۲۴ ساعت

10 نوامبر
۲دیدگاه

نابللى ميلمه

تاریخ  نشر پنجشنبه  ۲۰ عقرب   ۱۳۹۵ –  دهم  نوامبر   ۲۰۱۶ – هالند

نابللى ميلمه 
محترم الحاج نجم الدین « سعیدی »٬
********
هو ! په رښتياهم نابللى  دی. 
ځکه هر د قيقه او هره ثانيه دې ترڅنګ ولاړ وي. 
شپه او ورځ خوښي او خوشحالي ته نه ګوري. 
په غم او ښادې کې درته ناست وي. 
د هيچا څخه ويره نلري. 
صله، عاطفه  او رحم ئې عادت ندی . 
خپلوي او دوستي نلري. 
کله چې حکم او امر ورته وشي نو بې لهد ځنډه امر سر ته رسوي .   (  ١  )
کاستي او کمی د امر په اجراء کې نه کوي او در څخه ئې اخلي. 
د ژړا او واويلا هيڅ پر وا نه کوي . 
هو ! هغه ورو ورو او په کراره راځي ولې په وړو کې تلوار او عجله لري. ډير بې کبره دی د زوړ او ځوان په دستر خوان کېناستلای شي.
او همدا تکراروي چې .« کل نفس ذا يقة  الموت …»
هر نفس د مرګ مزه څکونې ده .              
هو : مرګې نا بللى ميلمه دی، چې هر آن دې تپوس کولای شي . 
================
نجم الدين « سعيدي »    (   ٢٠١٦   /    ٥   /   ٣٠   )
 (  ١  )  سوره الا نعام  آيات   (  ٦٠   )
 

۲ پاسخ به “نابللى ميلمه”

  1. admin گفت:

    تشکر از جناب حاجی صاحب نجم الدین « سعیدی » ، عالیست. موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر

  2. نجم الدين سعيدي گفت:

    گران او محترم ورور مهدي بشيره الله دي صحت مند لره خوسي او خوشحالي دي په نصيب او سه .

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما