څنګه وه ؟
تاریخ نشر شنبه ۱۱ میزان ۱۳۹۴ – سوم اکتوبر ۲۰۱۵ هالند
څنګه وه ؟
الحاج نجم الدین سعیدی
***********
دسهر باده چې راتلې زما و طن څنګه وه ؟
هه د وطن ودښت غرونه او چمن څنګه وه؟
په وران ګوګل اوپه زخمې زخمې بدن خورشوي .
د هغه کو نډو يتيما نو ژړيدن څنګه وه ؟
***
راته بيان کړه شپې ورځې د بې کورو خلکو .
د خېمو لاندې د يخنې نه رپيدن څنګه وه ؟
داسې څوک وه چې درنځوراولادپوښتنه وکړې ؟
د بې دواوو فقيرا نو ځا نکند ن څنګه وه ؟
***
ستاپه احوال باندې سعيدزخمونه بياتازه شول .
په خپل وطن کې افغانانوهجرت ژوند څنګه وه ؟
چې په راکټ اوپه بموئې وطن ټول خراب کړه .
په ميو مست جنګ سالارو چال چلند څنګه وه ؟
********* *
د وطن دخلكو كال په ياد
( نجم الدين سعيدي )
جناب سعیدی عزیز ، بازهم مانند همیشه سروده عالیست. موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر