یوتن ماشوم؛ دتښتونکوله منګلوڅخه خلاص
تاریخ نشر دوشنبه ۱۶ قوس ۱۳۹۴ – هفتم دسامبر ۲۰۱۵ هالند
یوتن ماشوم؛ دتښتونکوله منګلوڅخه خلاص شو
شیرمحمدامینی ((ستانکزی))
په لوګرولایت یوتن تښتونکی ماشوم، چې عمر يې ۱۴ کالوپه شاوخوا کې دی، دتښتونکوله منګلوڅخه خلاص اوخپلې کورنۍ ته تسلیم شو. دغه ماشوم رحیم الله دعبدالحکیم زوی او دبلخ ولایت اوسیدونکی ده، چې دامهال دکابل دبګرامیو ولسوالۍ کې میشته او هلته دامام ابوحنیفه په مدرسه کې دیني زدکړي کوي.
دلوګرولایت دمقام په خبرپاڼه کې خپاره شوي ، چې دغه ماشوم ۹ ورځي وړاندي دمدرسې څخه دکور په لور روان ؤ، چې یو کرولاډوله موتر کې دري کسان ناست ؤ او ماشوم يې وتښتول، چې بیاد لوګر ولایت ته یې راوړې ؤ، چې تیره ورځ د ملي امنیت له خوا په ځانګړو عملیاتوپه ترڅ کې د برکي برک ولسوالۍ په قلع تقي سیمه کې د تښتونکوو له منګولو خلاص او درې کسان د یو میل کلاشینکوف او یو میل تفنګچې سره یوځای ونیول شول.
رحیم الله رسنیو سره په خبرو کې وویل:((چې په تیرو ۹ ورځو کې د تښتونکو له خوا ماته وهل او ډ بوول راکول کیده او راته به یې ویل، چې ستا کورنۍ مونږ ته تر هغي چې پیسي رانکړي تا نه خوشې کوو، خودملي امنیت په دوی چاپه وغورزوله او زه یې راخلاص کړم او هماغه دري نفر چې زه یې تښتولی وم ونیو ل.))
د رحیم الله پلارد لوګرولایت مقام او د ملي امنیت ریاست څخه مننه وکړه، چې ددې زوي دتښتونکوله منګلوخلاص کړل. هغه وویل: چې تښتونکو له ما څخه څلور لکه ډالر غوښتل چې ما د دی توان نه درلود، ترڅو دوی ته يې ورکړم، چې په پای کې د ملي امنیت ځواکونو زما زوی ته يې دتښتونکو له منګلوخلاصون ورکړ. نوموړی ماشوم دلیندي په ۱۶ مه د لوګرولایت مرسیتال قمرالدین شکیب او د ملي امنیت مسؤ لینو له خوا خپل پلار ته وسپارل شو.
شیرمحمدامینی (( ستانکزی ))
تشکر آقای شیرمحمدامینی (( ستانکزی )) ، تشکر از گزارش عالی تان . لعنت به این ربایندگان و حشی و نفرین به کسانیکه از آنها حمایت میکند . جای شکر است که دولت وحشت ملی توانست ظرف 9 روز اورا آزاد کند . چی خوب است که دولت این رباینده گان را به جزای اعمال شان برساند تا درسی باشد به دیگر وحشی ها . موفق باشید . مهدی بشیر