د خطر ناکوچاويدونکو توکو
تاریخ نشر چهارشنبه ۲۰ مارچ ۲۰۱۳ هالند
پوهـنيار ډ ګروال ظـفرخا ن « اهتمـام »
د خطر ناکوچاويدونکو توکوپه مناسب ډول له منخه وړل
پوهـنيار ډ ګروال ظـفرخا ن « اهتمـام » استاد کالج
*****
دخطرناکو، زړو او متروکه مـُهمـاتو معلومول اوبې خطره کول د پېروتخنيک له دندې څخه دي. Pyro Techcic (د اورتخنيک) په معنی دی چې يوه ترکيبي يوناني کليمه ده (Pyro) يعني اور او(Technic)د تخنيک په معنی او له هغه علم څخه عبارت دی چې د مـُهمـاتو اوچاوديدونکوتوکود ټولو قوانينو څخه بحث کوي هغه شخص يا افسر چې د پېروتخنيک دنده اجرأ کـــــوي د پېروتخنيک په نو م يادېږي.
پيروتخنيک مسلکي افسر بايد د مـُهمـاتو د ساختمان اوچاوديدونکوتوکو د خواصو او ډولونو په باره کې چې له منځه ييوړي، پوره اشنايې او معلومات ولري د مـُهمـاتو د تړلو په وخت کې د آمنيت د مراعاتولواو نورې مسلکي چارې د مـُهمـاتو د له منځه وړلو وخت کې له پام څخه ونه غورځوي او د خپل کار په ترڅ کې لومړي اصول د عمل په ډګر کې پلي کړي څرنګه چې د تېرو ديرشو کالو په جنګو نو کې د چاودیدونکو توکواو مـُهمـاتو بېلابيل ډولونه، په دښتو غرونواوحتي داوسيدوپه سيمو کې پراته دي،ددې له پاره چې موږ ته ترې خطر، ونه رسيږي بايد په هيڅ وجه هغوی ته نږدې نه شو، ځکه ډير خطرناک دي.
د خپل ډول له مخې : د بدن د پوستکي دشړېدنې، د غړو د پړسېدو او مړينې سبب کېږي، نو که چيرې له داسې موادو سره مخامخ کېږو بايد فني او پيروتخنيکي کسانو ته خبر ورکړو، پيرو تخنيکي افسر بايد لومړی دا ډول مواد دپټاقيو او محر کينو په لرې کولو سره بې خطره کړي چې دغه دنـده د مـُهمـاتو د خطر کچه د هغوی د ډول، اندازې، او محرکينو په شمير پورې اړه لري په کومو سيمو کې چې د توپچي ډزې شوې وي اويا بمونه او راکېټونه استعمال شوي وي ، خطرناک مـُهمـات لټول او پـلـټـل کېږي که مـُهمـات د ځمکې پر مخ وي کشف يې آسانه پېروتخنيکي دنده ده، اما هغه مـُهمـات چې د ځمکې په تـَل کې وي په مخصوصو چارو او د ځانګړو استحکامي و سايلو په وسيله موندل کېږي او بيا د پېروتخنيکي کسانو له خوا له منځه وړل کېږي، کوم مـُهمـات چې د وړلو وړ وي د تخريب مخصوصو موضيع ګانو ته وړل کېـږي بيا د ساده تړلو په مېخانيکي عملېې د تخريبی قالب په کارولو سره له منځه وړل کېږي، آزاد چاودیدونکوتوکي کوم چې د مـُهمـاتو په تنه کې نه وي ځای پر ځای شوي په عمومي توګه دکېمېاوي، وينځلـواوسوزولو په عمليو سره له منځه وړل کېږي، د پيروتخنيک له مخې څو ډوله مـُهمـات شته دي چې ځينې مهم يې دا دي :
1. اشنا مـُهمـات چې استعمال شوي نه وي .
2. اشنا مـُهمـات چې چاودنه يې نه وي کړی.
3. مشکوک اشنا مـُهمـات .
4. اشنا زاړه مـُهمـات.
5. غولونکي اوداسې نورتوکي.
چې د دغو مـُهمـاتو له جملې څخه د پېروتخنيک له نظريې وروسته لانديني مواد
د تخريب موضېع ته وړلی شو؛
ـــ اشنا مـُهمـات چې نه وي استعمال شوي
ـــ د انګه يي شوي اشنا مـُهمـات
ـــ اشنا زاړه يعنې هغه مـُهمـات چې د ګرنتي وخت يې پوره شوی وي او د نامساعدو شرايطو په ډيپوکولوسره يې خپل توليدي کيفيت او محاربوی وړتېا(قابليت) له لاسه ورکړی وي .
اما اشنا مـُهمـات هغه دي چې چاودنه يې نه وي کړی. او غولونکي( چې د کوچنانو دلوبو د څيزونو،قلم،ساعت،کلي بند اونوروڅيرونوشکلونه لری ) ډېر خطرناک دي؛ بايد په خپل ځای د ساده مېخانيکي تړلو په طريقې د ثانيه سوزې فليتې، دچاودنې پتاقۍ او د تخريب قالب په استعما ل سره له منځه وړل کېږي ددوی له چاودنې څخه چې کوم ضربوی ( ډېټـونېشن ) څپې پيدا کيږي زور يې د مـُهمـاتو په ډول، اندازې، شمير او په سيمه کې د موجوديت له مخې فرق کوي، خو په ټوليزه توګه، ضربوي څپې دوه ډوله آغيزې لري :
د موجونو لړزونکی آغېز( تأثير).
د موجونو د فشارد قدرت آغيز.
که د ځمکی په تل کې چاودنه ورکړشي امواج يې لړزونکی آغيز لري. په بنسټونو، د يوالونو، د ځمکی لاندې تونلونواونوروساختمانوتخريبي آغېز کوي.
دغه څپې(موجونه) پرته د لړزونکي آغيز څخه په ژونديو موجوداتو هم ناوړه آغيزه کوي.
چاودیدونکي توکي او مـُهمـاتو ته د چاودنې ورکولو په وخت کې کولای شو د دغه ډول څپـو دتأثيردکمزوري کولواويا له منځه وړلو له پاره کېدی شي د نقب (کيندنې ) په ذريعه دانفلاق د ځای په څنګ کې په ټاکلي واټن اوژوروالی سره کار واخلو.
که لس کيلو ګرامه چاودیدونکي توکي په ځمکه کې ښخ وي د انفلاق له ځای (نقطې ) څخه د نقب کمه فاصله بايد 2m وي او که چاودیونکي توکي له ۲۵ کيلو ګرامو څخه تر ۵۰ کيلو ګرامو پورې وي د نقب موقعيت د چاودنې ( انفلاق ) له نقطی څخه 4m ټاکل کېږي. همدارنګه له ضرر څخه د تعميرونو د ژغورنې له پاره څپو ته د لوري ( سمت ) ورکولو له قاعدې څخه هم کار اخيستل کېږي کله چې د له منځه وړونکو چاودیدونکو توکوله پارچو، فشاري څپواود لړزونکو څپـو په مقابل کې،د موجوديت په محل کې مدافعوي تدبيرونه تکميل شول هغوی ته چاود نه ورکول کېږي د چاودیدو له پاره پيروتخنيکی وسايلو :
ثانيه سوزه فلتې، دچاودیدو پتاقۍ او د تخريب له قالب څخه کار اخيستل کېږي لومړی ثانيه سوزه فلته د چاوديدوله نقطی څخه، د پيروتخنيک د پټېد لو ترموضيعی پورې په ټاکلې فاصلې قطع کېږي بايد وويل شي چې د ثانيه سوزې فلتی سوخت 1.2 cm/sec کې دی چې د ځغاستلوفاصله په ثانيو ټاکل کېږي او فلته د ثانيو له مخې قطع او سوزېدل يې پرتله او ټاکل کېږي بيا د ثانيه سوزې فلتې پرېکړ شوی خوا د انفلاق په پټاقی کې تړل کيږيِ پليته او پتاقۍ بايد له تړلو څخه مخکې ښه معاينه شي او بيا پتاقۍ د تخريب د قالب په اشيانه کې محکمه ځای پر ځای شي.
دغه کارونه بايد د تخريب له موضعې او نقطې څخه لېرې تر سره شي په پای کې د تخريب قا لب د له منځه وړونکو چاوديدونکوتوکواو مـُهمـاتو لاندې ايښودل کېږي د ثانيه سوزې فليتې بل سر ته اور لګول کېږي لـدې کارسره سم پيروتخنېک افسر د پټيدو موضع ته په چالاکۍ ځان رسوی.
په دې توګه خطرناک مـُهمـات بې خطره له منځه وړل کيږي او سيمه يې د ناوړه دردونکو پېښو څخه ژغورل کېږی.
دیدگاه بگذارید