۲۴ ساعت

14 آگوست
۱ دیدگاه

د پوهنې په چارو کې مرسته

تاریخ نشر  یکشنبه   ۲۴  اسد ۱۳۹۵ – ۱۴  آگست  ۲۰۱۶ – هالند

د پوهنې په چارو کې مرسته د هیواد د پرمختګ اصلی محور دی

شیرمحمدامیني «ستانکزی»

لوګرولایت د علم په ډګرکې یوځلانده ولایت دی چې ځایي اوسیدونکو او سیمه ئیزو سوداګرو ورته ځانګړې پام اړولې دی. تیرکال په لوګرولایت کې ولسي وګړو پرزیاته اندازه خپلې شخصي ځمکې دښوونځیو د ودانولولپاره وقف کړې چې دغه لړۍ سږکال هم دوام لري.

خلکو په ډیر شوق ددې له پاره چې لوڼې اوزامن يې دسواد نعمت څخه برخمن شي، نو دخپل توان په اندازه ځمکې یې دښوونځیو  د ودانيو د جوړولو لپاره ورکړې. په دې توګه د لوګر ولایت اوسیدونکي زیات هڅیدلي دي چې دپوهنې ډګرته راووځي او څه اندازه مرستې هم د پوهنې له مرکزونو سره وکړي. په دغو مرستو به دپوهنې ریاست د انجنیري ټیم دڅارکمیټې په کتنې سره دښوونځیو د لومړیتوبونو د اړتیا وو له په پام کې نیولو سره د ښوونځیو داحاطې دیوالونه ورغويي اویا به په ښوونځیوکې ماتې کړکۍ، دروازې، ښیښې اوهم د اوبو رایستلوسیسټم پرې جوړ کړي. خوبیا د تدریس په برخه کې  یوتن سیمه ئیز سوداګر دلوړو ټولګيو زده کوونکو لپاره دکانکوردچمتوالې وړیا کورسونه جوړکړي، چې پایله يې ډیره مثبته او د زده کوونکولپاره دمنلو وړدی. که چیرته فکر وشي، دکورسونو مدیریت اوجوړونه عادي کار نه، بلکې ددې په جوړلو اورهبري اخیستو کې زیات لګښت کیږي، خو بیاهم زمونږ دعلم مینه وال له خپل شخصي لګښت نه تیرشوي اوهیوادوالوته يې زحمت ګالي ترڅو زده کوونکي ته چانس ورکړي او دخپلې خوښې وړ  پوهنځیوته بریالي شي.

سربیره په دې، دمرستو ورکولو لړۍ اوس  مهال له هیواد څخه بهر چې کوم افغانان  میشت دي، هغوی هم  دښوونځیو سره مرستې کړي  اویا دمرستوکولو ژمنې شویدي، چې یادې مرستې به  دپوهنې په برخه کې د هیواد په دپرمختګ کې ښه رول لوبولای شی او دپوهې کاروان  دبریا لورې ته بوولای شي.

دښوونیزو مرکزونو سره مرسته  او همکاري دترسره کولو له  دې ډلې څخه یوتن الحاج محمدسلیم عابد پیمان دی، چې په سویډن کې اوسیږي او افغان کډوالوته  دښوونې په برخه کې داستادی دنده پرمخ  وړي. نه تنها ددې دمرستو یادونه باید وشي، بلکې دګران افغانستان دخدمت د ترسره کولو په موخه څو خبري سایټونه هم چلوي، چې دولس هیلې اوغوښتنو ته يې ځانګړې برخه ورکړې، ترڅو خلک وکولی شي،  دخپلو زړونو دردونه  دولت ته ورسوي اود ستونزودحل لپاره  دولت ورته لارې چارې ولټوي. د محمدسلیم عابدپیمان  مرسته  چې دپوهنې له ریاست سره یې ترسره کړې، نوي زره نغدې افغانۍ دي، چې دلوګرولایت دکمال خیلو اومغل خیلو د انجونو ښوونځیولپاره به داوبو د رایستلوسیټمونه فعال  کړي.

په پای کې  دلوګرمیړني ولس ؛ ټولو خیررسوونکو شخصیتونو ته  دلوی خدای تعالی له دربار نه  دزیات عمر غوښتنه کوي او  همدارنګه په نورو ملي  سوداګرو، دزیاتو جایدادونو څښتنانو  او د شتمنو لوګریانو څخه هیله کوي، چې دخپل هیواد آبادۍ په لارکې  خپلې مرستې ونه سپموي  او په خپل توان  سره جوماتونه، دیني مدارس، ښوونځي، روغتیايي مرکزونه، لارې ، پلونه اوسړکونه  جوړ او خلکوته لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.  

شیرمحمد امیني «ستانکزی»

 

یک پاسخ به “د پوهنې په چارو کې مرسته”

  1. admin گفت:

    دوست عزیز آقای شیرمحمد امینی «ستانکزی» ، تشکر از گزارش تان . باید اضافه کنم که کاش اعضای دولت فاسد کرزی و غنی و عبدالله و دیگر چپاولگر های تفنگسالار که زمین های شیر پور ودیگر نقاط کشور را غضب نمودند کمی از زمین های اضافی خود را مانند مردم شریف لوگر به اختیار وزارت های معارف و مهاجرین بگذارند تا آنها مکاتب و خانه های رهایشی برای مردم بی سر پناه بسازند . لعنت به دزد ها و رحمت به اهدا کننده گان. موفق باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما