جــــانـــان
تاریخ نشرسه شنبه دوم سرطان ۱۳۹۴ – ۲۳ جون ۲۰۱۵ هالند
جــــانـــان
ظفرخان « اهـتمام »
ای تـقـديـره ګـوره ځـان درلـره سپـارم
دا تکه تکه جـانـان در لـره سپـارم
دوړيي غونـدې فاني نړۍ کې خوښ يم
غصبگره دا جهـان در لـره سپـارم
دا رضـا اواراده نــوپـــه کښې څــه دی؟
ازل ليکې! زما تاوان در لـره سپارم
میلونـر چـې تجارت نه لـرې! څه یــي؟
نوم دغله او بې ایمان درلـره سپارم
په تس نس زه دغريب له حال خبريـم
خـېټـوره رمـضـــان در لـره سپـارم
نـړۍ ميـنـه تـه کـيـنه کـوې افـغــانــه
دغه جبردزمان در لره درلره سپارم
چې مېشته ياست یودبل خـوا قـــومـونـه
يوګـډ نوم دسترافغـان درلره سپارم
* * *
۲ / ۴ / ۱۳۹۴ – کابل)

سروده ریبا و عالیست . موفق باشید اهتمام عزیز ، طاعات و عبادات تان در این ماه مبارک قبول. موفق باشید . مهدی بشیر
سلام محترم محمدمهدی بشیر صیب طاعات و عبادات تشما هم در این ماه مبارک قبول ګردد ازحسن نظرتان ممنون . پېروز باشید