۲۴ ساعت

04 آوریل
بدون دیدگاه

د سولې او آزادي کمسیون اعلامیه

تاریخ نشرپنجشنبه  ۴ اپریل ۲۰۱۳ هالند

بسم الله الرحمن الرحیم

دافغانستان لپاره دسولی اوآزادی کمسیون

Die Kommission  für  Frieden und Freiheit in Afghanistan

  د سولې او آزادي کمسیون اعلامیه

د اپریل دوهم ـ ۲۰۱۳ م کال

د اوربند اړتیآ

په وروستيو میاشتو کې د سولې په استقامت هلې ځلې چتکې شوې . هغه سره جوخت جګړه ایز تحرکات زور موندلې  چه په ترڅ کې ېې یوازی په تیرو میاشتو کې په سلګونو افغانان ژوبل یا وژل شوې دي : د جګړې د تعاملاتو له مخې د جګړی اړخونه زیار باسي چه د جګړی د فشار په بنست باندې په راتلونکې مذاکراتو کی اغیز واچوي.

هر څومره ژر چه د سولې  پروسه پلې شي هغومره د بشري او غیر بشري زیاتي تلفاتو مخه نیول کیږي .

     د سولې او آزادي کمسیون هغه هلو ځلو ته هرکلي وایي  چه د جګړې د اړخونو له خوآ  د سولې په مقصد  تر سره کیږي . وسله والو مخالفینو (طالبان ، حزب اسلامی ) ته د یو دیالوگ رسمی مرکز د درلودلو حق د نړیوال نظامي ائتلاف د واقعبینی او د سولې د داعیي د ملاتړ نشه ده .  مقاومت سره د یوه رسمي مرکز د چینل د لاری د خبرو اترو پیل د بل هر وخت په پرتله دا اطمینان پیاوړې کړی چه د افغانستان ناورین یوازې د خبرو اترو د لارې پاي موندلې شي .

د سولې او آزادي د کمسیون په اند د خبرو اترو د اجندآ په سر کی باید « اوربند » قرار ولري . د اوربند مخکني شرط هم دا دي چه وسله وال مقاومت پدې باندې داد ترلاسه کړی چه د امریکا جګړه ایز سیاست سولې خواته لیوالتیآ موندلې ده .  پدغه برخه کې امریکا د خپل حسن نیت د ښودلو په مقصد باید د مقاومت بندیان خوشې کړي. بیګنا او بې دفاع بندیان باید د مذاکراتو په پروسه کی د چانه وهلو په لاسوند بدل نشي. مخکی د رسمي خبرو اترو نه  د ګوانتانامو نه بندیان خوشې کول ،  دا پیغام ځان سره  درلودلاي شي  چه امریکا د جګړې د دوام اراده نلري او په خپله ژمنه  «  وروسته له دی موږ د افغانستان دمسلح مخالفینو (طالبانو اوحزب اسلامی ) سره جګړه نه کوو … » ولاړ ده . پدې حالت کې  یقینآ  خبرې اترې  افغانستان ته  سولې ور په برخه کولاي شي . انشآالله .

اوربند د ملګرو ملتونو تر سروالي لاندې د یو کمسیون له خوآ څارنه کیږي . په کمسیون کې د نړیوال سره صلیب ، بشري حقونو کمسیون (ملګرې ملتونو په تړاو ) ، اسلامي کانفرانس او  د عفو نړیوال سازمان استازې به غړیتوب ولري . «  پاي »

دافغانستان لپاره دسولی اوآزادی کمسیون

Die Kommission für  Frieden und Freiheit in Afghanistan

c/o. Dr. Abdul Wahed Ahadzada, Falterweg 1, 44799 Bochum

Email:      shagnan1@yahoo.de

 
بدون دیدگاه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما