د ارواښاد سمیع الدین « افغانی » د پنځم تلین په ویاړ!
( هجدهمین سال نشراتی )
تاریخ نشر : دوشنبه مؤرخ ۱ جدی ( دی ) ۱۴۰۴ خورشیدی ۲۲ دسامبر ۲۰۲۵ میلادی – ملبورن – استرالیا
د ارواښاد سمیع الدین « افغانی »
د پنځم تلین په ویاړ!
نن د ارواښاد سمیع الدین « افغانی » چې د ادب په ډگر کې یوټکره لیکوال او خوږ ژبی شاعر، لیکوال او وتلای سیاسی، عینی څېړنو او فکر خاوند وه ، د مرګ د پنځمه کلیزه ده ، او په دی مناسبت د هغه دا لنډ ژوند لیک تاسو درنو لوستونکو او وطنوالو ته وړاندې کوم. له دوعا ګانو د دوی په حق او زمونږ ټولو تېرشوو مشرانو په حق کې ( ان شاء الله تعالی) له یاده مه باسئ.
سمیع الدین « افـغانی » د مـــولانا استاد داکتر محمد سعید « سعید افغانی » ځوی، د غــازی مـولوی عبدالمجید « صافی » لمسی او د مولوی سید امیر صیب کړوسی دی، چی په کـال « ۱۳۳۳» هجری شمسی د لغــمان ولایت د عـمرزیو د سیمې پـه خیراباد کلی کې ، زیږیدلی دی.
سمیع الدین د لغمان ولایـت د حیدرخــانیو په دهـاتی ښوونځی او د مهترالمک ابتدایه ښوونځۍ کې یی لمړنۍ زده کــړې کړی، او بیا وروسته د پیرروښان د عالی لیسې د دولسم ټولګی څخه فارغ شوې دی.
په کال « ۱۳۵۹ » هجری شمسی د لوړو او مسلکی زده کړو د ترلاسه کولو لپاره بهر ته واستول شو. او په « ۱۳۶۴» هجری شمسی کال په کورنیو چارو وزارت کی په کار پیل کړ، او د« ډگروالۍ » تررتبې رسیدلی دی.
سمیع الدین « افغانی » د پوهې، فرهنگ، شعر او د « پښتو و دری » ادب په ډگر کې یوټکره لیکوال او خوږ ژبی شاعر وه ، چې ځان ته یې شعری سبک او شعری روش درلود او د هغه په شعرونو اولیکنیوکې « هیلې، دردونه، مینه، ارمانونه او ټولنیز او بشری رنگ » لیدل کیږی.
افغانی صیب د سولې، هوساینې او نیکمرغۍ تږی وه. د وطن د زوریدلی انسان په دردونو اوښکې تویوی، د کرکې ، نفرت او توپیر غوښتنې پر ځای د مینې او محبت اواز اوچت کړ . او په ښکاره ډول ثابت دی چه د ده شعر ، د ده نثر ، د ده لیکنه ، د ده خبری او د ده افکار د وطن، د سولی او د بشریت د خیر او سعادت په هکله دی او پدی لای کی « پښتو او دری » ژبوو ته ښکلا وربښلې ده.
سمیع الدین« افغانی »؛ شپاړس جلده « ۱۶جلده » شعری او نثری کتابونه او رسالی د خپل اوچت قلم له لارې په « پښتو او دری ــ فارسی » ژبو لیکلی چی لس جلده « ۱۰جلده » چاپ او شپږ جلده « ۶ جلده » ناچاپ دی. همداسی دهغه دیړ شمیر څیړنیزې علمی، ټولنیزې، سیاسی مقالې اولیکنې یې د هېواد په مختلف ورځپاڼو ، مجلو ، رسنیو او انترنیټی ویب پانو کې چاپ او خپرې شوې دی.
د افغانی صیب یو شمېر شعرونه د هېواد د وتـلو شاعرانو او لیکوالو په « علمی سیمـینارونو » او مشاعـروکې د کلمه، او یـو شمېر نوریې د هېواد د خوږ ژبو هنرمندانو په غږونوکې کمـپوز شوی
دی، لکه : « زه افغان یم ، پل دې بختور شه ، همت ، دا افغانستان دې ، بنجاره ماما ، یاره ستا په اننګو کې ، میروم لغمان جان ، د وطن په یاد، د برکلی گودر … » او ډیر نور چې زمونږ د هېوادوالو د پاملرنې وړ گرځېدلی دی.
چاپ شوی آثار:
ــ د وطن یادونه « د شعرونو لومړۍ ټولگه ».
ــ پردیس خیالونه « د شعرونو دویمه ټولگه ».
ــ زمونږ کلی او بانډې « نثر ».
ــ داغلی زړونه « د شعرونو دریمه ټولگه ».
ــ د خاپوړو کلی او بانډی .
ــ شین خالۍ « ناول ».
ــ پس از بازگشت « داستان کوتاه ».
ــ نړېدلې جونگړې « د شعرونو څلورمه ټولگه ».
ــ د سمیع الدین « افغانی » چاپ شوی اثار او کتابونه.
ــ یاره ستا په اننګو کی « شعری کلیات ».
ناچاپه آثار:
ــ غوره شعرونه او نظمونه « د شعرونو دیوان » .
ــ پڼځمه شعری ټولګه
ــ د شین خالۍ ناول دویمه برخه
ــ د دری ژبې اشعارو ټولګه
ــ کمپوز شوی اشعارو ټولګه
ــ زمونږ کلی او بانډې دویمه برخه
الحاج سمیع الدین « افغانی » په « پښتو ، دری ، روسی او المانی » ژبو تسلط درلود، واده یئ کړی او پېنځه اولاده هریو: « سمیر ، سیر، سکندر، سلما او ساحل » لری.
سمیع الدین « افغانی » په کال « ۲۰۱۹» میلادی کې د کعبې شریفې زیارت ته مشرف شوو او د حج مراسم یې ادا کړ.
سمیع الدین « افغانی » د اوږدې مودې ورپېښې ناروغۍ له کبله په « ۱۳۹۹هجری شمسی کال د مرغومی پر ۲ نیټه » مطابق « ۲۲ دیسمبر ۲۰۲۰ میلادی ـ کال » د هغه مهربان زړه د فعالیته ودرید او په روغتون کی په حق ورسید. إنا لله وإنا إلیه راجعون
د ارواښاد سمیع الدین « افغانی » جنازه په سبایی « ۲۳ دیسمبر ۲۰۲۰ میلادی ــ کال » د جرمنی هیواد ، د مونشن گلاد باخ ښار اسلامی حضیره کې خاورو ته وسپارل شو. جنازې او دعایه کې یې ګن شمیر لیکوالانو، شاعرانو او دوستانو گډون کړاې وه
ستا مقدس درگاه ته می لاسونه وچت کړی.
ته په خپل مهربانی او رحمت؛ ارواښاد سمیع الدین « افغانی » وبخښه ، اروایې ښاده او جنت فردوس یی په نصیب کړی.
امین یا رب العالمین
برهان الدین « سعیدی »
د حق د لارې د کلتوری مرکز سکرتریت



گرانه ښاغلی سعیدی صیب ، د ارواښاد پروفیسور سمیع الدین افغانی د مړینې پنځمه کلیزه تسلیت وایم.
په درناوی
قیوم بشیر هروی
ملبورن – آسترالیا