۲۴ ساعت

09 نوامبر
۱ دیدگاه

په لوګرکې دلینکن ښوونیزمرکزپرانیستل

تاریخ نشر دوشنبه  ۱۸ عقرب ۱۳۹۴ –  نهم   نوامبر ۲۰۱۵ هالند

مکتب کنر

په لوګرکې دلینکن ښوونیزمرکزپرانیستل شو

شیرمحمد«امیني» (ستانکزی)

په لوګرکې دلینکن ښوونیزمرکزداطلاعاتواوفرهنګ ریاست دعامه کتابتون په ودانۍ کې دلړم په ۱۷ مه رسماٌ پرانیستل شو. هغه غونډه چې ددې مرکزدپرانیستې په موخه جوړه شوي وه؛   په دی محفل کی دلوګر والی او د دځیني دولتي ادارو رئیسانو، زده کړیالانو، میرمنو او ځوانانوګډون کړي ؤ.

غونډه دڅومبارکوآیتونوپه تلاوت سره پیل شوه. داطلاعاتواوفرهنګ رئیس دلینکن ښوونیزمرکزدپرانیستې غونډې ګډونوالوته دښه راغلاست  وویلوترڅنګ   زیاته يې کړه، چې اوسمهال ځوانان کولای شي، په ښه توګه ددې ښوونیزمرکزڅخه دکمپیوټراو انګلیسي ژبې په زده کړه کې برخمن شي.

یا دښوونیزمرکز دافغانستان په نورو ولایتونوکې هم فعالیت لري، چې دغه یوویشتم ښوونیزمرکزدی،چې دامریکا دسفارت  په مالي مرسته په  لوګرولایت کې پرانیستل کیږي، په دې مرکزکې به دکمپیوټر، انکلیسي ژبې، انټرنټ او دژورنالیزم کورس په وړیا ډول  ترسره شي اوترڅنګ يې بیلابیل کتابونه هم شته چې دلوست مینه وال ورڅخه ګټه اخیستلای شي.

لوګروالي غونډې ته په خبروکې لومړۍ د لوګر ولس او ځوانانو ته د دغه ښوونیز مرکز دپرانیستې مبارکي وړاندې کولو سربیره خوښي څرګنده کړه، ویې ویل، چې  دلینکن ښوونیز مرکز په پرانستو سره سم لوګري ځوانانوته دټکنالوژۍ په زده کړه مصروفیږي او همداټکنالوژي ده چې د وخت د ضایع کیدو مخه نیسي او ډېر کار په کم وخت کې تر سره کوي.

 لوګرواليد علم اوپوهې  په اهمیت هم خبرې وکړې ويې ویل، چې علم  هغه نعمت دي، چې دجهالت تورې تیارې رڼا کوي  او انسانان دهغې له رڼاڅخه  دپرمختګ نړۍ ته وربیايي، چې  کومې بدبختي په ټولنه کې شتون ولري، هغه ټولنه  دهمدې علم په برکت  دسمون او سمې لورې ته  يې مخه کوي. او د  دلوګرپرځوانانوباند غږ وکړ، چې  دکمپیوټراو انګلیسي ژبې   په زده کړه کې له یادښوونیز مرکز څخه ښه ګټه واخلي.

د امریکا سفارت د لینکن سنټر عمومي رئیس، د اطلاعات  اوفرهنګ دګرځندوی معین  چی  دسکایف پرلیکه  دسفارت څخه  په اړیکه کې  ؤ، هریووپه  وار سره د لوګر والي څخه مننه وکړه چې د دغه سنټر په جوړونه او دامنیت په خوندیتوب کې ښه همغږي اوهمکاري کړې ده. دلینکن سنټر عمومي رئیس  وویل چې په دې ښوونیزمرکزکې د ژورنالیزم، کمپیوټر، انټرنیټ اوانګلېسي برخوکې زده کړې په وړیا ډول ترسره کیږي.

د اطلاعات  اوفرهنګ وزارت مرستیال  وویل چې کتاب تونونه او د زده کړې مرکزونه د دوی د لومړیتوبونو څخه دي او دغه ښوونیزمرکزونه  چې په نورو ولایتونو کې شته  دي، د دوی د ا رزونې  پر اساس ډېرګټور اومهم  لاسته راوړنې لري.

همدارنګه په دې پرانیسته غونډه کې   د ولایتي شورا مرستیال ، داطلاعاتو اوکلتوروزارت څخه راغلي پلاوي، د لوګر دلوړو زده کړوموسسې رئیس هم خبرې وکړې اوغونډه داطلاعاتواوفرهنګ رئیس  له خوا پردعايې لوستلو پای ته ورسیده.

 دلوګرد دلینکن ښوونیزمرکز مسؤل دلوګرجریدې خبریال ته وویل، په دې  لینکن ښوونیزمرکز ټول ټال یو لک او پنځوس زره امریکایي ډالره لګښت راغلی چې په دریو میاشتو کې یې د جوړولو چارې بشپړې او سمبال شوي دی. هغه زیاته کړه، چې  په دغه ښوونیزمرکز کې په زرګونه کتابونه هم د مطالعې اولوست په موخه ایښودل شوي دي. مفلح زیاته کړه، دلوګرپه لینکن ښوونیزمرکزکې ۱۵ پايې  کمپیوټرونه شته چې په یو وخت کې د ۲۰۰ تنو  د کتاب، کمپیوټر او انټرنیټ مینه والود ځایدو امکانات لري.

دویلو وړ ده، چې دلینکن ښوونیزمرکز پرته ددې ترڅنګ؛ دلوګرعامه کتابتون کې هم له ۱۲۰۰۰ تر ۱۳۰۰۰ټوکه مختلف بیلابیل کتابونه شته دي، چې هر ورځ  له ۳۰ تنه څخه زیات دمطالعې اولوست  مینوال؛ چې ډیری يې دښوونځیوزده کوونکي او دپوهنتون زده کړیالان دي، یادکتابتون ته راځي.

پاتې دنه وي، چې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت څخه راغلي پلاوي، دلوګرداطلاعاتواوفرهنګ ریاست اود اداري مدیریتونوڅخه لیدنه او ارزونه وکړه، چې داطلاعاتواوفرهنګ رئیس  له لورې ورته معلومات وړاندې کیدل اوپه پایله کې  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دعامه کتابتونونو رئیس  او دانساني سرچینو رئیس له لورې  داطلاعاتواوفرهنګ ریاست کارونه دستایلووړاو یادریاست  مامورین يې خپلوکارونوته لا ښه وهڅول.

شیرمحمد«امیني» (ستانکزی)

 

یک پاسخ به “په لوګرکې دلینکن ښوونیزمرکزپرانیستل”

  1. admin گفت:

    تشکر جناب ستانکزی عزیز از گزارش تان . من به جوانان ولایت لوگر افتتاح { دلینکن ښوونیزمرکز }را تبریک میگویم ، امیدوارم که از آن اسفاده درست تمایند. موفق باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما