دلبره
تاریخ نشر سه شنبه ۱۸حوت ۱۳۹۴ – هشتم مارچ ۲۰۱۶ هالند
اتم دمارچ ( د ښځې د ورځ په مناسبت )
نجم الدين ( سعيدي )
برول ښار – جر مني
دلبره
***********
د دنيا د ژوند ملګرې
*******************
ته زما د مينې کور ئې .
ته زما د ژوند ثمر ئې .
ته خوښي او خوشحالې ئې .
ته الماس او هم زيور ئې .
ته د ګلو ښه دسته ئې .
ته ګلاب مشک عمبر ئې .
د صفت دې ثاني نشته .
ټول او صافونه په سر ئې .
چې رڼا دې پلوشې کړي .
ته هغه ځلا نده لمر ئې .
ستا رڼا دې هميشه وي .
را ختو سره اختر ئې .
ته دسپينې سپوږ مې خورئې .
په ښا يست لکه د لمر ئې .
عيب دې نشته په صفاتو .
سر تر پا يه صفت وړ ئې .
اې زما د ژوند ملګرې .
ټول غمو نو ته مې سپر ئې .
د سعيد د زړه دنيا ئې .
د د نياء عقبا ء ثمر ئې .
*************
نجم الدين ( سعيدي )
برول ښار – جر مني
درود به جناب محترم الحاج نجم الدین سعیدی و تشکر از سروده زیبا تان . روز جهانی زن بشما و خانواده گرامی و زنان کشور عزیز ما مبارک . به امید روزی که هیچنوع خشونت علیه زنان در هیچ جای جهان صورت نکیرد. شما موفق باشید. مهدی بشیر
محترم ورور مهدې بشيره سلامونه او احترامات الله پاک دې په خپل امن او امان کې لره د ژوند ټولې برياوې دې په نصيب شه ګرانه وروره مننه چې مطلب دې نشر ته وسپاره خير ويسی . بايد ووايم چې زه دې دمريضې څخه خبر نه وم اوس خبر شوم الله دې هميشه روغ لره ښه او صحت مند ژوند درته غواړم ستاسو ورور نجم الدين ( سعيدي )