۲۴ ساعت

09 سپتامبر
بدون دیدگاه

اعلامیه

تاریخ نشر دوشنبه ۹ سپتامبر ۲۰۱۲ هالند

بسم الله الرحمن الرحیم

دافغانستان لپاره دسولی اوآزادی کمسیون

Die Kommission  für  Frieden und Freiheit in Afghanistan

کمسیون صلح وآزادی برای افغانستان

تقاضای همگانی کمسیون صلح وآزادی برای افغانستان

اعلامیه

د سولې او آزادي کمسیون

انتخابات :

د سولې،امنیت،او ملي واکمني

په خلاف هلې ځلې

 د بن د غوندې راهیسې په افغانستان کې  جګړه روانه ده چه په ترڅ کې یې هره ورځ په لسګونو افغانان وژل کیږې. اشغالګر ځواکونه یوې خواه د یرغلیزې جګړې یو اړخ  او له بلې خواه د ملګرو ملتونو د منشور په خلاف  د افغانانو د خپلمنځي  کورنې جګړې جانب داره برخه وال ګنل کیږې .

لویدیز شکیلاک قوتونه د دولس کلونو په موده کي  د جګړې اور د جنګي جنایت کارانو ، د  بشري حقونو د ناقضینو او د ملي خاینینو په مرسته  بل ساتلې ده  او اوسمهال پدې لته کې ده چه د تولو حقوقي معیارونو په خلاف د تول تاکنې د لارې دوي ته د سیاسي ژوند د دوام مشروعیت ورپه برخه او د عدالت د منګلو نه وژغوري .  

افغانان هغه دیموکراسي او انتخاباتو  ته چه د تولنیزې او اقتصادي ودې په بنست باندې ولاړ او د وطن د بچیانو د سیاسي تفکر محصول وي هرکلي وایی، خو هغه په اصطلاح  دیموکراسي او تول تاکنې  ته چه د بهرني یرغل او د جګړې زیږنده  وي او د  بد معاشي  دلارۍ وتپل شي ، د نړي د زورواکانو د هژموني د پراخوالې  پلمه بولي  ، ورسره مخالف دریز لري او د هغه د ناوړه اغیز د منځه وړو په وړاندې مقابله کوي .

د افغانستان د حالاتو په نظر کې نیولو سره ، په داګه ویلي شو چه  دیموکراسي او تول تاکنې ، د کورنيو او بهرنیو زورواکانو په واسطه د بیعدالتي، نا امني ، ګدودي ، توپک سالاري او بې اتفاقي  د مقصدونو د پاره استعمالیږي .دغه تول جګړې ته د لمن وهلو په موخه ده.

د سولې او آزادي کمسیون د  وسله وال مقاومت ، سیاسی شخصیتونه ، سیاسي ګوندونه ، مدني تولنو او تولو افغانانو  نه غوښتنه کوي چه د داسی تول تاکنو د تحریم په مقصد ، زموږ سره همغږې  شي .

امنیت ، عدالت ، ملی واکمني  او  بالاخره ستندرد انتخابات باید د جګړې او سولې تر منځ د یوه منځګړې پلاو (لند مهال حکومت) د فیلتر نه تیر شي . لند مهال حکومت د وسله وال مقاومت سره د خبرو اترو د دوام په صورت کې جوړیږي .

هغه تول تاکنی چه د پرله پسې جنګي جنایتونو تر سیورې لاندې ترسره کیږي(په کونړکې د سپرلي په موترد برید په نتیجهکې د ښځو اوماشومانو په شمول د ملکي خلکو د وژنې وروستي جنایت د  ۲۰۱۳ م کال د سپتامبر په ۷ مه نیته) یوازې د اشغال د توجیه په مقصد کارول  کیږي او مشروعیت نلري.

د سولې او آزادی کمسیون د بهرنې  نظامي ائتلاف نه غوښتنه کوی چه  د انسان وژنې او وحشت نه دکې  لوبې ته د دیموکراسې اوانتخاباتو تر پلمې لاندې دپاي تکې کیږدي،او انسانیت ،عدالت او اصولی ارزښتونو ته درناوي وکړي. والسلام

د سولې او آزادي کمسیون

دوکتور عبدالواحد احدزاده  09.09.2013

 
بدون دیدگاه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما