د قدرت لیوني
تاریخ نشر جمعه ۲۵ ثور ۱۳۹۴ – ۱۵ می ۲۰۱۵ هالند
د قدرت لیوني
سمیع الدین افغاني
۱۴ – ۵ – ۲۰۱۵ م ۰ کال
چې د دین په نوم وطن او هم ایمان خرڅوي
دا د قدرت لیوني ځکه خپل وجدان خرڅوي
دوئ د هستي مفهوم په مکر او دوکو کې ویني
دي بې خبره له دې رازه چې خپل شان خرڅوي
وي منافق چې په زړه یو په خوله کې بله وایي
دوئ د لعنت په تله ځان په لوی شیطان خرڅوي
لویه ګناه ده چې د دین په نوم دوکه کوي څوک
دا دون صفته مو هستي په سپین میدان خرڅوي
په هر مجلس کې کړي د عدل او انصاف خبرې
که لاس یې برشي د نیکه نوم او نشان خرڅوي
تل په دوکو او چلو ول کاذب شهرت لري دوئ
پرون منکروه نن د پاک دین پیروان خرڅوي
خپل شوم مقصد وررسیدو ته دوئ فتنې زیږوي
صرف دیو څو پیسو بدل کې مسلمان خرڅوي
دوطن مینه دوئ کې نه شته نه انصاف لري دوئ
دا شرمیدلي زمونږ ګران افغانستان خرڅوي
افغاني پوه یمه پدې چې مخ تورن به وي تل
چې په دوکه، فریب څوک کور دهر افغان خرڅوي
———————–
سمیع الدین افغاني
۱۴ – ۵ – ۲۰۱۵
م ۰ کال

درودبه جناب آقای سمیع افغانی ، سروده زیبا و مانند همیشه عالی و با احساس است. موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر