د۱۵۱۱۶۲۰ افغانیو په لګښت؛ دلوګر په
تاریخ نشر پنجشنبه ۲۶ قږس ۱۳۹۴ – ۱۷ دسامبر ۲۰۱۵ هالند
د۱۵۱۱۶۲۰ افغانیو په لګښت؛ دلوګرپه ولایت کې
دیوټولنیزمرکز دپروژې کاربشپړاوګټې اخیستنې ته وسپارل شو
دپل علم اړوند دالیاس خان بابا په سیمه کې، دکلیواوپراخیتا وزارت دملي پیوستون پروګرام لخوا دیوټولنیز مرکز ترجوړیدو وروسته نن دلیندۍ په ۲۶ مه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په هغو مراسموکې چې لوګروالي په ګډون دلوګردملي پیوستون پروګرام مسؤل د دولتي ادارو ځیني رئیسانو اودالیاس خان بابا دکلي مشرانو، ځوانانو اودیادې سیمې دپراخیتايي شورا مسؤلینوبرخه اخیستې وه، چې یاده پروژه دلوګروالي لخوا دپټۍ په پریکول سره سم ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دغه ټولنیزمرکزپه ۱۷۰ مټرمربع ځمکې کې په پاخه اواساسي ډول جوړه او ټولټال (۱۵۱۱۶۲۰) افغاني لګښت پرې راغلی، چې دغه مالي لګښت دملي پیوستون د پروګرام له لورې او لس سلنه ونډه ځايي خلکوورکړي. چې ددې پروژې څخه ۲۹۶ کورنۍ ګټه اخلي.
دلوګردملي پیوستون مشروویل: دنوموړې سیمې ټوله بودیجه (۲۹۶۰۰۰۰) افغاني وه، چې دلارو اودکاریز په جوړولو اوپاتې پیسې دټولنیزمرکزپه جوړولوولګول شوې.دملي پیوستون مشر زیاته کړه دلارواوکاریز جوړولودپروژو کارپخوا بشپړې اوګټې اخیستنې ته سپارل شویدي.
دویلو وړ ده، چې داپه لوګرکې له ۹۰ څخه زیاتې پروژ ې دي، چې دکلیواوپراخیتا وزارت دملي پیوستون له لورې د دو اونۍ په لړ کې ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي.
شیرمحمدامیني ((ستانکزی))
تشکر از آقای ستانکزی ، طوریکه دیده میشود دولت ع و غ نطر خوب در باره لوگر دارند. خیلی کار خوبی است . امیدوارم از ولایات دیگر کشور ما همچنان مانند لوگر اخبار خوبی در قسمت آبادی آن داشته باشیم. موفق باشید . مهدی بشیر