خوندکوي
تاریخ نشر سه شنبه پنجم فبروری ۲۰۱۳ هالند
خوندکوي
یعقوب منګل
۱ / ۲ / ۲۰۱۳
آلمان
***
سره لاسونه توري سترګې په اخترکي خوندکوي
د دوو مینودیدنونه په ګودرکي خوندکــــــــــوي
که غواړي دمیني موجونواوطوفانونوته ورګډ شي
مینه سمندردي٬لامبوپه سمندرکي خوندکـــــــــوي
څلورسترګي چه دمیني په کمین کي مخامخ شي
دبڼوغشي ویشتل دجنګ په ډګرکي خوندکوي
چه دمیني کاروان روان شي ځي خپل منزل تـه
دژوند داسي ملګري په سفرکي خوند کـــــــوي
غږونه اوآوازونه په هرځاي کي پورته کیـــــــږي
دوطن ښکلي نغمي اوسازونه په لوګرکي خوندکوي
ای ملګرودمنګلوښایسته غرونوته مي بــوزۍ
دجګوغروسندرې پاس په نښترکي خوندکوي
داچه تک سپین ښکاریږي سرئ لوړدي ترآسمانه
دادسولي سپین رنګ په سپین غرکي خوندکوي
ای یعقوبه راشه له کنعانه٬(منګل) ته ووایــــه
دیوسف سره مینه دزلیخا په ځګرکي خوندکوي
یعقوب منګل
منگل صاحب به سلامت باشد . زیبا و عالیست . موفق باشید . مهدی بشیر
بشیرصاحب محترم٬سپاس بیکران ازتشویق شما.
سلامت باشید.بااحترام
منگل صاحب مزه دار بود
فروغ صاحب! ډیره مننه.جوړاوبریالۍ اوسي
ډیر اعلا
چه اوربل یی تندی باندی خوری وری وی شه مزه کا
د تنکی ونه نسیم کی شور او شر خوند کوی
بیا ولیکی
یوسفي صاحب!ستاسوله ښه اونیک نظره یوه نړۍ مننه.
روغتیااوبریلیتوب موغواړم.
عاليست محترم منگل . خيال انگيزى و روانى دل انگيزى دارد سروده اى تان .
شریف جان (حکیم)صاحب!یک جهان ممنون ازنظر دل انګیزتان.
سلامت وسرفرازباشید.
حظ بردم عالیقدرم،ممنون شما!
شهلاجان!یک عالم سپاس ازحسن نظرتان.