازې حقوقی، بلکې اخلاقی مشروعیت هم رامنځته کوی، ځکه ټولنې ته د عدالت احساس او د باور فضا بېرته راولی.

۳) د دواړو ستنو ګډ اغېز

که یوازې ملی مرکه وشی، او انتقالی عدالت عملی نه شی، نو خلک ممکن د قربانیانو د حقونو او عدالت د نشتوالی احساس وکړی، چې دا د سوله‌ییز جوړجاړی دوام ته زیان رسوی.

که یوازې انتقالی عدالت وشی، او ملی مرکه ونه شی، نو سیاسی جوړجاړی او د قدرت وېش شفاف نه وی، چې دا د ټولنیز بې‌ثباتۍ او احتمالی شخړو لامل ګرځی.

په پایله کې، ملی مرکه او انتقالی عدالت دوې مکملې (یو د بل بشپړوونکې) ستنې دی:

  • لومړۍ ستنه (ملی مرکه) د سوله‌ییز سیاسی جوړښت او توافق لپاره، او
  • دوهمه ستنه (انتقالی عدالت) د قانون، عدالت او اخلاقی مشروعیت لپاره.

د دواړو ستنو ګډ عمل د دې تضمین کوی چې تل پاته سوله نه یوازې د جګړې په ختمېدو کې وی، بلکې د عدالت، اعتماد، مشروعیت او د ټولنې د اوږدمهاله یووالی بنسټ هم ټینګوی.

  ملی مرکه د سولې سیاسی بنسټ جوړوی، خو انتقالی عدالت یې حقوقی او اخلاقی بنسټ.
که ملی مرکه جګړه ختموی، انتقالی عدالت بی‌عدالتی ختموی.

 

۴.۲ سیاسی توافق د عدالت لپاره چوکاټ برابروی

ملی مرکه یوازې د جګړې د پای ته رسېدو او سیاسی جوړجاړی وسیله نه ده، بلکې د انتقالی عدالت د عملی کولو لپاره یو اساسی چوکاټ هم رامنځته کوی. د ملی مرکې په میز کې د هېواد مهمې سیاسی، قومی او وسله‌والې ډلې پرېکړه کوی چې څنګه به د تېرو ظلمونو او سرغړونو مسئله حل شی.

د ملی مرکې له لارې د انتقالی عدالت ستراتیژیک حدود ټاکل

  • کومې سرغړونې وڅېړل شی: په ملی مرکه کې پرېکړه کېږی چې د کومې مودې، پېښو یا اشخاصو سرغړونې به د حقیقت‌یابې کمیسیونونو او محاکمو موضوع وی. دا محدودیت د عدالت عملی کولو لپاره د لومړیتوبونو ټاکلو او د منابعو مؤثر مدیریت تضمینوی.
  • د عدالت کومه بڼه غوره شی:  د ملی مرکې په چوکاټ کې لوری دا ټاکی چې عدالت به قضایی وی، غیر قضایی وی، یا ګډه بڼه ولری، او همدارنګه د سزا، بښنې، جبران یا اصلاح لپاره کومې لارې غوره شی.
  • عفوې او محاکم په کومو شرایطو وی:  د ملی مرکې د لوریو ترمنځ د عفوې او محاکمو حدود ټاکل کیږی، تر څو د جګړې اړخونه ګډون ته وهڅول شی، خو د قربانیانو حقونه خوندی پاتې شی.
  • د قربانیانو حقونه څنګه خوندی کېږی:  د ملی مرکې په چوکاټ کې د قربانیانو د تحفظ، جبران، درملنې او د عدالت ترلاسه کولو لارې هم مشخصې کېږی. دا برخه د ټولنیز مشروعیت او باور جوړونې لپاره حیاتی اهمیت لری.

په دې توګه، ملی مرکه د انتقالی عدالت لپاره سیاسی، قانونی او عملی چوکاټ برابروی، چې عدالت یوازې حقوقی یا اخلاقی نظر ته محدود پاتې نه شی، بلکې د ټولنې د سیاسی واقعیتونو او توافقونو سره همغږی ولری. د ملی مرکې پرېکړې د عدالت د پلی کولو لارښوونې ټاکی، د منابعو مؤثره وېش تضمینوی او د سوله‌ییز جوړجاړی دوام ته تل پاته بنسټ برابروی.

 ۴.۳ عدالت ملی مرکې ته مشروعیت ورکوی

د ملی مرکې موخه د جګړې پای ته رسېدل او د سیاسی جوړجاړی رامنځته کول دی، خو که په دې پروسه کې د قربانیانو حقونه، د تېرو ظلمونو حقیقت او عدالت ته پام ونه شی، نو ملی مرکه د خلکو له نظره بې‌ارزښته او بې‌اعتماده کېږی. دا به د ټولنیز ذهن له پاره د منلو نه وی چې هر ظالم، زورور او مفسد د په خلکو ظلم وکړی؛ د خلکو شخصی او د بیت المال شتمنی د چور کړی او بیا د آزاد ګرزی او په عیش او عشرت کې د په داخل او خارج کې ژوند تیروی.

د ملی مرکې په مشروعیت کې د عدالت رول

  • قانونی کول:  عدالت تضمینوی چې د ملی مرکې پرېکړې یوازې سیاسی توافق نه بلکې د قانون او مقرراتو پر بنسټ وی. دا بهیر حقوقی چوکاټ رامنځته کوی، چې پرېکړې یې د عملی کېدو وړ او د ټولنې د مختلفو قشرونو لپاره معتبرې شی.
  • مشروع کول:  عدالت د ملی مرکې اخلاقی او سیاسی مشروعیت ټینګوی. کله چې د تېرو جرمونو مرتکبین محاکمه شی، د قربانیانو حقونه خوندی شی، او د بې‌عدالتیو مخنیوی وشی، نو ملی مرکه د خلکو په سترګو کې مشروع او د منلو وړ لیدل کېږی.
  • د ټولنې ملاتړ زیاتول:  د عدالت عملی کول د ټولنې باور او ملاتړ زیاتوی. کله چې خلک احساس کړی چې د دوی غږ اورېدل کېږی، حقونه خوندی کېږی، او تېرو ظلمونو ته رسیدګی شوې یا کیږی، نو د ملی مرکې پرېکړې د ټولنیز توافق او ګډې همکارۍ له لارې په پراخه کچه منل کېږی.

په لنډ ډول، عدالت د ملی مرکې د عملی کولو او د هغې د دوامداره اثر د تضمین لپاره حیاتی دی. د عدالت پرته ملی مرکه یوازې سیاسی توافق پاتې کېږی، خو د عدالت په ګډون، ملی مرکه د قانون، اخلاقی مشروعیت او د ټولنې د ملاتړ پر بنسټ ټینګه، باوری او دایمی سوله تضمینوی.

۴.۴ د جګړې د بیا پیل د خطر مخنیوی

که په ملی مرکه کې د عدالت اصول په پام کې ونه نیول شی، د سولې تړونونه ډېر وخت لنډمهاله پاتې کېږی او هېوادونه بیا د جګړې په حالت کې راځی. انتقالی عدالت د تېرو سرغړونو محاسبه، د قربانیانو حقونو خوندی کول، او د معافیت مخنیوی تضمینوی، چې په نتیجه کې د تاوتریخوالی تکرار کمېږی او د جګړې د بیا پېښېدو د خطر مخنیوی کېږی. هغه هېوادونه چې د سولې تړون کې عدالت ته پاملرنه نه کوی، اکثر بیا جګړې ته ور ګرځی. انتقالی عدالت د تاوتریخوالی د تکرارېدو مخنیوی کوی. د بُن تړون په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوله، خو د جګړو د جرمونو حساب‌ورکول جدی ونه نیول شول. ډېر پخوانی جنګسالاران واک ته داخل شول، چې دا کار د ولس باور کم کړ او جګړه بېرته پیاوړې شوه.

۴.۵ ګډ ارزښتونه: حقیقت، مسئولیت، شمولیت

ملی مرکه او انتقالی عدالت دواړه د سولې او ملی پخلاینې لپاره ګډ ارزښتونه تعقیبوی.

  • ټولو ډلو ته غوږ نیول: دواړه پروسې هڅه کوی چې د ټولنې بېلابېل قشرونه، قومونه او سیاسی ډلې په بحث کې خپل غږ ولری، څو هیڅ لوری له پرېکړو بهر پاتې نشی. په دواړو پروسو کې د ټولو ډلو غږ باید واوریدل شی.
  • حقیقت څرګند شی: د تېرو ظلمونو، شخړو او سرغړونو بشپړ او مستند تصویر باید خلکو ته وړاندې شی، تر څو د تیرو پېښو څخه د درس او پند اخیستل ممکن شی.
  • د خلکو اعتماد بیا ورغول شی: د شمولیت، د حقیقت څرګندونې او مسئولیت د منلو له لارې، د ټولنې بې‌باوری او د باور کمښت اصلاح کېږی، چې د اوږدمهاله سولې او مشروعیت بنسټ جوړوی.

په لنډ ډول، دواړه بهیرونه د حقیقت، مسئولیت او شمولیت له لارې د اعتماد جوړونې او ټولنیزې پخلاینې بنسټ ټینګوی.

۵. اختلافات او محدودیتونه

۵.۱ د ملی مرکې احتمالی خطرونه

که ملی مرکه په احتیاط او متوازن ډول ترسره نه شی، نو ځینې خطرونه رامنځته کېدای شی چې د سولې او عدالت بهیر ته زیان رسوی:

  • د سیاسی جوړجاړی په نوم د عدالت قربانی کول: ځینې وختونه د سولې یا ګډ حکومت د جوړولو په بهیر کې د تېرو جرمونو او سرغړونو حساب نه ورکول کېږی، چې د عدالت او قربانیانو حقونه تر پښو لاندې کېږی.
  • د جنګی ډلو لپاره امتیازات: ملی مرکه کېدای شی ځینې وسله‌والې ډلې ته بې‌ساری سیاسی یا اقتصادی امتیازات ورکړی، چې دا د نورو ډلو او ټولنې د نارضایتۍ سبب ګرځی.
  • د قربانیانو حاشیه کول: که د قربانیانو غږ او حقونه په ملی مرکه کې په پام کې ونه نیول شی، نو هغوی د جوړجاړی له پروسې څخه بهر پاتې کېږی، چې دا د ټولنیز مشروعیت او د باور جوړونې پروسه کمزوری کوی.

د ملی مرکې خطرونه د پام وړ دی، خو د شفافو اصولو، عدالت ته پاملرنې او د ټولو ډلو د شمولیت له لارې کېدای شی  چې د سولې دوامدار بنسټ ټینګ شی.

۵.۲ د انتقالی عدالت محدودیتونه

انتقالی عدالت که څه هم د بشری حقونو د خوندی کولو، د تېرو ظلمونو د ثبت او د عدالت د تامین لپاره اړین دی، خو عملی کېدل یې په ډېرو هېوادونو کې له ځینو محدودیتونو سره مخ وی.

۱) د پیاوړی دولت یا نهادونو نشتوالی

په هغو هېوادونو کې چې سیاسی او اداری جوړښتونه کمزوری دی یا د جګړې له امله له منځه تللی وی، د انتقالی عدالت د میکانیزمونو جوړول او د عدالت عملی کول ستونزمن کېږی. محکمې، حقیقت‌ موندنې کمیسیونونه او د جبران (تاوان ورکولو) پروګرامونه یوازې هغه وخت اغیزمن وی چې د تطبیق لپاره پیاوړی، شفاف او د باور وړ نهادونه (جوړښتونه) موجود وی.

۲)  د سیاسی ارادې کمښت

د انتقالی عدالت تطبیق د دولت او سیاسی مشرانو واضح او ژمنه لرونکې اراده غواړی. که سیاسی ځواکونه د تېرو جرمونو محاسبه، د مجرمینو محاکمه یا د قربانیانو حقونه په عملی ډول تعقیب نه کړی، نو عدالت یوازې په کاغذ کې پاتې کېږی او د ټولنې باور ته زیان رسوی.

۳) د مخالفو ډلو مقاومت

ځینې وختونه د جګړې یا شخړې اړخونه د عدالت د پلی کېدو پر وړاندې مقاومت ښئی، ځکه چې د هغوی د امتیازاتو، موقف یا د تېرو کړنو افشا کېدو خطرونه شته. دغه مقاومت د انتقالی عدالت پروسه ستونزمنه کوی او ممکن د شخړو د بیا راپورته کېدو سبب شی.

ملی مرکه او انتقالی عدالت دواړه په ګډه کار کوی، ترڅو د یو بل د محدودیتونو د ستونزو حل پیدا کړی:

  • ملی مرکه د سیاسی جوړجاړی، توافق او د شمولیت فضا رامنځته کوی، چې د عدالت تطبیق لپاره زمینه برابروی.
  • انتقالی عدالت د ملی مرکې مشروعیت، د قربانیانو حقونه او د ټولنې د اعتماد ټینګښت تضمینوی.

په لنډ ډول، دواړه بهیرونه یو د بل تکمیلوونکی دی او د تلپاتې سولې او عدالت لپاره ګډ کار کوی.

  ۶. پایله

ملی مرکه او انتقالی عدالت د جګړې وروسته ټولنو لپاره دوه نه بېلېدونکی، یو د بل پیاوړی کوونکی او د ګډ هدف لرونکی بهیرونه دی. ملی مرکه د سیاسی جوړجاړی، ثبات او ګډ حکومت زمینه برابروی، او انتقالی عدالت د حساب ورکونې، حقیقت څرګندولو او د قربانیانو د حقونو اعادې لپاره کار کوی. د دواړو په نشتون کې، نه سوله دایمی کېږی او نه عدالت بشپړېږی.

تلپاتې سولې هغه وخت امکان لری چې:
سیاسی جوړجاړی د عدالت له ټینګېدو سره مل وی، او عدالت د سیاسی اجماع په سیوری کې عملی شی.

 (پای)

نور محمد غفوری

۱۲ دسامبر ۲۰۲۵

 

11 دسامبر
۳دیدگاه

هویت و عوامل تعیین‌ کننده آن

( هجدهمین سال نشراتی )
تاریخ نشر : پنجشنه مؤرخ ۲۰ قوس  (آذر) ۱۴۰۴ خورشیدی – ۱۱  دسامبر ۲۰۲۵ میلادی   ملبورن  استرالبا

نور محمد غفوری

هویت و عوامل تعیین‌کننده آن:

بررسی علمی و تحقیقاتی

  • خلاصه

هویت یکی از مفاهیم بنیادین علوم اجتماعی و روانشناسی است که به فهم فرد از خود و جایگاهش در جامعه مربوط می‌شود. هویت نه تنها شامل ویژگی‌های فردی است، بلکه به تعلقات اجتماعی، فرهنگی، زبانی و ملی نیز مرتبط است. این مقاله با مرور ادبیات علمی هویت، انواع هویت و عوامل اصلی شکل‌دهنده آن را بررسی می‌کند و به نقش ترکیبی هویت شخصی، اجتماعی و فرهنگی در توسعهٔ فرد و جامعه می‌پردازد. یافته‌ها نشان می‌دهد که هویت نه یک مقولهٔ ثابت، بلکه فرآیندی پویا و چندلایه است که تحت تأثیر عوامل زیستی، فرهنگی، تاریخی، اجتماعی و انتخاب‌های فردی شکل می‌گیرد.

  • مقدمه

هویت یکی از پایه‌های شناخت انسان و روابط اجتماعی است. پژوهشگران علوم اجتماعی، روانشناسی و فلسفه هویت را به‌عنوان ترکیبی از تجربه، باور، فرهنگ و تعلقات اجتماعی تعریف کرده‌اند. فهم هویت، علاوه بر اینکه به فرد کمک می‌کند جایگاه خود را در جامعه درک کند، زمینهٔ تعاملات اجتماعی و پذیرش تفاوت‌ها را نیز فراهم می‌آورد. در دنیای معاصر، هویت مفهومی پویا است و تحت تأثیر فرآیندهای اجتماعی، اقتصادی و فرهنگی و همچنین انتخاب‌های فردی شکل می‌گیرد. هدف این مقاله بررسی علمی هویت، انواع آن و فاکتورهای تعیین‌کننده آن است.

  • تعریف هویت

 هویت، مفهومی است که به چگونگی درک فرد یا گروه از خود و جایگاه خود در جهان اشاره دارد. این ادراک نه تنها شامل ویژگی‌های شخصیتی و باورهای فردی است، بلکه رابطهٔ او با دیگران، جامعه و فرهنگ نیز در آن نقش دارد. هویت تعیین می‌کند که فرد خود را چگونه می‌بیند، چه ارزش‌ها و باورهایی را پذیرفته و چه جایگاهی در میان دیگر اعضای جامعه یا گروه‌های اجتماعی برای خود قائل است. به عبارت دیگر، هویت پلی است میان «خودِ درونی» و «جهان بیرونی»، که از طریق آن فرد می‌تواند جایگاه، نقش و مسئولیت‌های خود را در جامعه و فرهنگ خود شناسایی کند و با دیگران تعامل مؤثر و معناداری داشته باشد.

هویت به معنای ادراک فرد یا گروه از خود و جایگاهش در جهان است. این مفهوم شامل عناصر زیر است:

۱. هویت شخصی (Personal Identity)

هویت شخصی به ویژگی‌های منحصر به فرد هر فرد اشاره دارد که او را از دیگران متمایز می‌کند. این ویژگی‌ها شامل باورها، ارزش‌ها، مهارت‌ها، گرایش‌های شخصیتی و تجربیات زندگی فرد است. هویت شخصی شکل‌دهندهٔ رفتار، تصمیم‌گیری و شیوهٔ نگاه فرد به جهان است و به او امکان می‌دهد خود را به‌عنوان یک موجود مستقل و مسئول بشناسد. این هویت با خودآگاهی، بازتاب‌های فردی و انتخاب‌های آگاهانه تقویت می‌شود و در طول زندگی ممکن است تغییر کند یا توسعه یابد.

 ۲. هویت اجتماعی (Social Identity)

هویت اجتماعی مربوط به تعلق فرد به گروه‌ها، دسته‌بندی‌ها یا نهادهای اجتماعی است که او در آن‌ها عضویت دارد یا خود را بخشی از آن‌ها می‌داند. این گروه‌ها می‌توانند شامل خانواده، دوستان، جامعه محلی، گروه‌های مذهبی یا حتی شبکه‌های اجتماعی باشند. هویت اجتماعی نقش مهمی در شکل‌دهی رفتارها، هنجارها و تعاملات فرد با دیگران ایفا می‌کند و به او کمک می‌کند جایگاه خود را در جامعه تشخیص دهد. این نوع هویت همچنین زمینهٔ همبستگی، احساس تعلق و مسئولیت اجتماعی را فراهم می‌کند.

 ۳. هویت فرهنگی و زبانی (Cultural/Linguistic Identity)

هویت فرهنگی و زبانی شامل ارتباط فرد با فرهنگ، سنت‌ها، زبان، هنر، آداب و رسوم و تاریخ جمعی جامعه‌ای است که به آن تعلق دارد. این هویت به فرد کمک می‌کند تا گذشتهٔ فرهنگی خود را بشناسد، ارزش‌های مشترک را درک کند و هویت خود را در بستر فرهنگی خود تعریف کند. زبان به‌عنوان مهم‌ترین عامل انتقال فرهنگ، نقش حیاتی در شکل‌دهی این هویت دارد و ارتباط فرد با جامعه و نسل‌های گذشته و آینده را ممکن می‌سازد.

 ۴. هویت ملی (National Identity)

هویت ملی به تعلق فرد به کشور و ملت خود اشاره دارد و شامل درک مشترک از حقوق، مسئولیت‌ها، تاریخ و ارزش‌های ملی است. این نوع هویت، حس تعلق و وفاداری به کشور را تقویت می‌کند و افراد را قادر می‌سازد در چارچوب قوانین، فرهنگ و منافع ملی با یکدیگر تعامل کنند. هویت ملی علاوه بر ایجاد همبستگی و انسجام اجتماعی، زمینهٔ مشارکت فعال در زندگی سیاسی، اقتصادی و فرهنگی جامعه را نیز فراهم می‌کند.

  1. ۴. انواع هویت

 مطالعات علمی نشان می‌دهند که هویت به صورت چندلایه و همزمان عمل می‌کند. انواع هویت عبارت اند از:

۱. هویت فردی (Personal Identity)

هویت فردی شامل ویژگی‌ها، باورها، ارزش‌ها و تجربه‌های شخصی است که فرد خود آن‌ها را شکل می‌دهد و تجربه می‌کند. این هویت به فرد کمک می‌کند خود را به‌عنوان یک موجود مستقل و منحصر به فرد بشناسد و بر اساس انتخاب‌ها و تصمیم‌هایش مسیر زندگی خود را طراحی کند. هویت فردی انعکاسی از خودآگاهی، علایق شخصی، مهارت‌ها و توانایی‌های فرد است و ممکن است در طول زندگی تغییر کند و تکامل یابد.

 ۲. هویت گروهی (Group or Social Identity)

هویت گروهی به احساس تعلق فرد به گروه‌ها و جمع‌های اجتماعی، مذهبی، قومی یا فرهنگی اشاره دارد. این تعلق به فرد کمک می‌کند جایگاه خود را در جامعه بشناسد و روابطش با دیگران را سازمان‌دهی کند. هویت گروهی همچنین زمینهٔ همبستگی، همکاری و ایجاد حس مسئولیت نسبت به گروه را فراهم می‌کند. این نوع هویت می‌تواند موجب تقویت انسجام اجتماعی شود، اما گاهی نیز محدودیت‌هایی برای انتخاب‌های فردی ایجاد می‌کند.

 ۳. هویت فرهنگی (Cultural Identity)

هویت فرهنگی بازتاب پیوند فرد با ارزش‌ها، باورها، رسوم، زبان و سنت‌های یک جامعه فرهنگی است. این هویت به فرد کمک می‌کند تاریخ، هنر و ارزش‌های جمعی جامعهٔ خود را بشناسد و آن‌ها را درک کند. زبان و فرهنگ نقش کلیدی در انتقال هویت فرهنگی دارند و به فرد امکان می‌دهند که خود را به نسل‌های گذشته و آینده مرتبط بداند. هویت فرهنگی، علاوه بر ایجاد تعلق جمعی، زمینهٔ فهم و احترام به تفاوت‌های فرهنگی دیگران را نیز فراهم می‌کند.

 ۴. هویت دیجیتال یا آنلاین (Digital/Online Identity)

هویت دیجیتال یا آنلاین به خودآگاهی و نحوهٔ نمایش فرد در فضای مجازی اشاره دارد. در عصر فناوری اطلاعات، این نوع هویت اهمیت زیادی یافته است زیرا تعاملات، روابط اجتماعی و حتی اعتبار حرفه‌ای افراد بخش بزرگی از طریق فضای آنلاین شکل می‌گیرد. هویت دیجیتال می‌تواند متفاوت از هویت واقعی باشد و انعکاسی از انتخاب‌های فرد در نمایش خود، محتواهای منتشرشده و شبکه‌های اجتماعی است.

 ۵. هویت تاریخی یا ملی (Historical/National Identity)

هویت تاریخی یا ملی شامل پیوند فرد با گذشته، میراث تاریخی و تجربهٔ مشترک ملی یا فرهنگی است. این نوع هویت حس تعلق به ملت، تاریخ، فرهنگ و ارزش‌های جمعی را ایجاد می‌کند و به فرد کمک می‌کند جایگاه خود را در تاریخ و جامعه درک کند. هویت ملی زمینهٔ همبستگی اجتماعی، مشارکت فعال در امور جمعی و حفظ حافظهٔ فرهنگی را فراهم می‌کند.

جمع‌بندی دربارهٔ انواع هویت

مطالعات نشان می‌دهند که هویت هر فرد چندلایه و در هم آمیخته است و انواع مختلف آن- فردی، گروهی، فرهنگی، دیجیتال و تاریخی/ملی- در تعامل با یکدیگر معنا پیدا می‌کنند. این دیدگاه چندبعدی هویت، امکان درک بهتر پیچیدگی‌های شخصیت انسان و نحوهٔ تعامل او با جامعه و فرهنگ‌های مختلف را فراهم می‌آورد.

  1. ۵. عوامل تعیین‌کننده هویت

هویت تحت تأثیر عوامل متعددی شکل می‌گیرد. مهم‌ترین این عوامل عبارت‌اند از:

۱.  ویژگی‌های جسمانی و وراثتی

این عوامل شامل خصوصیات جسمی، جنسیت، استعدادها و توانایی‌های ذاتی فرد هستند. این مشخصه‌ها می‌توانند تأثیر قابل‌توجهی بر نحوهٔ ادراک فرد از خود و تعامل او با محیط داشته باشند. برای مثال، توانایی‌های جسمی یا ذهنی، ویژگی‌های ظاهری و جنسیت می‌توانند فرصت‌ها و محدودیت‌های اجتماعی فرد را تعیین کنند و در شکل‌دهی هویت اولیه او نقش داشته باشند.

۲.  خانواده و محیط اولیه

خانواده و محیطی که فرد در آن رشد می‌کند، نخستین منبع یادگیری هنجارها، ارزش‌ها و رفتارهای اجتماعی است. خانواده نه تنها سبک زندگی و باورهای فرد را شکل می‌دهد، بلکه حس تعلق، امنیت و نقش اجتماعی او را نیز تعریف می‌کند. محیط اولیه شامل همسایگان، دوستان کودک، مکتب و جامعه محلی نیز است که بر شکل‌دهی رفتارها و نگرش‌های او اثر می‌گذارند.

۳.  فرهنگ و زبان

فرهنگ و زبان عامل کلیدی در تقویت هویت شخص و گروه هستند. زبان ابزار اصلی انتقال ارزش‌ها، باورها و سنت‌های فرهنگی است و ارتباط فرد با دیگر اعضای جامعه فرهنگی را ممکن می‌سازد. هنر، موسیقی، رسوم، جشن‌ها و تاریخ جمعی نیز هویت فرهنگی را تقویت کرده و حس تعلق به یک جامعه و میراث مشترک را در فرد ایجاد می‌کنند.

۴.  تجارب اجتماعی و اقتصادی

تجارب زندگی اجتماعی و اقتصادی شامل آموزش، مکتب، دوستان، محیط کار، شبکه‌های اجتماعی و تعامل با دیگران است که تعین هویت را تحت تاثیر قرار می دهد. این تجربه‌ها نه تنها مهارت‌ها و دانش فرد را شکل می‌دهند، بلکه بر هویت اجتماعی، نگرش‌ها و انتخاب‌های فرد نیز تأثیر می‌گذارند. شرایط اقتصادی نیز می‌تواند فرصت‌ها و محدودیت‌هایی برای تجربهٔ هویت فردی و اجتماعی ایجاد کند.

 ۵. تاریخ و حافظهٔ جمعی

پیوند فرد با تاریخ خانوادگی، قومی یا ملی و آگاهی از گذشتهٔ جمعی نقش مهمی در هویت دارد. شناخت تاریخ، وقایع ملی، سنت‌ها و تجربه‌های گذشتگان حس تعلق و اصالت را تقویت می‌کند و به فرد کمک می‌کند جایگاه خود را در یک بستر تاریخی و جمعی درک کند. حافظهٔ جمعی همچنین می‌تواند احساس هویت گروهی و ملی را تقویت نماید.

 ۶.  انتخاب و کنش فردی

در کنار همهٔ عوامل پیشین، آزادی انتخاب و کنش فردی نقش کلیدی در شکل‌دهی هویت مدرن دارد. فرد با تصمیم‌گیری آگاهانه، تجربه‌های شخصی و انتخاب سبک زندگی می‌تواند هویت خود را بازسازی و تقویت کند. این بعد نشان می‌دهد که هویت تنها محصول محیط و ارث ژنتیکی نیست، بلکه یک فرآیند پویا و فعال است که فرد در آن نقش محوری دارد.

  1. ۶. هویت و پویایی آن

هویت یک مقولهٔ ثابت نیست بلکه سیّال، متحول، پویا و چندلایه است. پژوهش‌های معاصر نشان می‌دهند که هویت: تابع فکتور های زیرین است:

  • همیشه در تعامل با محیط و دیگران تغییر می‌کند.

هویت یک مفهوم ثابت و ایستا نیست؛ بلکه در طول زندگی و در تعامل مداوم با محیط اجتماعی، فرهنگ، خانواده و افراد مختلف شکل می‌گیرد و تغییر می‌کند. انسان با هر تجربهٔ جدید، رابطهٔ تازه یا نقش اجتماعی متفاوت، درک تازه‌ای از خود پیدا می‌کند. این رابطهٔ پیوسته میان فرد و محیط سبب می‌شود که هویت یک فرآیند پویا باشد، نه یک ساختار تغییرناپذیر.

  • با تجربه‌های جدید، مهاجرت، آموزش و فناوری اطلاعات دستخوش تحول می‌شود.

وقتی فرد با موقعیت‌های تازه روبه‌رو می‌شود- مثلاً رفتن به مکان‌های جدید، مهاجرت، کسب دانش تازه یا تجربهٔ تحولات شخصی- درکِ که از خود دارد تغییر می‌کند. آموزش، آگاهی‌های جدید فراهم می‌کند؛ مهاجرت باعث مواجهه با فرهنگ‌های متفاوت می‌شود؛ و فناوری اطلاعات هویت دیجیتال و شیوهٔ بیان فرد را دگرگون می‌سازد. این عوامل می‌توانند ارزش‌ها، باورها و حتی نقش‌های اجتماعی فرد را بازتعریف کنند.

  • ترکیبی از عناصر فردی، گروهی و فرهنگی است که همزمان عمل می‌کنند.

هویت تنها از یک منبع شکل نمی‌گیرد. ویژگی‌های فردی (باورها، شخصیت)، عضویت‌های اجتماعی (قومیت، مذهب، طبقه اجتماعی) و عناصر فرهنگی (زبان، هنر، سنت‌ها) هم‌زمان و در کنار هم در ساختن هویت نقش دارند. این عناصر بر یکدیگر اثر می‌گذارند و در یک تعامل پیچیده، تصویر نهایی فرد از «خود» را می‌سازند. به همین دلیل هویت چندبعدی، لایه‌لایه و یک ساختار درهم‌آمیخته است.

 دیدگاه‌های مدرن هویت‌شناسی بر این نکته تأکید می‌کنند که هویت یک پدیدهٔ پویا، عامل اجتماعی و قابل تغییر است؛ نه یک ماهیت ثابت و از پیش تعیین‌شده. این رویکرد معتقد است که انسان آزاد است هویت خود را بازسازی کند و با انتخاب‌ها، تجربه‌ها و اندیشه‌های جدید، معنای تازه‌ای برای زندگی و نقش اجتماعی خود بیافریند. دیدگاه مدرن بر این نکته تأکید دارد که هویت یک چیز ثابت ازلی نیست که تا ابد تغیر نکند. برعکس هویت قابل انتخاب، بازسازی و قابل تطبیق با شرایط نوین است.

  1. ۷. نتیجه‌گیری

هویت، فراتر از نام، نسب یا قومیت، ترکیبی از تجربه‌های فردی، تعلقات اجتماعی، فرهنگ، زبان و انتخاب‌های شخصی است. انواع هویت شامل هویت فردی، اجتماعی، فرهنگی و ملی است و هر یک نقش متفاوتی در توسعهٔ شخصیت و تعاملات اجتماعی ایفا می‌کنند. عوامل تعیین‌کننده هویت گسترده و چندبعدی هستند و شامل ژنتیک، خانواده، فرهنگ، تجربه‌های اجتماعی، تاریخ و انتخاب‌های فردی می‌شوند. پژوهش‌ها نشان می‌دهند که هویت یک فرآیند پویا و چندلایه است که همواره در تعامل با محیط و تجربه‌های فردی شکل می‌گیرد. شناخت علمی و دقیق هویت به افراد و جوامع کمک می‌کند تا تعاملات اجتماعی سالم‌تری داشته باشند و ضمن حفظ تفاوت‌ها، زمینهٔ همزیستی مسالمت‌آمیز را فراهم کنند.

۴ دسامبر ۲۰۲۵

 

  

 

06 مارس
۱ دیدگاه

د ښځو حقوقو ته غاړه ايښودل تاریخي حکم دي!

تاریخ  نشر شنبه  ۱۶ حوت  ۱۳۹۹ – ششم  مارچ ۲۰۲۱ هالند 

د میلادي جنتري د مارچ د مياشتې په اتمه نېټه چې معمولاً د لمریزې هجري جنترۍ د حوت د میاشتې له اتلسمې نيټې سره سمون خوري.

ادامه نوشته…

17 فوریه
۱ دیدگاه

د لارې ملګري ته

تاریخ نشر چهار شنبه  ۲۸ دلو ۱۳۹۴ –  ۱۷ فبروری ۲۰۱۶ هالند

د لارې ملګري ته

نورمحمد غفوري

مـــا خــبـر کــړې چې پــه لاره کې ســخــتي ده

ډیـر پیـچــومي شـــته پـاڼـونـــه کړنګي ده

ادامه نوشته…

09 دسامبر
۱ دیدگاه

یوه چیغه یم، فریاد یمه، غزل یم

تاریخ نشر چهار شنبه   ۱۸  قوس ۱۳۹۴ –  نهم   دسامبر ۲۰۱۵ هالند

یوه چیغه

نور محمد عفوری

د ښایست په ګلســـتان دې مســت بلبل یم

فرق یی نشته په (ماربورګ) که په (کابل) یم

ادامه نوشته…

22 اکتبر
۱ دیدگاه

زه به خپل د هدف لوری ته لار باسم

تاریخ نشر پنجشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۴- ۲۲ اکتوبر  ۲۰۱۵ هالند

هدف

زه به خپل د هدف لوری ته لار باسم

نورمحمد غفوری

ډیر ظلمونه،  استـــبداد  او نا کــــردې

په  وکـــول  نامـــردې  زمــــــــانې

ادامه نوشته…

18 اکتبر
۱ دیدگاه

زما غم

تاریخ نشر یکشنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۴- ۱۸ اکتوبر  ۲۰۱۵ هالند

زما غم

زما غم

نور محمد غفوري

کابل- افغانستان

د ۲۰۱۴  میلادی کال د جون میاشت

نه مې غم د خپل فامیل او نه د ځان دی

داچې ډیر مې ځوروی غمد افغان دی

ادامه نوشته…

30 ژوئن
۲دیدگاه

بې لــه تانـه د جـنت پــه لــوري نــه ځــم

تاریخ نشرسه شنبه  نهم   سرطان  ۱۳۹۴ – ۳۰ جون  ۲۰۱۵ هالند

محترم نور محمد غفوری

محترم نور محمد غفوری

بې لــــه تانـــه د جــنت پـــه لـــــوري نـــه ځــم

 نور محمد غفوری

بې لــــه تانـــه د جــنت پـــه لـــــوري نـــه ځــم

که دوزخ وی، خو جوړه به درسره ځم

ادامه نوشته…

06 مارس
۱ دیدگاه

تجلیل از هشتم مارچ

تاریخ نشر پنجشنبه ششم مارچ  ۲۰۱۴ هالند

تجلیل از هشتم مارچ

روز همبستگی بین المللی زنان جهان

نورمحمد غفوری

۵ مارچ ۲۰۱۴ م. مطابق با ۱۴ حوت ۱۳۹۲ ه. خ.

**********

دیروز پنجم مارچ سال ۲۰۱۴ میلادی، مطابق با ۱۴ حوت سال ۱۳۹۲ هجری شمسی، هشتم مارچ روز همبستگی بین المللی زنان گیتی از طرف حزب ملی ترقی وطن تجلیل شد. محفلیکه به این مناسبت در تالار کنفرانس های دفتر مرکزی حزب با گویندگی محترمه سیمین گله څیړۍ، عضو شورای اجرائیهء حزب ملی وطن تدویر یافته بود، با تلاوت آیات چند از قرآن مجید آغاز یافت.

ادامه نوشته…

11 فوریه
۲دیدگاه

پل په پل

  تاریخ نشر دوشنبه یازدهم فبروری  ۲۰۱۳ هالند

نورمحمد غفوری

نورمحمد غفوری

پل په پل

نور محمد غفوری

***

چې د یار نازکې شونډې مچو نه کړم

که تمامه دنیا راکړی زه بې څه کړم؟

ادامه نوشته…

25 ژانویه
۵دیدگاه

څــــړیــکه

تاریخ نشر جمعه ۲۵ جنوری ۲۰۱۳ هالند

نورمحمد غفوری

نورمحمد غفوری

څــــړیــکه

نورمحمد غفوری

***

له هرې خوانه په ما غم اوروي

د زمانې زړګی ماتم اوروي

ادامه نوشته…