الگوریتم څه شی دی، څه وخت، چیرته او څنګه را پیدا شو او د څه لپاره په کارېږی؟
هجدهمین سال نشراتی )
تاریخ نشر یکشنبه مؤرخ ۵ دلو ( بهمن ) ۱۴۰۴ خورشیدی ۲۵ جنوری ۲۰۲۶ میلادی – ملبورن – استرالیا
—————————————————————————————————————————-
الگوریتم څه شی دی، څه وخت، چیرته
او څنګه را پیدا شو او د څه لپاره په کارېږی؟
نور محمد غفوری
الگوریتم د ستونزې د حل لپاره د منظمو، محدودو او منطقی پړاوونو یو سیستم دی. په بل عبارت، الگوریتم هغه فکری چوکاټ دی چې یو کار یا مسئله له پیل څخه تر پایه پورې په روښانه، پرلهپسې او تکرارېدونکو ګامونو حل کوی. دا مفهوم یوازې په کمپیوټر ساینس پورې محدود نه دی، بلکې د انسان د منظم فکر، حساب، پرېکړې او تحلیل بنسټیزه وسیله ګڼل کېږی.
د الگوریتم تاریخی شالید
د الگوریتم تاریخی ولیې (ریښه) د نهمې میلادی پېړۍ خراسان ته رسېږی. محمد بن موسی الخوارزمی، چې د خراسان له علمی مکتب څخه راټوکېدلی و، د حساب او ریاضی لپاره داسې منظمې طریقې وړاندې کړې چې پر ترتیب، تکرار او منطق ولاړې وې. کله چې د هغه علمی اثار لاتینی ژبې ته وژباړل شول، د نوم بڼه یې Algoritmi ولیکل شوه، چې وروسته ترې د Algorithm اصطلاح رامنځته شوه. له همدې امله، الگوریتم نه یوازې یو تخنیکی مفهوم دی، بلکې د اسلامی تمدن د فکری تولید یوه مهمه تاریخی نښه هم بلل کېږی.
الگوریتم په اصل کې د دې اړتیا له مخې رامنځته شو چې انسان وکولای شی پېچلې ستونزې په ساده، دقیق او تکرارېدونکو ګامونو ووېشی. دا طریقه په لومړیو کې د محاسبې، نجوم، جغرافیې او اداری چارو لپاره کارېده، خو د وخت په تېرېدو سره یې ارزښت نور هم پراخ شو.
الگوریتم د کمپیوټر په نړۍ کې
په معاصر مفهوم کې، الگوریتم د کمپیوټر له پاره یوه لارښوونه ده. الگوریتمونه هغه دستورونه دی چې کمپیوټر ته وایی څه کار، په کوم ترتیب او څنګه ترسره کړی. دا لارښوونې د انسانانو له خوا پروګرام کېږی، او کمپیوټر د همدغو الگوریتمونو پر بنسټ کار کوی.
د الگوریتم په مرسته، کمپیوټر کولای شی یوه دنده ګام په ګام حل کړی. همدارنګه، الگوریتمونه د معلوماتو (ډاټا) د ارزونې او تحلیل لپاره کارېږی. د معلوماتو ارزونه دې ته وایی چې بېلابېل معلومات د ټاکلو اصولو له مخې سره یو ځای شی، تر څو ترې نوی، مانادار او د استفادې وړ معلومات، یعنې اطلاعات، تولید شی.
عملی بېلګې
الگوریتمونه کولای شی په ډېر لنډ وخت کې د معلوماتو سترې زېرمې سره پرتله کړی او یوې ټاکلې پایلې ته ورسېږی. د بېلګې په توګه، انلاین پلورنځی د الگوریتمونو له لارې دا معلومات راټولوی چې د یوه ټاکلی عمر ډلې خلک عموماً څه ډول توکی اخلی. له دې لارې، پلورنځی پوهېږی چې کوم محصولات باید هماغې ډلې ته وړاندې کړی. کله چې یو کس د همدې عمر له ډلې وېبسایټ ته ننوځی، ورته هماغه محصولات ښکاره کېږی، چې دا کار د سوداګرۍ ګټه زیاتوی.
کله چې یو الگوریتم له ډېرو زیاتو معلوماتو سره کار کوی، نو ورو ورو لا دقیق او اغېزمن کېږی. په بل عبارت، کمپیوټر زدهکړه کوی، او پایلې یې لا هدفمندې کېږی.
الگوریتمونه په نورو برخو کې
الگوریتمونه یوازې په سوداګرۍ کې نه کارېږی. په طبابت کې هم الگوریتمونه مرسته کوی، لکه دا معلومول چې خلک په کوم عمر کې په یوې ځانګړې ناروغۍ ډېر اخته کېږی، یا د ناروغیو احتمالی لاملونه کوم دی. په فابریکو او شرکتونو کې، کامرې د الگوریتمونو له لارې زدهکړه کوی چې خراب محصولات څنګه ښکاری، او وروسته یې په تولیدی کرښه کې بېلوی. دا کار د انسان له اوږو دروند بار لرې کوی، خو په ځینو مواردو کې د کاری فرصتونو د کمېدو اندېښنه هم رامنځته کوی.
د لټونماشینونه لکه ګوګل هم د الگوریتمونو پر بنسټ کار کوی. الگوریتمونه حساب کوی چې کومې وېبپاڼې باید لومړی وښودل شی او کومې وروسته.
ځواک او ننګونې
کمپیوټرونه د الگوریتمونو په مرسته ځینې کارونه د انسان په پرتله ډېر چټک او دقیق ترسره کوی، په ځانګړی ډول د ډېرو معلوماتو تحلیل. دوی کولای شی داسې پایلې ومومی چې انسانان یې په هماغه وخت کې نشی موندلای. خو له بلې خوا، که الگوریتمونه سم طرحه شوی نه وی، کولای شی له خلکو سره ناعادلانه چلند وکړی یا د خلکو محرمیت تر پوښتنې لاندې راولی.
پایله
په پایله کې ویلای شو چې الگوریتم یوازې یوه تخنیکی وسیله نه ده، بلکې د منظم فکر، علمی تمدن او عقلانی ټولنې څرګندونه ده. د الگوریتم تاریخ دا ښیی چې زموږ سیمه نه یوازې د علم مصرفوونکې، بلکې د علم تولیدوونکې هم وه. همدا فکری میراث کولی شی د معاصرې پوهې، ټکنالوژۍ او انسانی پرمختګ لپاره یو مهم الهامبښونکی بنسټ واوسی.
اړینه یادونه: دې موضوع ته مو فکر وی چې الګوریتم (Algorithm) له لو ګاریتم (Logarithm) سره غلط نکړو. ددې دواړو اصطلاحاتو تلفظ (خصوصاً موږ افغانانو ته ) یو او بل ته ورته او نږدې ښکاری، له ریاضی سره تړلی او دواړه د محمد بن موسی الخوارزمی د ښوونو میراث دی؛ خو سره یو نه دی. لوګاریتم دا ښیی چې یو عدد څو ځله پر خپل ځان کې ضرب کړو، تر څو ټاکلی عدد ته ورسېږو؛ یا په بل عبارت: لوګاریتم د ریاضی هغه مفهوم دی چې دا ښیی چې یو ټاکلی بنسټ څو ځله پخپل ځان کې ضرب شی تر څو یو معین عدد ترې حاصل شی. لوګاریتم د خالصې ریاضی فورمول دی، په داسې حال کې چې الګوریتم د کمپیوټر، منطق او فکر سره هم کار او تړاو لری.
نور محمد غفوری
۲۳ جنوری ۲۰۲۶

ښاغلی غفوری صیب ، ستاسو د ښکلی او ارزښتناکه مطلب له پاره مننه، بریالی اوسی.
په درناوی
قیوم بشیر هروی