۲۴ ساعت

05 آگوست
۲دیدگاه

بنګړوخبرې

تاریخ نشر چهار شنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۴ –  پنجم  آگست  ۲۰۱۵ هالند

الحاج نجم الدین « سعیدی »

الحاج نجم الدین « سعیدی »

   بنګړوخبرې

الحاج نجم الدين. سعيدي

 ************
وړې   وړې ‎‎ خبرې   په  كرشمو  خبرې .
دشونډو څوکو په سر، کړې په نخرو خبرې .
دا تور  کاکل  دې  په مخ سايه بانې  کوي .
 په مخ  دې  شنه  خالونه  پيره  داري کوي .
 دا ستا  کږې  وريځې ، كړي مرچلو خبرې .
 دشونډو څوکو په سر ، کړې په نخرو خبرې .
چارګل  په   پوزه  ګلې   ډيره   ښکلا  لري .
 ستا  صدفې   غاښو نه    څه   تجلا   لري .
ستا   د  بڼو  حر كا ت   په  اشارو خبرې . 
 دشونډو څوکو  په سر ، کړې په نخرو خبرې .
پيزوان په شونډو باندې څه ښى نخرې کوي .
 د زنې خال دې ګرانې  ښايست قصې کوي .
کټ کټ خندا دې ياره ستا بې ، پردو خبرې .
د شونډ و څوکو په سر ، کړې په نخرو  خبرې .
 په لاره  تګ  دې  آشنا  زرکې  نکلونه  کوي .
ئې  د  حرم   ښا  پيرې   نذا   کتونه  کوې .
 ستا د لا سو  حر کات کړي  د بنګړو خبرې .
 د شو نډو څوکو په سر ، کړي په نخرو خبرې .
***********  
نجم الدين. سعيدي
 

۲ پاسخ به “بنګړوخبرې”

  1. admin گفت:

    درود به جناب الحاج نجم الدین. سعیدی ،سروده زیبا و مانند همیشه عالیست.موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر

  2. الحاج نجم الدین « سعیدی » گفت:

    محترم وروره مهدې بشيره سلا مونه او ښې چارې ته دې ژوندې اوسې په مننې له تا څخه کوم څه چې د ويلو دې هغه دا ده چې د بنګرو فکر په سر ونه ګر ځوې کنه نو زما په شان به زر زوړ شې . نجم الدين سعيدي

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما