دلوګردعامه کتابتون نوې ودانۍ
تاریخ نشر سه شنبه دهم سنبله ۱۳۹۴ – اول سپتامبر ۲۰۱۵ هالند
دوستنان محترم و گرامی لطفا نظر های تانرا در قسمت دیدگاه های صفحه ۲۴ ساعت بنویسید تا همیشه محفوظ باشد .
با عرض حرمت
مهدی بشیر
*********
دلوګردعامه کتابتون نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
شیرمحمد امیني ((ستانکزی))
دلوګردعامه کتابتون نوې ودانۍچې دلوګرمرکز په زړه کې موقعیت لري، نن د وږې په لسمه دیوې شاندارې غونډې په ترڅ کې دپټې په پرې کولوسره سم ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
ددغې ودانۍ ساختماني چارې یې؛ چې شپږمیاشتې مخکې د (۲۱۰۰) مټر مربع ځمکې پرسرپه یو پوړ کې په پاخه اواساسي ډول پیل شوې وې، کاريې بشيړ او نن رسماٌ ګټې اخیستنې ته چمتواوپرانستل شوه.
دکتابتون دپرانستې په غونډې کې دلوګروالي په ګډون، داطلاعاتواوفرهنګ وزیر ، دکانونو وزیر، داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دفرهنګي چارو مرستیال ، داطلاعاتواوفرهنګ رئیس ، په ولسي جرګه کې دلوګردخلکو استازی ، دولایتي شورا مرستیال او ددې شورا غړي، دلوګرولایت د دولتي ادارو رئیسانو ، دمرکز څخه راغلي پلاوې او ځوانانو ګډون کړي ؤ.
داطلاعاتواوفرهنګ وزیز په لوګرولایت کې دداسې سترعلمي اوفرهنګي مرکزپرانیسته دلوګرولس ته مبارکي ويې ویل، زیاته يې کړه، چې لوګرځوانانو کولای شي ددې کتابتون څخه مثبته ګته پورته کړي. همدارنګه داطلاعاتواوفرهنګ وزیز دلوګراطلاعاتواوفرهګ ریاست کارکوونکو څخه مننه اوقدردانی وکړ، چې خپل فعالیتونه په سمه توګه مخته وړي اودکتابتون په پرانستلوکې هلې ځلي کړي دي. لوګروالي ، هم دکتاب اوکتاب لوستلوپه اړه غونډې ته معلومات وړاندې کړل، زیاته يې کړه، چې په لوست اومطالعې دانسانو ذهین پیاوړې کیږي، انسان دجهالت اوناپوهۍ څخه درڼايې لورې ته بیايي.
دلوګردعامه کتابتون مشر دلوګر جریدې خبریال ته وویل: دغه کتابتون؛ دوه لوی دکتاب لوستلو صالونونه، ۵ اداري خونې، ۴ تشنابونه، دوه دهیلزونه، داوبو یوه حلقه کوهی اونورې لازمې اسانتیاوې لري، چې لګښت يې ټولټال (۱۸۰۰۰۰) امریکايي ډالر کیږي، مالي لګښت يې دهندوستان هیواد له خوا ورکړل شویدي.
دلوګردعامه کتابتون مشرزیاته کړه، چې دلوګرعامه کتابتون دلوګرداطلاعاتواو فرهنګ ریاست دچتر لاندې فعالیت لري، چې دیولس زره څخه زیات بیلابیل ادبي، دیني، ټولنیز، روغتیايي، ساینسي او … کتابونه په کې شته دي، چې په ورځ کې له ۳۰ تنه څخه زیاد دکتاب لوستلومینه وال یاد کتابتون ته راځي اودکتاب لوستلوڅخه ګټمن کیږي، چې زیاتره يې دښوونځیو زده کوونکې او محصلین دي. دعامه کتابتون دمشر په وینا؛ دلوګرعامه کتابتون کې کوم ډول کتابونه چې شتون لري، ځینې یې نشي کولای چې دځوانانو اومحصیلینو دلوست ټولې اړتیاوې پوره کړي، ده دحکومتي اړوندو ادارو او موسساتو څخه غوښتنه وکړه، ترڅو دلوګرعامه کتابتون سره دنورو زیاتو کتابونو مرسته ترسره او په کتابونويې شتمن کړي.
دلوګرعامه کتابتون دوه نورې څانګې لري، چې یوه یې دمحمدآغې اوبله دبره کي برک په ولسوالۍ کې موقعیت لري، چې دسهارله اتو بجو څخه تر څلوربجو دمازدیګر دکتاب دلوستونکواومینه والوپرمخ دروازې يې پرانیستي دي.
پتیلې ده، چې په د نږدې وختونوکې یاد کتابتون کې؛ دلوګر ځوانانو لپاره دخدمت وړاندې کولوپه موخه دانګلیش اوکمپیوټر زده کړوزمینه هم په وړیا ډول پیل شي.
پاتې دنه وي، چې دلوګرعامه کتابتون؛ مخکې داطلاعاتواوفرهنک ریاست په ودانۍ کې په دوه کوچنیو خونوکې فعالیت درلودل، چې دکتاب لوستونکو لپاره دپراخ ځای دنشتون له امله ستونزې درلودې، چې اوسمهال دنوې کتابتون په پرانیستو سره شته ستونزې به حل شي.
دالومړۍ ځل ده، چې داطلاعاتواوفرهنګ وزیر له لورې دافغانستان په سطحه دلوګرنوې کتابتون ودانۍ پرانیزي.
شیرمحمد امیني ((ستانکزی))
تشکر از آقای شیر محمد امینی ( ستانکزی ) گزارش عالیست. امیدوارم که جوانان ما عوض توپ و تفنگ به کتاب و کتابخانه رو بیا,رند و در آینده مصدر خدمتی به کشور و هموطنان خود شوند. خیلی جالب است که بعد از مدت یکسال دولت وحدت ملی توانست یک کار مفیدی را انجام دهد . موفقیت کارکنان کتابخانه را آرزو میکنم . موفق باشید .مهدی بشیر
درود به برادر عزیزم شیر محمد استانکزی !
بسیار خورسندیم که چنین اقدام نیکی صورت گرفت و امید وارم که در حفظ و تداوم آن هم مردم شریف لوگو و مخصوصاً جوان بکوشند تا دشمنان علم و فرهنگ را از اطرافش بدور نگهدارند.