۲۴ ساعت

30 ژانویه
۱ دیدگاه

د سولې حاجت

تاریخ نشر جمعه  ۱۰  دلو ۱۳۹۳ –  ۳۰ جنوری ۲۰۱۵ هالند

محترم سمیع الدین افغانی

محترم سمیع الدین افغانی

د سولې حاجت

سمیع الدین افغاني

30 / 1 / 2015 م ۰ کال

موږ د جنګ د څــو لسیزو قـــرباني یو

یو دسولې هیله مند لــه  کـــردګـــاره

   په خلوص د نیت کعبې ته په سجدو یو

پناه غـــواړو د مــولا  د لـــوی درباره

ولسونه مـــو د غـــم  په ټغر ناست دي

کور او کلي موشول وران له دې ناتاره

لا تر څو به موږ پــه وینو کـــې لمبیږو

مددګــار مو شې  خـــالقه لا یـــزالـــه

ته کریم یې ته رحیم  ته پاک سبحان یې

 شو که خلاص نور  د بې رحمو له ازاره

په وطن کې  که مو سوله ورور ګلوي شي

موږ په سوله کې  ژوند غواړو له غفاره

چې  دجنګ لمن شي ټـــوله امـن راشي

دا حاجت مـو کـړې پــوره  پـــروردګاره

————-

سمیع الدین افغاني

۲۰۱۵- ۱ – ۳۰

م ۰ کال

 

یک پاسخ به “د سولې حاجت”

  1. admin گفت:

    درود به سمیع جان افغانی ، سروده زیبا و عالیست . موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر – هالند

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما