په افغانستان کې د انتقالی عدالت اړتیا
(هجدهمین سال نشراتی )
تاریخ نشر : پنجشنبه مؤرخ ۲۱ حوت ( اسفند ) ۱۴۰۴ خورشیدی ۱۲ مارچ ۲۰۲۶ میلادی – ملبورن – استرالیا
—————————————————————————————————————————
په افغانستان کې د انتقالی عدالت اړتیا
نور محمد غفوری
سریزه
په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوی چې ګواکې په افغانستان کې اسلامی امارت د محقق له تلویزیون او ځینو نورو شتمنیو سره د مصادرې چلند کړی دی. د دې خبر د رښتینولۍ په اړه تر اوسه پوره باور نه لرم، خو همدې خبرو ماته د هغو زرګونو مظلومو انسانانو د حقونو موضوع را یاده کړه چې په تېرو لسیزو کې ورباندې بېلابېل ظلمونه شوی دی. په حقیقت کې د افغانستان وروستۍ تاریخ له جګړو، سیاسی شخړو او د بشری حقونو له پراخو سرغړونو ډک پاتې شوی دی. له همدې امله، که په هېواد کې رښتینې او تلپاتې سوله ټینګېدل او ټولنیز عدالت عملی کېدل غواړو، نو د انتقالی عدالت د بهیر پیل او پلی کېدل یو جدی او نهانکارېدونکی ضرورت دی.
انتقالی عدالت څه ته وایی؟
انتقالی عدالت هغه میکانیزمونو او بهیرونو ته ویل کېږی چې وروسته له جګړو، سیاسی بدلونونو یا اوږدو شخړو څخه د عدالت د تأمین، د حقیقت د څرګندولو او د قربانیانو د حقونو د اعادې لپاره کارول کېږی. په دې بهیر کې معمولاً د حقیقت موندنې کمېسیونونه، د مسؤلینو حساب ورکول، د قربانیانو جبران او د ملی پخلاینې هڅې شاملې وی. د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د شخړو له پای ته رسیدو وروسته د همدې بهیر له لارې هڅه شوې چې ټولنه له تېرو زخمونو څخه د رغېدو لور ته ولاړه شی.
د افغانستان د جګړو اوږد تاریخ
افغانستان له تېرو څو لسیزو راهیسې د جګړو او سیاسی بېثباتۍ شاهد دی. د بېلابېلو سیاسی نظامونو، کورنیو جګړو، بهرنیو لاسوهنو او وسلهوالو شخړو له امله زرګونه انسانان وژل شوی، میلیونونه خلک بېځایه شوی او د خلکو بشری حقونه په پراخه کچه تر پښو لاندې شوی دی. په دې اوږده موده کې د جګړې بېلابېلو لورو داسې کړنې ترسره کړې چې د عدالت غوښتنه یې تر نن ورځې پورې د خلکو په ذهنونو کې ژوندۍ ساتلې ده.
د قربانیانو د حقونو پېژندنه
په افغانستان کې ډېری کورنۍ د جګړو قربانی شوې دی. ځینې خلکو خپل عزیزان له لاسه ورکړی، ځینې بېځایه شوی او ځینې نور له اقتصادی او روانی ستونزو سره مخ دی. د انتقالی عدالت یو مهم هدف دا دی چې د دغو خلکو درد واورېدل شی او د هغوی حقونه په رسمی ډول وپېژندل شی. کله چې قربانیان احساس کړی چې د هغوی دردونه او قربانی هېره شوې نه ده، نو دا کار د ټولنې د روانی رغېدو لپاره مهم ګام بلل کېږی.
د تلپاتې سولې لپاره د عدالت اهمیت
سوله یوازې د جګړې د نه شتون معنا نه لری، بلکې د عدالت، باور او ټولنیز ثبات شتون هم غواړی. هغه ټولنې چې په کې د تېرو ظلمونو حساب نه وی شوی، هلته د شخړو د بیا راژوندی کېدو احتمال پاتې کېږی. انتقالی عدالت کولای شی د حقیقت د روښانولو، د مسؤلینو د حساب ورکولو او د خلکو ترمنځ د باور د بیا رامنځته کولو له لارې د تلپاتې سولې لپاره بنسټ برابر کړی.
ملی پخلاینه او د باور بیا رغونه
په هېواد کې د جګړو پر مهال د بېلابېلو ډلو ترمنځ بېباوری زیاته شوې ده. انتقالی عدالت کولای شی د حقیقت موندنې، د قربانیانو د یاد ساتلو او د ټولنیزو خبرو اترو له لارې د خلکو ترمنځ د باور فضا رامنځته کړی. دا بهیر کولی شی د ټولنې مختلف قشرونه د یو ګډ راتلونکی لپاره سره نږدې کړی.
پایله
افغانستان د اوږدو جګړو له امله ژور ټولنیز او روانی ټپونه زغملې دی. د دې ټپونو د رغېدو لپاره یوازې سیاسی بدلونونه بسنه نه کوی، بلکې عدالت، حقیقت او پخلاینه هم اړین دی. انتقالی عدالت کولای شی د تېرو ظلمونو د منلو، د قربانیانو د حقونو د درناوی او د یو عادلانه او سولهییز راتلونکی د جوړولو لپاره مهمه لاره پرانیزی. که افغانی ټولنه غواړی چې له جګړو وروسته یوه باثباته او عادلانه راتلونکې ته ورسېږی، نو د انتقالی عدالت بحث باید جدی ونیول شی او د عملی کېدو لپاره یې مناسب میکانیزمونه رامنځته شی.
۱۱.۰۳.۲۰۲۶

دیره مننه غفوری صیب ، روغ اوسی.
پدرناوری
قیوم بشیر هروی