زړګيه
تاریخ نشر سه شنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۴ – ۲۱ جولای ۲۰۱۵ هالند
زړګيه
الحاج نجم الدين سعيدي
هره شيبه دي درد ډيريږي زه پري ښه پوهيږم .
عمردي تيرشونورلنډيږي زه پري ښه پوهيږم .
***
عبث خيالونونه لاس واخله نورسوچونه مکړه .
دنيا په غم کله ارزيږي زه پري ښه پوهيږم .
***
داتور کاکل په سپين رخسارآشنانورنه خوروي .
تراننګو ئي سره ختميږي زه پري ښه پوهيږم .
***
زړګيه هغه پخواني شور او مستي دي نشته .
آشناپه څنګ درنه تيريږي زه پري ښه پوهيږم .
***
ستانظراني سعيده يار سترګو قبولي نکړي .
بس نورنو زړه راته ژړيږي زه پري ښه پوهيږم .
***********
( نجم الدين سعيدي )
درود به جناب الحاج نجم الدین سعیدی ، بازهم سروده زیبا و با احساس است. موفق باشید. مهدی بشیر
مهدې بشيره وروره د پاک او د مينې ډک زړګې څخه مو مننه . نجم الدين سعيدي